
اردشیر کاوسجی
وسیم سجاد، کابل
نومبر۲۰۱۲،۲۶
پرده اول:
څو ورځی کیږي چی د پاکستان د ډان اخبار مشهور کالم لیکوال اردشیر کاوسجی چی ګجراتی دی د نومبر په ۲۴ په کراچی کی له دې نړۍ سترګی پټی کړیدي.
د کاوسجی په مرګ باندی مذهبی ګوندونو، سیکولرانو او حتی لومړي وزیر سخت خفګان وښوده.
د کاوسجی کالم د یکشنبی په ورځ د پاکستان د ډان په اخبار کی د هیرولو نه وو او لوستل یی فرضي وو!
کاوسجی د بهټو په حکومت کی د ۷۲ ورځو لپاره هم نیول شوی و خو پته و نه لګیدله چی ولی؟ ویل کیږي چی ورو،ورو د نوموړي غږ د بهټو د بی شانه صلاحیتونو په اړه اوچت شوی وو.
۸۶ کلن کاوسجی یو سیکولر غوښتونکی پاکستانی و او په اسلامي ګوندونو یی د زړه له کومی لعنت لیږه خو کله چی مړ شوی منور حسن د جماعت اسلامي لومړنی هغه و چی دده مرګ یی ملت ته تسلیت ووایه او هغه یی د خپلی زړورتیا له کبله وستایه!!!
پرده دوم:
نن بیا خبرونه په دی وو چی د جیو تلویزون مشهور برنامه چلوونکی جناب حامد میر صاب په ګاډي کی بم موندل شوی. امنیتی ځواکونو بم شنډ کړی او د هیواد د کورنیو چارو وزیر یی د کس د موندلو په سر باندی ۵ کروړه قیمت ټاکلی دی! حامد میر هغه کس دی چی اسامه بن لادن سره یی لیدلي او د افغان مجاهدینو سره په سنګرونو کی هم پاتی شویدی.
د اسامه بن لادن په لیدلو سره ورباندی د جهنم اور حرام بولم او جنت ور ته کانفرم! خو هغه څه چی د بحث موضوع یی باید وبولو هغه دا ده چی څنګه دغه کسان توانیدلی چی په حکومت او چارواکو اغیز وکړي؟
پرده سوم:
دلته یو لیکوال اونی څخه زیات کیږي چی سوځیدلی! محور ورځپاڼه یی سټه، تفسیر لیکونکی او علمي پانګه بولي! وایي که مړ شي د هیواد د علماوو یو فصل به ورسره بند شي او داسی نوری! خو زما په شمول چارواکي یی پیژني هم نه چی دغه سټه څوک دی، څه یی کړي او اغیز یی څه دی!
نو مړ دی شي! دی هیواد کی خو هسی هم په چاودنو، طبیعي پیښو او د موټر په ټکرونو کی بلا کسان وژل کیږي!!! دا یی له پاسه!!!
نو جناب سوال دا دی چی ولی؟
پرده چهارم:
ځکه چی:
· د لیکوالانو په نامه کسان هغه څه چی ورڅخه هیله کیږي نه لیکي!
· په ملک به د مغل لښکری را خیژي او دا جناب به پښتو کی په دی بحث کی وي چی د خوشحال په شعر کی \"ج\" څو واری کارول شویدی؟ بهرام ته یی په کومو،کومو پاڼو کی ښیرا کړي؟
· دویمه دا چی لیکوال برادري مو زیاتره د لغمان، خوست او دایکندي په کچه فکر کوي!
· د کوهي د چنډخی په څیر خپلی دایری کی بوخت وي او لرلید یی همدومره وي!
· دا چی په غربت کی لوی شوي او بیا یی په همدی غربت کی قلم موندلی، نو هغه څه ته چی کله یی لیکي بیچاره ژمن نشي پاتی کیدلی! مجبور دی چی هغه څوک چی ورسره وجداني ستونزه لري د کتاب په چاپولو سره یی کلتور پال او فرهنګ پال کړي!!! له خپلو ارزښتونو تیر شي ځکه چی کوم جناب ورته د کومی ولسوالی مقام پيشکش کړیدی.
· کله،کله په هر څه کی خبره کوي؛ یو لرلید، یو ماموریت او یو هدف نه لري! جامع الکل، فوت الکل دی!!! خو کاوسجی سیکولر وو او تل سیکولر پاتی شو!!! میر ترهګرپال دی او اوس هم ورڅخه دفاع کوي!!!
· د یو مضمون او یا هم زما په څير د څو بی خوندو خبرو په لیکلو سره بیا نو په هیوادوالو احسان کوي؛ په کرزي پروا هم نه لري او نور ورته ټول کاالانعام ښکاري!
· په اتفاق کی د کلیوالو او دوی ترمنځ کوم توپیر نشته! تر اوسه کومه ټولنه هم نه لري!!!
· هغه څوک یی پیژني چی پری بنګیږي، نور نو...
· چی دوو وپيژانده، بیا یی نو مطالعه او کتاب ته شا شي؛ ځان ورته په هر څه کی شیطان ښکاري!!!
· فلاحي کارونه خو هیڅ کولای نه شي ځکه لومړی دوی فلاح ته اړتیا لري نو ځکه یی هم پيژندل اسانه کار نه دی!
· لیکل کوي خو خپله هم پری باور نه لري؛ کله چی په پوست ولګیږي د زرداد سر ورکلوي!!!
· کیدای شي نوره دلایل هم وي خو موټی نمونه یی خروار چی ټوله پښتو شي، له ما سره همدومره وو! نور نو ستاسو خوښه!!!
که ځانونه اصلاح نه کړي، نو ډیر زر به یی ملی رادیو تلویزون د فاتحو اعلانونه خپاره کړي!!! بیا نو پری ژاړی!!! یوه خبره په دی تلو،تلو کی را یاد شوله هغه دا چی یو دلیل چی دغه خلک نوم نشي موندلی کیدای شي ټولنه هم وي ځکه چی هغوی به له داسی ستونزو سره لاس و ګریوان وي چی د لیکوال پیژندل به هډو ورته اهمیت هم و نه لري!!! ځکه چی دلته چی لږ هم څوک مکتبی شوی،..ني شوی او په خپل پلار یی بیا انتقاد کړی!!!
مارکیټ خالي دی! که زه هم ۵ کاله لیکل وکړم نو دیر زر به د \"استاد\" په لقب یاد شم!
leekwal@yahoo.com