
لیک : عبد الباري عطوان
که تېر کال په عربي نړۍ کې دهغو فاسدو او دیکتاتورو ولسمشرانو- خپل ولسونه یې څو لسیزې اور ته نیولي و - پر ضد دولسي پاڅون کال و دا نو بیا له اټکله لیرې خبره نه ده ، چې نوی کال به پر ایران دبرید هغه وي او موخه به یې دا وي ، چې لږ تر لږ ه دایران اتومي هیلې او غوښتنې مهار شي .
ځینې عربان ددې برید په اړه سر له اوس شکمن دي او داسې انګیري ،چې اوسمهال د ایران او متحده ایالاتو ترمنځ د عربانو په ځانګړې توګه دخلیج پر ضد یو ایتلاف مخ په جوړیدو دی ، خو ځمکني واقعیتونه بیا بل څه وايي .
ایرانیانو دعراق په جګړه کې له امریکا سره چل وکړ ، که چیرې دعراقي سیاستوال ډاکتر احمد الجلبي خبره سمه وي ، چې ځان دایران پټ جاسوس بولي هغه وايي : ما دایران دګټو لپاره کاوه او دنده مې داوه ،چې دولسمشر جورج بوش حکومت په عراق کې راښکیل کړم او په پایله کې واشنګټن په دې خونړۍ جګړه ښه پریمانه نظامي ، مالي او بشري زیان وګالي . ډاکتر احمد الجلبي اوس ځان دامریکا مخالف او هېوادپاله مشر بولي اوس که چیرې خبره همداسې وي لکه الجلبي یې ، چې وايي دا هم له اټکله لیرې نه ده ،چې امریکا به خپل کسات اخلي لکه څرنګه ،چې یې په افغانستان کې له پخواني شوروي اتحاد واخیست .
اوباما له عراق خپل ټول پوځیان یو ځل وویستل او عراق یې په لوی لاس ایران پلوو ته وسپاره او هلته یې نږدې یو ټریلیون ډالر ( زر ملیارده ډالر ) کېښودل او نږدې پنځه زره سرتیرو یې خپل ژوند له لاسه ورکړ ایا دا به عقل ومني ،چې امریکا دا ټول زیان وګالي او چوپه خوله کیني ؟
له ایران سره به دامریکا جګړه د تیلو او ګازو هغه وي پردې سربېره به دا هڅه کوي ،چې دایران داتومي وسلو دجوړونې مخه ونیسي ځکه ، چې دا اسراییلو ته ګواښ دی او په دې کاواکه سیمه کې به اسراییل یوازیني څوک نه وي ،چې اتوم لري . په لیبیا کې دلویدیز نظامي لاسوهنه د ډیموکراسۍ ، بشر حقوق له جابر ، ظالم دیکتاتور څخه دبیوزلو لیبیایانو ژغورنه ، نه بلکې دتیلو او ګازو په موخه وه . اوس ځینې نښې نښانې شته ،چې لویدیز غواړي په الجزایر کې هم ورته کړنه ترسره کړي اوس لګیا دي پلمې لټوي .
له عراق څخه دسرتېرو ایستل په کویت او نورو خلیجي هېوادونو کې ځای پر ځای کول خپله داندېښنې خبره ده ځکه دا سرتیري په متحده ایالاتو او اروپا کې خپل قشلو ته نه دي ورغوښتل شوې ددې شونتیا شته ،چې په بل سیمه ییزې جګړې کې له دې سرتېرو او وسیلو کار واخستل شي دا به دنورو په پرتله ډیره خونړۍ او ستره جګړه وي .
په لویدیز کې چارواکي په نږدې راتلونکې کې دایران پر تیلو دبندیز ترڅنګ د نورو اقتصادي بندیزونو - ایراني شرکتونو او بانکونو سره د نه راکړې ورکړې بندیز - چې لا پخوا یې په اړه پریکړه شوې وه خبرې زمزمه کوي . که چیرې دا بندیز ولګیږي دا به په ایران کې شته ستونزې لا پسې زیاتې کړي او تهران به بیا دا خپل سپکاوې وګڼي .
متحده ایالات او ملګري یې لګیا دي اوس هماغه سیناریو پلې کوي کومه یوه ،چې دپخواني ولسمشر صدام حسین دراپرځولو لپاره غوره کړې په بله مانا دوی به ایران ته اجازه ورنه کړي ،چې اتومي وسلو ته لاسرسې ولري اوسمهال موږ یو ازې د اورلګید انتظار باسو ،چې په سیمه کې دجګړې پلتې ته اور ورته کړي .
اسراییلي ولسمشر شمعون پیریز پرون وویل : اسراییل کولای شي ، چې دایران اتومي ګواښ ته وړ غبرګون وښايي ، هغه ټینګار کاوه ، چې دا ګواښ یوازې داسراییلو ته متوجه نه دی ، بلکې ګردې نړې ته پیریز دخپل هېواد له سفیرانو سره خبرې کولې : موږ دغبرګون او مخنیوي لپاره رښتیني ځواک لرو زموږ داتومي کوپړیو شمېر د 300-200 ترمنځ دی .
ایرانیان دامریکا او اسراییلو ګواښونه په ډیر دقت سره څاري او دلیل یې په عرب سمندر کې دلسو ورځو په مخه دسمندري تمرینونو پیل دی دوی دامریکايي یا اسراییلو او یا د دواړود ګډ برید اټکل کوي .
دایران مرستیال ولسمشر محمد رضا رحیمي ګواښ وکړ که چیرې لویدیز د ایران دتیلو پر صادراتو بندیز ولګاوه موږ به دهرمز تنګې وتړو دیادونې ده ، چې له دې تنګي د ورځې نږدې 40% دخلیج دسیمې تیل نورې نړۍ ته لیږدول کیږي په بله مانا هره ورځ نږدې 18 ملیونه بیلره تیل ،چې ډیری یې د سعودي عربستان ، کویټ ، متحده عربي اماراتو ، قطر او عراق دي له دې تنګي تیریږي دا نو له اټکله لیرې نه ده ،چې دهرمز تنګې به دایران دسمندري ځواک لپاره د لوبې مهم او اغیزناک ځای وي . کېدای شي دهرمز تنګي دتړلو پریکړه د راتلونکې جګړې لپاره پلمه او پیلامه وي ځکه د تیلو دلیږد لارې دلویدیز له انده سور خط دی او هیڅوک دا اجازه نه لري ،چې ورنږدې شي دلته به دا خبره دیادونې وي ،چې دعراق - ایران جګړې پرمهال کویت له صدام حسین سره مرسته وکړه ایران ګواښ وکړ ،چې موږ خپل کسات له هغو بیړیو اخلو ،چې دکویت تیل لیږدوي دا مهال نو متحده ایالاتو د کویت پر بیړیوخپل توغونه پورته کړي وو.
په نوي کال کې به دایران جبهه ډیره توده وي ، برتانوي ورځپاڼو خبر ورکړې دی ،چې انګلستان او امریکا په ګډه دایران دویشتلو پلان جوړ کړې دی ، خپله ولسمشر اوباما څو ځلې دا خبره کړې ده ،چې دایران له اتومي دوسیې سره هر ډول غوراوې شته ،چې په دې کې نظامي هغه هم شتون لري .
اوسمهال ،چې دسوریې دپېښو په اړه لویدیز خوله موم کړې ده دا دخلیجي هېوادونو دسپارښتنو پایله ده د ویکیلیکس دمعلوماتو له مخې دوی په یوه خوله له امریکا غوښتي دي امریکا باید په تهران کې مار ووژني او داسې ښکاري ، چې په تهران کې مار پردې هر څه ډیر ښه پوهیږي او داسې انګیري که نن وي یا سبا امریکا را روانه ده .
لویدیز اوس له سخت مالي او اقتصادي وضعیت سره مخ دی که چیرې دهرمز تنګې وتړل شو د یو بیلر تیلو بیه به دوه چنده شي او که بخت له لویدیز سره یاري وکړي بیلر به په 200 ډالر وي ،چې دا بیا دبخت خبره ده .
که دهرمز تنګې وتړل شو او یا جګړه پیل شوه تر ټولو زیات زیان به یې خلیجي هېوادو ته وي ځکه ایرانیان به هڅه کوي ،چې خپل کسات واخلي دا مهال به دوی هغه سیمې په نښه کوي ، چې امریکايي نظامي اډې په کې ځای پر ځای وي .
تېر کال عرب پسرلي ټول ګوته پر غاښ کړل ، خو دا کال به نوې سیمیزه جګړه راپیل شي ،چې اصلي لوبغالې به یې ایران وي اوس ،چې په سیمه کې مذهبي تاوتریخوالي ، د وسلو دپېر او پلور درانه تړونونه ( سعودي عربستان او اماراتو نږدې 120 ملیارډه ډالرو په بیه توغندي او الوتکې رانیولي دي ) په سوریه کې د ستونزې اوږدیدل ، د اسراییلو او فلسطینیانو ترمنځ کړکیچ لا پسې پیچلې کېدل په مصر ، تونس کې داسلامپالو واک ته رسیدل دا ټول ددې څرګندوي کوي ،چې دسولې په پرتله دجګړې هغه ډیر دی .