محور ورځپاڼه: د 3G ناکامه پروسه


د افغانستان مخابرتي شرکتونه ادعا کوي، چې د هېواد ۹۵ سلنو خلکو ته اینټرنیټي او مخابرتي خدمات وړاندې کوي، خو د نرخونو له بیو او کمزوري اینټرنیټي جال څخه یې خلک سخت شکایت لري. د اینټرنیټي خدتونو په برخه کې ددغو تورونو ډېری یې د اتصالات مخابرتي کمپنۍ په اړه دي چې جعل او کمزورتیا یې د افغان استفاده کوونکو ملا ماتوي.
3G د لومړي ځل لپاره اتصالاتو په افغانتستان کې رایج کړې، خو د اتصالاتو 3G خدمات یوازې په کابل کې کله کله تر څلورو ساعتونو پرچاوي لري.
عامو وګړو د یوې سروې په پایله کې محور ته ویلي، چې اتصالاتو پخپلې کمزورتیا او تقلب سره د 3G پدیده ناکامۍ ته نږدې کړې ده.
په ماډرنه طریقه د تقلب او جعل په نویوهڅو کې ټول مخابراتي شرکتونه له یو بل سره په سیالۍ کې دي. دا وخت په افغانستان کې پېنځه لوی مخابراتي شرکتونه لکه افغان بیسم، ام ټي ان، روشن، اتصالات او نیمه خصوصي هغه یې افغان ټیلیکام فعالیتونه کوي، چې د اتصالاتو، ام ټي ان او روشن مخابراتي شرکتونو یې په وروستیو کې د 3G خدماتو په نوم اینټرنیټي فعالیتونه هم پراخ کړي دي.
ډېر وخت خلک د اړیکو د لوړو بېو او ناسم کیفیت څخه شکایت کوي، خو دغه شکایتونه د 3G خدماتو تر فعالېدو وروسته لا ډېر شوي دي.
د ښار په مختلفو برخو کې ددغو شرکتونو د څانګو مخې ته ډېر وخت راټول شوي ځوانان چې لیپ ټاپ کمپیوټرونه او د 3G موډیمونه ورسره وي د شکایت لپاره په قطار کې ولاړ وي.
د محور خبریال په کابل ښار کې هغو سیمو ته چې د یادو شرکتونو څانګې په کې دي لکه ګلبهار سنټر، نوی ښار او میرویس میدان ورغلی او له دغو ځوانانو سره یې خبرې کړي دي.
فرید هوتګ وایي:(( دا مې څلورم ځل دی چې دلته راځم، دوی هرځل وعده کوي نن ښه کېږي، سبا ښه کېږي، خو دادی دوه میاشتې وشوې. ډېر وخت یې په کیفیت کې خرابوالی راځي یو ناڅاپه پرې سیګنل ورک شي. په ساعتونو ساعتونو کار نه کوي.))
عنایت الله وایي:(( زه پخپل موبایل کې د تري جي خدمتونه کاروم. پیسې رانه ډېرې ګرځوي او اینټرنیټ کم وي، څو ځل مې کمپنۍ ته زنګ وهلی په یوه او بله مې غولوي، نن دلته څانګې ته راغلی یم، چې خپل مشکل حل کړم.))
ډېری ځوانان چې 3G خدمتونه د ټولنیزې میډیا لکه فیسبوک، سکایپ، ټویټر، یاهو او جي مېل لپاره کاروي شکایت کوي چې په رسنیو کې د اعلان شوي انټرنیټ په اندازه خدمتونه نه وړاندې کېږي. دوی وایي، په رسنیو کې د ۸۵۰ افغانیو په بدل کې د درې جي بي اینټرنیټ اعلان کېږي، خو کله چې یې موږ کارو زموږ لپاره ټول نیم جي بي اینټرنیټ هم نه راکول کېږي.
د کابل په احمد شاه بابا مېنه کې د 3G خدمتونو کارونکی ډاکتر حنیف حیران وایي، د ناسم اینټریټي کیفیت څخه مې د شرکتونو په مرکزي څانګو کې څلور ځله شکایت کړی:(( زه پخپله په ګلبهار او نوي ښار کې ددغو کمپینو شرکتونو ته ورغلی یم. همدا تېره اوونۍ هم ورغلم د ځان په شان لسګونه کسان مې لیدلي، چې شکایت لري، خو دوی یې نن په سبا ځنډوي. سرعت یې ډېر کم دی. زه د دوی په مرکزي دفتر کې ناست وم، هلته مې تري جي چک کړه تر 30kb یې سرعت نه ډېرېده. زما ملګري په دې اړه مخابراتو وزارت ته هم تللي، خو کومه نتیجه یې نده ورکړې.))
د اینټرنیټ عامولو لپاره د 3G خدمتونه اوس هغه اسانتیا ګڼل کېږي، چې نه یوازې د مرکز ځوانان یې کاروي، په دې وروستیو کې دغه خدمات ولایتونو ته هم غزېدلي دي. په ننګرهار کې ازاد خبریال غلام رباني ځیرک وایي:(( په عمومي ډول ډېر لږ خلک د کورنیو او بهرنیو اړیکو له بېو خوښ دي، نور پاتې خلک د بېو له لوړوالي او بې کیفیتۍ شکایت لري. څه باندې یوه میاشت کېږي، چې د 3G خدمتونه ننګرهار ته هم رارسېدلي. ګڼ ځوانان هڅه کوي له دغو خدمتونو ګټه واخلي، خو تر کارونو وروسته یې ډېر خلک دا د پیسو ټولولو یوه نوې لاره بولي.))
سایر ځلاند وایي:(( د مخابراتي شرکتونو خدمات معیاري کیفیت نه لري، هغومره چې دوی یې اعلانونه کوي خدمات نه وړاندې کېږي. دوی وایي، د مخابراتو یوه دقیقه په یوه افغانۍ خو کله چې اړیکي نیسې پیسې زیاتې ګرځوي.))
مخابرتي شرکتونه هروخت د رسنیو له لارې د ټیټو بېو اعلانونه خپروي. په اعلانونو کې یوه دقیقه په 0.99 افغانۍ اعلانېږي، خو تر اړیکو نیولو وروسته پوره یوه افغانۍ ګرځوي. د معلوماتو له مخې دا مهال د هېواد ۶۵ سلنه خلک موبایل کاروي، که مخابرتي شرکتونه له دغې لارې د ورځې یوه افغانۍ له یو کس زیاته وګرځوي د ورځې له ۲ میلیون زیاتې افغانۍ ټولوي.
د ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون غړی غلام فاروق مجروح محور ته وویل:(( د مخابراتي شرکتونو د قیمتونو او بې کیفیته خدماتو په اړه موږ ته هم شکایتونه رارسېدلي. تېره اوونۍ د کمیسیون په غونډه کې مو په دې اړه د 3G خدماتو وړاندې کوونکې کمپنۍ، د مخابراتو وزارت استازی او د اترا ادارې یو غړی د کمیسیون غونډې ته رابللي و، هغوی موږ ته وعده راکړې چې سل په سلو کې به دغه ستونزې په پام کې نیسي. اینټرنیټي خدمات د لوړو قیمتونو سره د غیر اخلاقي سایټونو ستونزه هم لري چې موږ دغه ستونزه ورته وړاندې کړې.))
له دې سربېره د کابل د څلورمې او پېنځمې حوزې اوسېدونکي شکایت لري، چې انسټا ټیلیکام یې اینټرنیټ قطعه کوي او په ساعتونو ساعتونو نه وي، سره له دې چې د پوره میاشتې فیس هم تحویلوي. خو ښاغلی مجروح وایي، تراوسه په دې اړه چا د دوی کمیسیون ته شکایت ندی کړی او که رسمي شکایت دوی ته ورسېږي، اقدام به وکړي.
د یادو ستونزو په اړه مو د مخابراتو وزارت تخنیکي مرستیال انجینر بریالي حسام سره چې خصوصي شرکتونو ته د 3G د قراداد ورکولو مسول دی هم خبرې وکړې، خو هغه له نظر ورکولو ډډه وکړه.