وسله والود پكتيكاولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال په ډزو سره ووژاه

 نامعلومووسله والود پكتيكاولايت د پوهنې رياست تدريسي مرستيال په ډزو سره ووژاه، د سيمې خلك وايي چې نوموړى په غزني ولايت كې خپل كلي ته تللى و او تربريدلاندې هم هلته راغلى دى،  تراوسه چا د دې پېښې مسووليت پرغاړه نه دى اخيستى، او نه يې په تور څوك نيول شوي دي.
د پكتيكاولايت د پوهنې تدريسي مرستيال حبيب الله همت د چارشنبې په ورځ په ګاونډي ولايت غزني كې د نامعلومووسله والوتربريدلاندې راغلي او ځاى پرځاى وژل شوى دى،  د پكتيكاولايت امنيې قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ وايي چې نوموړى څو ورځې وړاندې د كورنۍ يوه غړي په  واده كې د ګډون لپاره په غزني ولايت كې خپلې سيمې اندړو ته تللى وو او وروسته ورپسې وسله كسان چې د ده په خبره طالبان، وو، ورغلي او نوموړى تدريسي مرستيال يې له واده نه په نامعلوم لوري بيولى دى، ده زياته كړه چې څو ورځې بي دركه وو خو نن يې په كوم په ګوښه ځاى كې په ډزوسره وژلى دى، كه څه هم قوماندان يې مسووليت مخامخ وسله والوطالبانوته متوجه كړخو ياده دې وچې تراوسه وسله والوطالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.
دياده ولوده چې څومياشتې وړاندې د پكتيكاولايت د پوهنې رياست په يوه پلاوي باندې د لارې په اوږدو كې هغه مهال بمي او وسله وال بريدشوى وو چې ارګون ولسوالۍته د ښوونځيود ليدوپه موخه تللى وو، په هغه بريدكې د پوهنې رياست د څلور مديران او يوساتونكى وژل شوي وو د رييس په ګډون يې درې تنه نور ټپيان وو.