
اداره امور چې یو وخت یی مشري د وردګ صاب په لاس کی وه اوس ورباندی صادق مدبر چې ډاکټر او قوماندان دواړه دی چاپه اچولی ده.
شا وخوا درې مرستیالان هم لري خو خبره يې په تشکیلاتو نه ده! زه قسم که دا خبره کول غواړم چې هلته هزاره برادري له بل هر چا څخه په زور کی ده! زما له لیکلو هیڅکله مطلب دا نه دی چې په اداره امور کی له شعبی تر اشپز خانی ټول هزاره وروڼه دي!
حق یی هم دی ځکه چې مشر یی هزاره وي نو معلوم داره خبره ده چې ټول باید دوی وي او بله دا چې له خپلی وردګ برادری سره به هم سیالي کوي! له وردګ څخه دوی په څه شي کی کم دي؟
خو پښتون چې څومره هم زړور شي بیا نو دغه اقلیتونو ته نشي رسیدلی. دوی سپین ...، زړور، بی .... او...دي.
د محرم ځانګړي مراسم را رسیدلی دي. په ښار کی جنډی، توری ټوټی، د چایو ویشل ادامه دارد! د موټرو کاروانونه دي چې یوی خوا ته او بلی خوا ته په ځغاسته روان دي!
کله چې دغه مراسم ګورم او بیا یی د مسعود کبیر له هغو سره مقایسه کوم نو فکر کوم چې د حسین او مسعود ترمنځ خو ډیر توپیر دی نو یا دوی غلط شوي او یا هغوی افراط کوي!
هزاره برادري په پوډریانو او ټيټو کارونو ترسره کولو کی نوم لري که د دغو جنډو، موټرو د تیلو او دغو پایو روپی ورته ورکړل شي نو د زرګونو هزاره ګانو کورونه به اباد شي او یوه ګوله ډوډی به یی په نصیب شي! خو ځه څه به یی کوو، لیونی په خپل کار ښه پوهیږي!!!
اداره امور خپل ځان د حکومتي ادارو لپاره د وړتیا نمونه بولي چې د دوی په اصطلاح Symbol of Excellence بلل کیږي.
خو ددوی د کار کردګیو له وجی افغان ولسمشر مجبور شو تر څو د اجرااتو د ښه کولو لپاره فرمان ورکړي!
ځه په دی هم خبره نه کوو! د اوښ کوم ځای سم دی؟
د عاشورا د مراسمو څخه یوه اونۍ د مخه، ددی اداری په ټولو دروازو، دفترونو او کړکیو د السلام یا ابا عبدالله الحسین پوسټری لګیدلی وی! په هر پوړ کی همدا تصویر، په موټرانو باندی سره جنډه چې اباعبدالله الحسین نوم پری لیکل شوی وو! او د تیری چهارشنبی په ورځ په څلورم پوړ کی یو ځانګړی ختم په داسی حال کی چې حکومت د ختمونو، منډو ترړو لپاره یوه ورځ وار د مخه رخصت کړیدی!
بلا وزیران، والیان او وکیلان دی دفتر ته تشریف راوړي خو یو یی هم دومره نشي کولای چې ورته ووایي چې دا حسینیه ده او که اداره امور؟ دا حکومتی اداره ده او که د محسنی مدرسه؟
که ددی عکسونو لګول د ټولو ادارو لپاره وي نو بیا یی ولی د یو رسمی مکتوب له لاری ټولو ادارو ته نه لیږي؟ پنجشیری وزیران لکه برمک،عبید د مسعود ورځی لپاره په خپلو وزارتونو کی ځانګړي د ختم مراسم نیسي؛ هزاره ګان یی بیا په کیسه کی نه دي! هزاره ګان بیا هغه که مدبر دی، جعفری دی او که کوم بل یو بیا ددی ورځی لپاره ختمونه کوي او پښتانه بیا د دواړو ارواح ته په ډیر اخلاص لاسونه پورته کوي چې هسی نه له دندی مو و شړي!!!
leekwal@yahoo.com