
حــالاتــو یــم مــات کـــړی د جــنــګ او جــګـــړی نــه یــم
د مــور غــیــږی مــاشــوم یـــم د غــم او غــوصــی نـه یــم
څـــلــی یــم لــرغــونــی د تــاریــخ پـــه کــنــډوالـــه کــــی
بــت یـــمـه د خـــټـــو د کـــــفــن او پـــــردی نـــــــه یـــــم
زمـــا پــه ویــنــو تـــوری شـونـډی بـرګـی د رقـیـب شـوی
یـــم غــړپ د تــورو ویــنـو د پــیـــک او پـیـالـی نــه یـــــم
مــاشــوم یـــــم د خــاپـــوړو مـور تــړلــی پـــــه روڼــــــی
زه یــمــه د ســوزنــی د ځـــنــځــیــر زولـــنـی نـــــه یـــــم
د ګــــل تــر ســیـوری لانـــدی د پـــرخـــی مـاشـوم پـاتـــی
زه ســــوی پـــه لـــمــبــو د ګـــلـــونـــو وږمـــی نـــه یـــــم
امــیـنـه اغـــیــار وایــی لــــوګــی لاړی لــمـــبـــه شـــــوی
زه اور د نـــغــــری یــــم لاســــــوی ایــــــری نــــه یــــــم
1391/ ثور/ 20