
ښاغلی عثمان تره کي په خپله ليکنه
کې د افغان دولت لخوا د \"ترهګرو\" (طالب اسيرانو) اعدامول غندي، هغه د
افغان دولت يو \"ناځوانمردانه\" کړن ګڼي او زياتوي چې ګواکي افغان دولت له
مقاومت څخه غچ اخلي، ځکه چې مقاومت \"حاضر نشو چه د کابل
د ادارې سره په نیغه خبری
وکړي .\"
ښاغلی تره کي د خپل الواک (نظر) د
اثبات لپاره د ژنېو د کونوانسيون مادې را اخلي چې وايي :
·
د ژنو دریم
کانوانسیون د جنګی اسیر اعدامول او د هغی نه غچ اخیستنه ( ۱۰۰ ماده ) جنګی جنایت شمیری.
·
د ژنو
کانوانسیون ( ۱۹۴۹ د اګست ۱۲ ) لمړی پروتوکول (۱۹۷۷ ) جنګی
اسیران د بشری حقونو
Droit humanitaire په درلودلو مستحق
ګنی.
لکه څنګه
چې دواړه برسېرنې حقوقي مادي ريښتيا دي، همداسې د ښاغلي تره کي نور دلايل هم د منښت
وړ دي، خو ستونزه دا ده چې ښاغلی تره کي برسېرنې مادې او خپل نظر د جراح د چاړې په
توګه کاروي . که چاړه د جراح په لاس کې وي، نو ناروغ به عمليات او جوړ شي، خو که د
خوني په لاس ورغله، نه يوازې به ناروغ ووژني، بلکې يو څو نور روغ رمټ کسان به هم
قتل کړي .
ښاغلی
تره کي چې طالب اسيرانو يا هم د دولت په وينا \"ترهګرو\" ته د جنګي اسيرانو
نړيوال او بشري حقوق غواړي، نو بيا ولې له طالبانو څخه دولتي مامورينو، پوليسو او
سرتېرو ته د جنګي اسيرانو حقوق نه غواړي؟
ښاغلی
تره کي دې لاندې وينيزه ټوټه (ويديو) وګوري او بيا يې دې په خپله ټوله سياسي، حقوقي
او اسلامي پوهه وارزوي او يو ډول توجيه دې ورته پيدا کړي :
http://www.liveleak.com/view?i=ac4_1309457132
دغه يوه
ويديو د طالبانو د جرمونو يوه کوشنۍ بېګله ده . هغه جرمونه چې لا تر اوسه را
برسېرن شوي نه دي او هغه چې افغان ولس، په تېره ښاغلي تره کي نه دي ليدلي، کېدای شي
چې د سالم عقل دتصور له پولو څخه وتلي وي .
که چېرې د
ښاغلي تره کي کوم کوشني ماشوم په کوڅو کې د
يوې مړۍ ډوډۍ د پيداکولو لپاره پلاستيکونه راټولولای او يا يې خيرات غوښتلای، او
بيا کوم ځانبمي طالب ورسره الوزولای او ټپي کړی وای، شايد چې ښاغلي ترکي د طالب
اسيرانو لپاره د ژنېو د کونوانسيون له مادو څخه ناوړه ګټه نه وای اخېستې . که ټوله
نړۍ د ښاغلي تره کي او د ده د مؤکلينو (طالبانو) په خوا ودرېږي چې ګواکي هغو طالبانو
ته چې ځانبمي رهبري کوي او يا ځانبمي دي، بايد د جنګي اسيرانو حقوق ورکړل شي، نو د
هغو کورنيو ځواب به څنګه ووايي چې يا يې بې ګنا ماشومان په ځانبمونو که وژل شوي دي
او يا يې د طالبانو لخوا زامن د ملي اردو د سرتېرو او پوليسو په نامه په اسارت کې
وژل شوي وي او يا يوازې دا پلمه ورته جوړه او بيا قتل شوي وي .
دا په دې
مانا نه چې زه ګواکي د طالب اسيرانو د ځړولو پلوي کوم، بلکې \"يک بام او دو
هوا\" په ګوتو کوم چې د افغانستان
اوسنی ناورين لا نور هم پېچلی او ستونزمنوي . زموږ يو لوری نظر او له يوې خوا څخه
بې قيد او شرطه پلوي، نه يوازې دا چې د ستونزو حل لاره نه ده، بلکې خپل نفسونه به
مو هېر او د حق لاره به مو پرېښې وي . زه د پښتنو په هر اړخيز ناورين، بدمرغۍ او
مظلوميت پوه او ځورېږم، خو زموږ مبارزه بايد د هغو احکامو سره سمه وي چې اېمان پرې
لرو . سربېره پردې مو بايد له شمالي ټلوالې او نور هغو سړيخورو څخه توپير له ورايه
وشي چې په هېڅ الهي قانون او انساني نورم باور ونه لري . هغه کسان چې د جهاد په
نامه ولسونه لوټي، د حق په نامه د بل ملکيت غضبوي، د يو څو روپيو او يا د خپل
بهرني بادار د خوښولو لپاره بې ګنا خلک وژني او د فتواوو دوکانونه يې جوړ کړي دي، له
هغو کسانو سره هېڅ توپير نشته چې دوی په دغه جنايتونو کې سيده شريک نه وي، خو دوی
په يوه ډول توجيه کوي .
افغان ولس
بايد په ډاګه ټولو ښکېليو غواړو ته وواي چې :
له جنګي
اسيرانو څخه د سياسي وسيلې په څېر ګټه اخيستل (د هغوی کړول، اعدامول) په کلکه
غندو، که يې طالب کوي يا اسلامي حزب او يا هم دولت. موږ له دغه کړيو څخه د هر څه
حساب غواړو، هغه که د اسيرانو وژل وي، که په يوه او بله پلمه د بېګنا وګړو کړول او
ځورول وي او که د کوم کس د ملکيت غصبول .
زموږ د
افغان ولس روڼ اندان بايد پوه وي چې د يوې
ډلې په نارواوو سترګې پټول او يا په زغرده سره د دوی څخه دفاع کول به همغه ډلې لا نور هم جرم، جنايت او جهالت ته وهڅوي . په دې
سره به نه يوازې د روان ناورين مخه ونه نيول شي، بلکې د ولس پر ضد به يې د طاغوتي کړيو
پلوي هم کړې وي چې په خپل وخت سره به يې
ولس او پای کې خدای ج ته ځواب ورکول ګران وي .
د ښاغلي تره کي ليکنه په لاندې پته لوستلای شئ :
http://www.rohi.af/fullstory.php?id=22717