
ژباړن: انبيا ژمن
مديريت يوه نړيواله ښکارنده\پديده ده. دا يوه ډېره مشهوره او په لوړه کچه کارول شوې اصطلاح ده. ټول سازمانونه – سودا ګريز، سياسي، کلتوري او ټولنيز په مديريت کې شامل دي ځکه دا مديريت دى چې بېلابېلو هڅو ته د ټاکلې موخې په لور لارښوونه او مرسته کوي. د هارُلډ کونټز (Harold Koontz) له آنده، ”مديريت له خلکو سره په ګډه او د خلکو له لارې چې په بېلابېلو رسمي ډلو وېشل شوي وي د کارونو د ترسره کولو هنر دى“. د داسې چاپېريال رامنځ ته کولو هنر دى چې خلک پکې وکولاى شي په ګډه کار وکړي او وګړو ته وړتيا وبښي چې ډله ييزې موخې ته د رسېدو لپاره يو له بل سره مرسته وکړي. د اېف.ډبليو ټېلر (F.W.Taylor) له آنده، ”مديريت داسې يو هنر دى چې له مخې يې پوهېږو څه وکړو، کله يې وکړو او وګورو چې دا کار په تر ټولو ښه او ارزانه توګه ترسره شوى“.
مديريت يو موخه ييز (purposive) فعاليت دى. داسې يو څيز دى چې د ډلې هڅې له مخکې څخه د ټاکل شوو موخو د ترلاسه کولو په لور رهبري کوي. مديريت په بدلېدونکې نړۍ کې په اغېزناک ډول د محدودو سرچينو د کارولو او له خلکو سره او د خلکو له لارې د سازمان د موخو د ترلاسه کولو پروسه ده. له شک پرته د سازمانونو موخې له يو بل څخه توپير لري. د بېلګې په ډول په مارکېټ کې د نظر پوښتنې په ترسره کولو سره د يوه تشبث موخه ښايي بازار ته د يوه نوي توکي وړاندې کول وي او د بل تشبث موخه ښايي د لګښتونو په کمولو سره د ګټې لوړل وي.
مديريت د کورني چاپېريال په رامنځ ته کولو لاس پورې کوي:- دا مديريت دى چې د توليد بېلابېل فکټورونه په کار اچوي. نو په دې توګه، دا د مديريت پازوالي ده چې داسې چاپېريال او حالت رامنځ ته کړي چې د هڅو د پراختيا مرستندوى وي تر څو خلکو ته وړتيا وبښي چې خپل کارونه په وړ او اغېزناک ډول ترسره کړي. په دې کې د خامو توکو د شتون، د مزدونو او تنخاګانو ټاکل او د قوانينو او کړنلارو برابرول شامل دي.
نو په دې توګه موږ ويلاى شو چې ښۀ مديريت له دواړو، وړتوب او اغېزمنتوب څخه برخمن وي. وړتوب په دې مانا چې هر څوک بايد وړ کار ترسره کړي يعنې د مربع مږوي برابرول په مربع سوري او د ګرد مږوي برابرول په ګرد سوري کې. يا وړ کس ته د وړ دندې سپارل. اغېزمنتوب په دې مانا چې په لږ ښايېدونکي لګښت او د سرچينو په لږ توى تلن\ضياع سره په سمه توګه د دندې ترسره کول.
کولاى شو مديريت په لاندينيو کټګوريو کې په تفصيل سره تعريف کړو:
مديريت د يوې پروسې په توګه
مديريت د يوه فعاليت په توګه
مديريت د يوه سمون\ديسپلين په توګه
مديريت د يوې ډلې په توګه
مديريت د يوې پوهې په توګه
مديريت د يوه هنر په توګه
مديريت د يوه مسلک په توګه
نور بيا
اخځ:Management Study Guide
http://www.managementstudyguide.com/what_is_management.htm