جنرال پيترېيس، د داستانونو اتل


کله چې جنرال پېترېيس له 1995-1997 د 82 هوايي فرقې د لمړي غنډ، د پراشوټ د کنډک سربولن (قومندان) وو، د جګړه ييزو تکتيکونو په برخه کې خورا ډېر مشغول او پرسونل يې روزل . د ده کړنلارې او تکتيکونه دومره پرمختللي،پېچلي، زړه راکښوونکي او د بريا لپاره ډاډمنونکي ول چې ان يوه داستان ليکونکي، ټام کلېنسي، د ده د درسي موادو ځېنې برخې په خپل يوه داستان ، \"هوايي ځواک\" کې ثبت کړل . نه يوازې ټام کلېنسي چې په جنګي داستانونو کې يې ښه تجربه درلوده، بلکې په خپله د اردو نور پرسونل هم د جنرال پېترېيس له درسونو څخه ډېر اغېزمن شوي ول او ده ته يې د يوه ويښيار، ځيرک او اتل سرتېر په سترګو کتل . خو د نووېمبر په نهمه چې کله ده په خپله په زنا اعتراف وکړ، داسې ښکاره شوه چې جنرال پېترېيس يوازې او يوازې د ټام کلېنسي او د ګلېن ميډ د داستان اتل وو او بس  .
 
د جنرال پېترېيس  مېړانه تر ټولو ښه ترا د ده په 57 مډالونو، نشانونو او ستاينليکنونو سره زبادېدلای شي چې ځينې هغوی يې له اروپايي ملکونو، او استراليا څخه هم دي . دده څېره او ريښتينی شهامت کېدای شي چې د ده له ټولو مډالونو څخه په يوه مډال ښه ترا څرګنده شي ده ته د \"بشري يا انساني خدمتونو\" پر بنسټ ورکول شوی دی . خو د خدمت پر ځای جنرال پېترېيس په هلمند کې داسې انساني ناورين رامنځته کړ چې ساری نه لري  . د هلمند ډېر کلي په ټوليزه توګه يوازې او يوازې د جنرال پېترېيس  په امر او ستراتېژۍ سره داسې بمبار شول چې بل هېڅ ولايت به دومره سرزيان  او مال زيان نه وي ليدلی .  په دغو کليو کې ډېر خلک ملکيان ول، يو څو هرګوره داسې اتل ول چې د انګرېز او امريکا ملا يې ورماته کړې وه . نو ځکه جنرال پېترېيس بله لاره نه درلوده، پرته له دې چې ټول خلک بمبار کړي، ويې وژني، کورونه يې وسېځي، کنډواله يې کړي،خو د ځان لپاره دا وياړ وګټي چې ده خو د هملند مقاومت مات کړ . بيا هم بريالی نه شو! د ده پاتې مډالونه هم يوه داسې ريښه لري .
 
په ټوليزه توګه د امريکا رسنيو ته هر امريکايی د نړۍ ستر اتل دی، هغه که جنرال وي که د نيويارک يا شيکاګو د کوڅو غل . جنرال دېوېد پېترېيس د امريکا رسنيو هر ګوره د جګړې د اتل په توګه ستايي . همداسې ډير د کانګرس غړي دی د يوه وطنپال،  با دسېپلين، وفادار، ژمن او غښتلي شخصيت په صفتونو سره لمانځي . يوه ليکوال (زما يې نوم هېر شو) په خپل کتاب کې ليکلي دي چې \"که څوک د جنرال پېترېيس وړتياوو ته په کمه سترګه وګوري، نو دا به د دوی ډېره ستره بې عقلي وي.\" د امريکا په نظامي او  سياسي کړيو کې ويل کېږي چې د ويتنام د جګړې د وخت جنرال وېليم وېستمورلند څخه وروسته جنرال پېترېيس لمړی کس دی چي په خپله نظامي، سياسي او دېپلوماتيکه پوهه سره نه يوازې د پنټاګون او سې آی اې، بلکې ان د سپينې ماڼۍ سياسي ليد لوري ته بدلون ورکوي . د امريکا د جمهوري رياست د ټاکنو تر مخ بارک اوبامه ډارېده چې کېدای شي جنرال پېترېيس د مېټ رامني پلوي وکړي او رامني به ټاکنې وګټي .
حقيقت هر ګوره داسې څرګنده کړه چې دا يوازې انګازې وې، نکلونه دي او ليکلې خبرې دي چې د جرمنانو په وينا سره، \"ويې لوله، وخانده او هېر يې کړه\" څخه بل هېڅ شی نه ترې جوړېږي . نه جنرال پېترېيس خپل ملاتړ له رامني څخه څرګند کړ او نه يې هم دومره وړتيا درلوده چې داسې يو څه دې وکړای شي . نه وېستمورلند چندان جنرال وو او نه هم پېترېيس د کار سړی وخوت.
 
جنرال پېترېيس يوازينی جنرال نه دی چې د امريکا سياسي او نظامي کړۍ او رسنۍ يې ستايي، بلکې جنرال مک کرېستل هم ددوی ستر اتل وو . د ده په اړوند په نيويارک ټايمز کې مقاله وه چې جنرال مک کرېستل د ورځې 18 کيلومتره منډې وهي، نو دی چې د افغانستان جګړه ونه ګټي،هېڅوک يې نه شي ګټلای . په پای کې جنرال مک کرېستل داسې په ګونډو شو لکه د ده نيکه ډاکتر برايډن، داسې وځپل شو لکه د ده روسي غليمان، داسې وتښتېد لکه د ده ځينې اروپايي ملګري، اوبامه يې هم توهين کړ او نورې سياسي کړۍ يې هم وښکنځلې . کله چې جنرال پېترېيس د افغانستان جګړې ته اوږه ورکړه، ټولو رسنيو دی اتل ونوموه او ډېرو مبصرينو وليکل چې دی ډېر پوه دی او موږ ورته احترام لرو .
جنرال پېترېيس په ريښتيا هم ډېرې زده کړه کړې ده :
·        ده د West Point نظامي اکادمي په ډېره لوړه درجه پای ته رسولې ده .
·        کله چې د امريکا د اردو د قوماندې او لوی درستيز له کالج څخه بريالی شو، د جورج   سي مارشال جايزه يې وګټله چې په اردو کې ډېره ستره جايزه ده .
·        خپله دوکتورا يې د نړيوالو اړيکو په برخه کې د Princeton University)) پرېنستون پوهنتون څخه اخېستې ده.
·        د امريکا په نظامي اکادمي کې يې د مرستيال پروفيسور په توګه له 1985-1987 پورې درس ورکړی دی .
·        ده په اردو کې په ډېرو برخو کې کار کړی دی چې يادول به يې ليکنه ډېره اوږده کړي .
 
د جنرال پېترېيس د دوکتورا سکالو (موضوع) د \"امريکا نظامي قوتونه او د ويتنام درسونه\" وه . داسې ښکاريږي چې دی په ريښتيا پر همدې موضوع ګرد سره نه دې پوه شوی . سربېره پر دې چې د ويتنام پر جګړه يې دوکتورا هم ليکلې ده، د عراق جګړه يې وبايلله او په افغانستان کې داسې سر ټيټی شو چې ځان يې ان د پاوله براډول په پرتوږ کې د مقاومت له څپو څخه ساته .
 
ځينې سياسيتوال او مبصرين په دې اند دي چې ګواکي جنرال پېترېيس د عراق جګړه وګټله، خو د الجزيره په تېلويزيون کې په خپله د سي آی اې او دفاع وزارت کارمنو ومنله چې جنرال پېترېيس د خپلې ناپوهۍ له امله سنيان تباه کړل او د بغداد ښار يې په بشپړه توګه شيعه ګانو ته ور وسپاره  . دا هغه څه ول چې ايران به په ډېر ستر لګښت سره هم لاسته نه وای راوړي . کومو سنيانو چې د القاعدې په ضد جګړه پيل کړه او له امريکا څخه يې مرسته وغوښته، هغه هم د جنرال پېترېيس نوښت نه وو، بلکې لمړی په خپله د سنيانو پاڅون وو چې وروسته د جنرال کېسې ( هغه وخت په عراق کې د امريکايي قوتونو سربولن) ورته پام شو او له دوی سره يې لمړی روغه او وروسته مرسته وکړه .
 
دا چې جنرال پېترېيس ته د عراق د جګړې مشري ور پر غاړه شوه او ده دغه پېټي ته غاړه کېښوه، د ده د پوهاوي پر بنسټ نه، بلکې د يوه اپورچونيست کس د ځانغاړيتوب (خودخواهۍ) نښه وه . هغه وخت چې په عراق کې د امريکا ماتې هرو مرو شوه، جورج بوش، ديک چيني او رامزفېلد وغوښتل چې عراق ته نور سرتېري ولېږي چې بيا ټاکنې وګټي او د امريکا اردو ته يوه خټينه پوزه کېږدي . دغه الواک (نظر) لمړی جنرال ابي زيد رد کړ . هغه له دندې کوښه شو . بيا جنرال کېسي وټاکل شو او د سرتېرو د ډېرښت وړانديز ورته وشو، هغه هم رد کړ .  ځکه چې دوی دواړه پوهېدل چې په عراق کې نظامي حل نشته . نو ځکه جنرال پېترېيس وټاکل شو او هغه دا وړانديز ومنه . په ډېره بې رحمۍ سره يې د عراق په سني مذهبه برخو کې جګړه پراخه کړه، ډېر امريکايي عسکر يې له لاسه ورکړل،  القاعدې هم انسانيت ته شا کړه او هم اسلام ته، په هر ځای کې يې ظلمونه پيل کړل . همدا وو چې د جنرال پېترېيس  ستوری وځليد، خو ګټې يې ډېر لنډ مهالې او د ټوليزې ستراتېژۍ ضد وې .
 
ګلين ميډ، يوه آيرلنډي داستان ليکونکي په خپل يوه داستان Snow Wolf کې ليکلي دي چې کله سرتېري جګړې ته ځي، نو دوی له خپلو مېرمنو سره ډير کورواله کوي، ځکه چې په دې سره دوی خپل ډار او وېره له ځان څخه لرې کوي . ما يې په لوست وخندل، خو دا خبره ريښتيا ده . روانپوهان او عصبي ډاکتران يې مني او وايي چې کورواله د سړي مغز له ډېرو اندېښنو څخه سپکوي او سړي ته يو څه تسلې او روحي کراري ورکوي .
 
له پاوله براډول سره جنرال پېتريس جنسي اړيکي په افغانستان کې په 2011 کال کې ټينګې کړې . پاوله براډول د جنرال پېترېېس په بيوګرافي يا ژوندليک لګيا وه . خپل کتاب ته يې د All In نوم ورکړی دی . خلک چې هر څه مانا ترې اخلي، خو که يې په پښتو وژباړو، د \"ټول ننووت يا ټول د ننه\"، مانا ترې اخېستل کېږي . دا چې خپل کتاب ته يې دغه نوم ولې، څنګه او په څنګه حالت کې خوښ کړ، کېدای شي چې له جنسي اړيکو څخه يې ښه ترا قضاوت وشي .



د جنرال پېترېيس سکسي اړيکو دا زباد کړه چې يو ډارن کس دی او مغز يې ګرد سره ثبات نه لري . دی په افغانستان کې چې د جګړې هره  تيوري د کړن او پليتابه ضد ګرځي، داسې ډارېده چې د يو څه تسلې او روحي کرارۍ لپاره يې خپل سر د پاوله براډول زنګنونو (ورنونو) ته ورکښته کړ . بيا هم داستاني اتل شو.
 
سربېره په ډېرو زده کړو، ليک او لوست، تمرين او روزلو سره، د څلورو ستورو جنرال دېوېد پېترېيس په ريښتيني ژوند کې يو بې غوره کس وخوت چې ان د خپلې مور،  ميريم سويټ هاول په کتابتون کې يې د افغانستان په اړه کوم کتاب نه دی کتلای .