دسعودي عربستان دواکمنې کورنۍ  ګانده

 

شننه  القدس العربي
ژباړه : حکمت امر خیل 
په سعودي عربستان  کې  واکمنې کورنۍ  تر ټولو پیاوړې  سړی له  لاسه ورکړ  شهزاده نایف بن عبدالعزیز  په  ټوله مانا  دهېواد  حاکم و او له  35 کلونو  زیات  دسعودي عربستان  دکورنیو چارو وزیر  و پردې سربېره  دحج او اوقاف او رسنیو دکمیسون  مشر هم  وو .
واکمنې کورنۍ به دهغو وزارتونو،چې مسوولین یې  دسلطنتي  کورنۍ غړي  نه وي  دڅار په موخه  کمیسونونه  جوړول  دبیلګې په توګه  پخواني پاچا  فهد بن عبدالعزیز دمرګ تر ورځې  دتیلو دکمیسون  مشر و  دحج او اوقاف  دکمیسون مشر  شهزاده نایف بن عبدالعزیز  و ان ، څو کاله وړاندې  شهزاده نایف  درسنیو او مطبوعاتو دکمیسون مشر و  دا کمیسون بیا دکورنیو او بهرنیو نیوکو له کبله  ړنګ شو .
دشهزاده نایف بن عبدالعزیز مړینه  دواکمنې کورنۍ ترمنځ  ستره تشه رامنځته کړه ، خو اوس به دا وړاندوینه یو څه  سخته وي ،چې دکورنۍ دغړو ترمنځ  دې  دځایناستي  پر سر کړکیچ او ستونزه رامنځته شي، خو یو شمېر عربي او غربي  شننې بیا دا وړاندوینه کوي .
پاچا عبدالله  هڅه وکړه ،چې  دولي عهد  موضوع  دحل لپاره داسې یو حل راوباسي ، چې ټولو ته  دمنلو وړ وي  واکمنه کورنۍ او ولس دواړه پرې  خوښ شول  او دواکمنې کورنۍ له مشرانو غړو او ځینو ځوانانو شهزادګانو څخه دبیعت  کمیسون جوړ کړ  ټولو ومنله ،چې ولي عهد به  د وړتیا او دټولو په خوښه  ټاکل کیږي ، خو خپله  پاچا عبدالله  دې پریکړې ته ژمن  نه و او هغه مهال یې  دا پریکړه ماته کړه  ،چې  کله یې  نایف بن عبدالعزیز دوزیرانو دشورا دمشر دمرستیال په توګه  وټاکه  ځکه  هغه مهال دولي عهد  شهزاده سلطان  بن عبدالعزیز ناروغه  او کمزوری و او ډېره موده به ددرملنې په موخه  له هېواده بهر  وو . دا ټاکنه  دبیعت  پر کمیسون وتپل شوه او دعبدالعزیز ال سعود  ،چې دعربستان  بنسټګر دی  دده د مشرانو زامنو  لکه طلال  ، متعب  او عبدالرحمن  رایه یې  له پامه وغورځوله    متعب  او عبدالرحمن  دبیعت له  کمیسون استعفا وکړه او لامل  یې په دندو کې دسلسله مراتب   نه رعایتول  وو ، طلال   له نایف  سره  ځکه خپل مخالفت  وکړ ،چې له ده کشر و او   دوزیرانو شورا دمرستیال  په توګه یې دده ټاکنه دځان سپکاوې  باله  .  عبدالرحمن  ،چې  ددفاع مرستیال وزیر  و له دندې  ځکه استعفا وکړه ،چې  شهزاده سلیمان  یې دپخواني ولي عهد سلطان  دځایناستي په توګه  ددفاع وزیر وټاکه  .
تېر کال ،چې ولي عهد شهزاده سلطان ومړ نو پر ځای یې دده ورور شهزاده نایف دبیعت  کمیسون  د پریکړې  پر ضد دسعودي عربستان  دولي عهد پر توګه غوره شو  اوس  ددې اټکل شته ،چې  هماغه پریکړه بیا تکرار شي او شهزاده سلیمان  بن عبدالعزیز ، چې د دفاع وزیر دی  دولي عهد په توګه  غوره شي . ځینې سرچینې دا هم وايي : کېدای شي ، چې پاچا عبدالله  دا ځل انقلابي ګام پورته کړي  د لومړي یا دویم نسل  کوم شهزاده دولي عهد په توګه  غوره کړي  په بله مانا  دپاچا عبدالعزیز  له لمسیانو څخه  کوم  دخپل ولي عهد په توګه  ونوموي .
په سعودي عربستان کې واکمنه  کورنۍ دود پاله هغه  ده او پر انقلابي پریکړو باور نه لري ، خو کورني او بهرني فشارونه  شته ،چې  دا کورنۍ به اړ باسي ،چې  خپل دود مات کړي  او ځوان  شهزاده دولي عهد په توګه غوره کړي ، ځکه  بوډا شهزاده نایف بن عبدالعزیز اته میاشتې وړاندې دولي عهد په توګه غوره شوې وواو  خپله پاچا عبدالله  زوړ دی  عمر یې اوس  92 کلونو ته رسیدلې دی او دبوډاتوب له ناروغیو کړیږي .
ددې  احتمال هم شته ،چې  دپاچا عبدالعزیز  دځوانو زامنو له منځه  کوم یو دولي عهد په توګه غوره شي لکه  داستخباراتو رییس  مقرن ،چې نږدې اویا کلن کیږي  او یا احمد بن عبدالعزیز  دکورنیو چارو مرستیال ،چې اوسمهال د 71 کلونودی . سعودي سیاستوال  بیا وايي : اوس ددې  وخت رارسیدلې دی ،چې  دولي عهد څوکۍ اوس دویم نسل ته ولیږدول شي  دا نسل دخپل عمر  په شپیته  کلنۍ کې دي  په کار ده ، چې  زمینه ورته برابره شي  ددې نسل ځینو لکه  خالد ، ترکي الفیصل  ، محمد بن نایف  ، خالد ،  بندر بن سلطان  ، عبدالعزیز بن فهد  ، عبدالعزیز بن عبدالله   او ... په  بهر کې زده کړې  کړې دي  .
  کړکیچن سیمه ییز او نړیوال  وضعیت ته په کتنه   او  دتیلو دستر صادرونکې هېواد په توګه  دسعودي عربستان رول  ، چې په سیمه کې یې  لوبوي  ددې هېواد مشرتابه  اړ باسي ،چې  پیاوړي  چارواکي  رامنځته   او په داسې  تاوجنو شرایطو  کې دا هېواد له ستونزو وژغوري .
له دې هم مهمه داده ،چې  په سعودي عربستان کې دسیاسي اصلاحاتو پروسه پیل شي او دواک دایره  لاپسې پراخه  شي  او هغو ځوانانو ته  زمینه برابره شي ،چې وړتیا لري  .  دمساوات ، ټولنیز عدالت  پر اساس  واک ، پانګه ، خپلواکه قضاء ، منتخب پارلمان  وویشل شي  . دمشروع  واک  له لارې  دچارواکو ترمنځ هر څه وویشل شي ،چې دیوبل په چارو کې لاسوهنه ونه کړي .
اوس ، چې په سعودي عربستان کې څه روان دي  کټ مټ له هغه څه سره  ورته دي ،چې دپخوانی شوروي اتحاد ورسره دخپل عمر په وروستیو شپو کې  مخ شوې وو هغه مهال  زاړه  مشران  یو بل پسې له ډګره وتل  او د اتحاد ړنګېدو ته یې لار پرانېسته  .
عربي نړۍ اوسمهال دسخت  زیږون  له حالت سره مخ ده  په سوریه ، یمن ، مصر ، لیبیا ، تونس  کې یې نښې څرګندې شوې دي  بدلون  را روان دی  که  مثبت وي یا منفي او خپل ځان  په زوره پر نورو مني  اوس خو یو هېواد هم  خوندي نه دی  او سعودي عربستان  هم  نشي  مستثنی کېدای .