
د یو شمیر رسنیو د منفی تبلیغاتو اثر په هرځای کې لیدل کیدای شی لا تر اوسه
بهرنیان وتلی ندي خو اثرات یی له ورایه ښکاری.
مونږ ته ښه په زړه دی چې دوه دری کاله وړاندی په کابل کې د کرایی
کورونو د کرایی نرخونه تراسمانه پورته شوی وه.
اود کورونو او ځمکو بیی خو بیخی له عقله هم لوړی وی دا ټول د بهرنیانو
د شتون له امله وه خو اوس چې د بهرنیانو د وتلو آوازي ګرمی شوی نو د کورونو
کرایی او قیمتونه هم یوه اندازه را ولیدلی.
ډيرښه راته په یاد دی په دوه زره نهم کال کې خپل دفتر راته ماموریت راکړ چې د یوی پروژی لپاره یومناسب کور پیدا کړم او قرار داد ورسره وکړو هماغه وه په ګرځیدلو مو شروع وکړه او هره ورځ به سهار په شهرنو، وزیراکبرخان، شیرپوراو شا و خوا سیمو کې ګرځیدلو او پوښتنه به مو کوله هم په کوڅه کې اوهم دمعاملاتو د لارښونی د دوکانونو څخه.
خو په منځنی ډول کرایی په دغه ځایونو کې د یوه مناسب کور چې د ۸ تر ۱۰ پوری خوني به یی لرلی شاو خوا لس زره امریکایی ډالر وه او ۶ میاشتی کرایه به یی د وړاندی غوښتله خو اوس هم کله کله هم په یادو سیمو تیریږو چې هر دوه کوره وړاندی لاړشی په لته یا تخته یی چې ددروازی په سر را زړولی وی لیکلی وی ( خانه برای کرایی) او د دی لپاره چې بهرنی وګړی هم پری پوه شی په اینګلیسی هم لیګلی وی (House for Rent).
دارښتیا ده چې هیڅوک دقیقه وړاند وینه نشی کولای چې د ۲۰۱۴ کال ورسته به دلته څه پیښږی ؟ خو دا هرچاته معلومه ده چې زمونږ د افغانانو اقتصاد څومره ضعیفه اوپه بهرنیانو پسی تړلی دی.
یواځی دتیر کال په موده کې شتمنو افغانانو او د دولت لوړپوړو چارواکو د ۶۷ میلیارده ډالرو په ارزښت په دوبی کې کورونه او جایدادونه اخیستی دي چې د افغانستان اقتصاد ته یوه قوی ضربه ده.
میاشت وړاندی د معاملاتو د لارښونی د دفتر یوه مسول راته وویل چې د تایمنی په سیمه کې یوه تن په دی هیله چې ګټه به وکړی لس بیسوی ځمکه چې هره بیسوه یی په یولک او اوه زره ډالر را ونیوله خو اوس یی ځمکه یواځی بیسوه په شپیته زره ډالر خرڅیدای شی او سم نیم یی پکی تاوان وکړ.
ددی نه زمونږ ټول اقتصادی وضعیت ډیر ښه معلومیږی چې څومره په نورو متکی او محتاج یو.
په دی اړه تر ټولو ډیر دولت ګرم دی ځکه د افغانستان حالاتو دا نه اجابوله چې د جګړی سمدستی ورسته د امریکایانو له راتګ سره سم د آزاد بازار یا اقتصادی سیستم پلی شی.
که آزاد بازار کومی ښیګڼی لری نو هغه به خپل ځای کې لری خو دافغانستان وضعیت لا د آزاد بازار لپاره ندی تیار دلته لا هم ډیر کارونه دي چې باید ترسره شی.
دخلکو بیکاری ډیره لویه ستونزه ده ، ددولت لخوا خلکوته اساسی خدمات ندي وړاندی شوی او بنیادی کارونه او بنیادی تاسیسات لا هم ندی جوړ شوی چې د خلکو پر ژوند مثبت اثر وکړی.
همدا لامل دی چې که چیرته څو ورځی بهرنیان وی نو یو تعداد محدود خلک به تری ګټه پورته کوی او که بهرنیان لاړل نو ټول به په یوه نامعلوم حالت کې مخته ځو.
د یوه ودان او په خپل ځان متکی افغانستان په هیله
زرغون صافی – کابل