
وسیم سجاد، کابل
خلک وايي چی له ۲۰۱۴ز څخه وروسته، په افغانستان باندی لویی سونامی را روانی دي. د امریکایانو لخوا به دغه جوړ شوی جنت بیا په جهنم بدل شي! د کابل اوسني جوړ سرکونه به بیا په کندو بدل شي؛ په دشت برچی کی به د ملی بس خدمات قطع شي؛ بګرامی باندی به د برق خدمات قطع شي؛ دولتي پوهنتون به بیا داسی نه وي لکه اوس چی له دوو لکو ۴۳زره نیسي! اوسنی امنیتي وضعیت به بیخي له منځه لاړ شي او اوسني غله، پاټکیان به بیرته خپلی اصلي څيری چی اوس یی په نیکتایو، او ...کی پټی کړیدي، ښکاره شي! پروژی به لکه چی اوس ورکی دي، بیخي صفر ته تقرب وکړي! ما د خپل کار د دوام لپاره په دریو لویو پروژو سر له اوس غور کړی چی ځانګړتیاوی یی ستاسو په مخ کی هم ږدم!
لومړی: غواړم چی د جومات مشر شم!
دویم: غواړم چی برقي شم!
دریم: غواړم د خپلی کوڅی کلانتر شم!
له دی دریو څخه به په یوی غور کوم خو که چیری بیا وخت ، فرصت او حوصله وه نو په دریواړو به قبضه کوم.
که د جومات مشر شم نو لاندی ګټی به می په نصیب شي:
زما د جومات د پوښښ په ساحه کی ۱۴۰ کورونه دي. له هر کور څخه به د ملا امام لپاره ۱۵۰ افغانی اخلم. چی په دی ډول سره به زما اکاونټ ته ۱۵۰*۱۴۰=۲۱،۰۰۰افغانی کیږي په میاشتني ډول سره راځي. داسی یو د جومات امام پیدا کوم چی په ۶،۰۰۰افغانی د یوی میاشتی لپاره راضي شي! نو ۲۱،۰۰۰-۶،۰۰۰=۱۵،۰۰۰افغانی! نو هغه وخت چی ګډوډي وي، اوسنی حکومت نه وي، نو ان شاالله د ارتزاقي توکو قیمتونه به هم دومره اوچت نه وي! مالونه به ارزان وي! کوم ټکس به هم را څخه نه اخیستل کیږي! هر شی به ارزان، ارزان وي! ځکه د ژوند ټوله کچه به یو ډول وي! ټول به غریبان، غریبان وي! دغه اوسني حرامیان به له بازاره وتلی وي! دوبی بیا خپلو پخوانیو بادارانو ته ستانه شوي وي. نو په ۱۵،۰۰۰افغانی سره ښه عیاشي کیږي!
که چیری کومه ستونزه پیښیدله، د جومات د کاه ګِل، اوبولو، د بجلی بِل، او نورو لګښتونو لپاره به هره جمعه ورځ له خلکو چندی ټولوم! خو تاکیداً به وایم چی چنده باید له ۲۰ افغانیو څخه ټیټه نه وي! په دی ډول سره به ۱۴۰*۲۰=۲،۸۰۰ افغانی کیږي. ۲،۸۰۰*۴=۱۱،۲۰۰افغانی نغداً!!! نو چی په قوم باندی د میاشتی ۱،۲۰۰افغانی ولګوم، نو ما ته به باقي پاتی ۱۰،۰۰۰افغانی وي! نو ۱۰،۰۰۰دغه اوسنی او ۱۵،۰۰۰افغانی هغه د ملا له معاش څخه نو ما ته به کُل مِلا کر ۲۵،۰۰۰افغانی جوړی شي!
دا چی وضعیت به د اوس په څیر ګډوډ او هره خوا به مارشال او قوماندان بازي وي نو بیا به ملا و ډار کړم چی یاره دغه قوم دی په دی تنخوا نشي ساتلی! ما ته له څو میاشتو ستاسو په اړه شکایتونه را رسیږي! خو ما هڅه کړی چی خلک ارام کړم، نو غواړم چی معاش دی ټيټ کړم. ستاسو معاش به له ۶،۰۰۰څخه ۴،۰۰۰افغانی شي! دیګر حق با شما است! خوښه مو چی پاتی کیږی او که ځی؟ زه مطمین یم چی ملا به تسلیم شي! نو له دی سره به ۲،۰۰۰نوره افغانی هم زما اکونټ ته اضافه شي! نو اوس به زما میاشتنی خالص عاید ۲۷،۰۰۰افغانی شي! د ملا د تشویق او د خپل راتلونکی عاید لپاره به ملا ته ووایم چی له هر ماشوم څخه چی دسبق لپاره درته راځي پنجشنبه یی ۵ افغانی اخله! دا چی له هر کوره په اوسط ډول دری ماشومان ونیسو نو ټول ټال ماشومان کیږي ۱۴۰*۳=۴۲۰! په میاشت کی څلور پنجشنبی نو ۴۲۰*۵*۴=۸،۴۰۰افغانی! په دی ډول سره به ملا صاب ته ووایم چی د ماشومانو فشار در باندی ډیر دی نو ددی لپاره چی دغه بار در څخه لږ کم کړم نو غواړم خپل مشر ځوی چی مخکی یی د معارف په کوم ښوونځي کی تدریس کاوه، ورسره ولګوم! نو له اول سره به ملا دی ته تیار وي چی ۴،۲۰۰ افغانی می ځوی ته ومني! ملا ته چی کومی ۴،۲۰۰ افغانی پاتی کیږي په هغی کی به ورسره خپل مشر ورور چی د اذان لپاره ښه غږ لري، د موذن او د جومات د خادم په توګه ولګوم چی په دی ترتیب سره به ملا صاب ۲،۰۰۰نوره افغانی هم له لاسه ورکړي چی په دی حساب سره به زمونږ د کور خالصه منافعه شي=۳۱،۲۰۰افغانی!
دریمه ستراتیژیک پلان چی می په ذهن کی دی هغه له دی دریواړو څخه هم ډیر لوړ عاید جوړولی شي هغه دا چی خلکو ته به یوه ولوله انګیزه وینا ترسره کړم! یوه جمعه شپه به په جومات کی د ختم او خیرات لوی پلان ونیسم. ملا صاب څخه به ځانګړی استفاده وکړم چی په اتفاق او ورورولی باندی خبری وکړي. د ملا صاب له جامع وینا څخه به دویم ویناوال زه وم! زه به د ملا صاب په خبرو د تصدیق ټاپه ولګوم! د خپلو خبرو په تسلسل کی به له خلکو وغواړم چی امنیت ښه نه دی! مړی، ژوندی لرو نو غوره به وي چی یو قامي، د اسلامي اخوت فنډ رامنځ ته کړو! ډیری پیسی نه داخله به له ۵۰۰افغانیو څخه د کور په سر واخلو او که چا زیاتی ورکولی نو اجر یی په الله(ج) دی=نیکي و پرسش! او میاشتنی چنده چی د ملا له معاش سره به یو ځای را ټولیږي ۵۰ افغانی به وي! چی په دی ترتیب سره به له داخلی ۵۰۰*۱۴۰=۷۰،۰۰۰افغانی! د لومړی میاشتی فنډ فیس=۱۴۰*۵۰=۷،۰۰۰افغانی! نو د کال په حساب به شي ۷،۰۰۰*۱۲=۸۴،۰۰۰ افغانی!
د فنډ څخه د مواظبت په موخه به یوه شورا رامنځ ته کړم چی په دوی به میاشتنی میلمستیاوی خورم! دغه سپین ږیري چی غوړه ډوډی په میاشت کی دوه او یا هم یو واری وخوري نو ان شاالله هیڅکله می په مخ کی بغاوت نشي کولای!
نو اوس پلان څه دی؟ پلان دا دی چی غواړم یوه مدرسه رامنځ ته کړم! دغه مدرسه به له نورو جوماتونو هم شاګردان مني! په لومړی داخلی کی چی ۲۰۰ شاګردان په ۱۰۰ افغانی میاشتني فیس او ۲۰۰افغانی داخلی ومنم نو لومړی عاید به ۶۰،۰۰۰به نغد اکونټ ته ټرانسفر شي! بیا نو صدقه جاریه همداسی ور حسابوی! تر هغی چی کوم بل انقلابي، دیموکراتیک او ملی حکومت راځي نو ما به په محلی کی لوی خدماتي کارونه ترسره کړی وي او په لوی شمیر کی خلک به می تر شا وي چی بیا نو که د ایدهي لقب می خپل نه کړ نو د حاجي چمن پنجشیری لقب به خو حتماً خپل کړای شم!
که کوم پښتون لیکوال ته می کوم کتاب چاپ کړ او یا می هم ورسره کومه مجلی کی مرسته وکړله نو ډیر زر به په ملي کچه کلتورپال، فرهنګ پال او د ادب مرستندوی او د بی وزلو لیکوالانو لاس نیوونکی وبلل شم چی په دی ډول سره به د دوی په وړاندیز، ډیر زر، د امیر کروړ ایوارډ ترلاسه کړم!
دا می د لومړی پروژی لپاره پروپوزل وو! تاسو ته می وړاندی کړ، هیله ده چی خوښ شوی مو وي!!!
په ټوله اسلامي مینه! سجاد لالا!!!
ډیر زر به دویم پروپوزل هم ستاسو په مخ کی کیږدم!!! با لالا سجاد باشید!!! خو ځه څه به یی ږدم، هغه هم همداسی فکر کړی! ټولی ځانګړتیاوی یی د همدی پروپوزل په څیر دي!!! څه به مو سر خوږوم!!!
leekwal@yahoo.com