غزل

 شمعه ګوره چی ښکلا په اور کی سوزی
لمرته ګوره چی رڼا په اور کی سوزی
 
دمذهب په دستور وسوزی ایری شی
هندو ګوره چی اروا په اور کی سوزی
 
خو ګناه دا اوس فرهنګ کی مرتبه ده
زاهد ګوره چی تقوا په اور کی سوزی
 
ابادی او شتمنی زموږه وژنی
خوږ وطن به زما او ستا په اور کی سوزی
 
دا موږ د اوښکو بل د وینو اور دی
توری سترګی می ژړا په اور کی سوزی
 
هیڅوګ ورته کاږه کتلی نشی
دا یو سردی چی دنیا په اور کی سوزی
 
څوګ د نه وینی د تاج اوتخت خوبونه
فطرت ګوره چی باچا په اور کی سوزی
 
نور امینه اوردی پوری بتان مات شول
اغیار ګوره چی بودا په اور کی سوزی
 
 
  شوراب   ۱۳۹۱/۶/۱۶