مونږ په تنظیمی او سیاسی پوهنتون کې نه بلکی علمی پوهنتون کې زده کړي غواړو!

 د چا په نوم څلی جوړول یا د ودانیواو هوایی ډګرونه نومول دخلکو په منځ کې دهغه محبوبیت نه زیاتوی.
مونږافغانانو کې دا رواج دی چې مړشی ډیر یی نازو او قدر یی کوو خو چې په ژوندکې چا نیک عمل نه وی کړی او د دنیا توښه یی اخرت ته نه وی وړی نوپس له مرګه دا لمانځنی او غونډی جوړول او د دولتی او ټول ګټو او عامه ځایونو نومونه ورکول نه کومه ګټه لری نه کوم ثواب او نه هم حقوق العباد معاف کولای شی.
که چیرته ربانی د روسانو پر وړاندی جهاد کړی نومولوی محمد نبی او مولوی خالص هم کړی.
که ربانی د یوه تنظیم مشر وه نو نومولوی محمد نبی، مولوی خالص، جلال الدین حقانی اوګلبدین حکمتیار او نور جهادی رهبران هم د تنظیمونومشران وه.
ولی د ډاکتر نجیب الله په نوم پوهنتونونه او هوایی ډګرونه نه نومول کیږی چې د دوي څخه ډیر وطن ته ژمن او متعهد وه او حتی د خپلی وطندوستی له امله د وطن د دوښمنانولخواپه همدی جرم ووژل شو.
ولی د حاجی عبدالقدیر په نوم پوهنتونونه او هوایی ډګرونه نه نومول کیږی؟
ولی د نورو زرګونوشهیدانو په نوم یوځای نه نومول کیږی؟
ځواب روښانه دی چې دلته اوس د نظار شورا او جمعیت ګوند په حاکم ټیم کې پراخ نفوذ لری او د وخت نه په هره پیمانه اوډیره بی شرمی سره ګټه پورته کوي او دا تپل شوی نومونه او نومول به هیڅکله هم افغانان ونه منی. که مونږ داسی نومول او نوم ایښودنه ومنو نو لری نده چې ټولی دولتی اداری ښوونیز مرکزونه او موسسی به مو په ډلوټپلو تقسیم او په خپل لاس قومی او تنظیمی اور ته پطرول وراچول دي.
تاسو ته په یاد چې همدغه جنګسالاران ، پاټکیان ، قوماندانان ، جهادی مشران وه چې د قدرت طلبی په اور کې زمونږ هیواد په نویمه لسیزه کې وسوزوه او ځانونه یی میلونران کړه.
تیره ورځ می یوه لیکنه ولیدله چې د ربانی لور فاطمه ربانی لیکلی وه.
دی ډیره هڅه کړی چې د خپل پلار مثبت پاینټونه بیان کړی خو دلته په کور دننه افغانان د هغی څخه ډیر پوهیږی. که په حقیقت کې ربانی په دی عقیده وی چې دلته باید آرامی او سوکالی راشی ده به هیڅکله خپل اولادونه او کورنی د هیواده بهرنه میشت کول لکه دا اغلی چې خپله کیسه کوی چې په دوبی کې اوسی.
ده خپل اولادونه له هیواده بهر میشت کړی وه اوسرمایه ګزاری یی هم په بهر کې کوله ځکه دده په عقیده چې دلته سوله او ارامی نه راځی ، یواځی باید په افغانستان کې پیسی وګټل شی او بهرته ولیږدول او دکورنیوسره هلته په بهر کې مزی او چړچی وشی.
دربانی سوداګری په دوبی او ترکیه کې وه خو خپله په افغانستان کې وه او مونږ باید د یو چا عمل ته وګورو نه د هغه تشریفاتی ویناووته چې په غونډو کې یی کوی.
یوڅوک چې خپله سرمایه او اولادونه له یوه هیواده د باندی ساتی آیا دغه هیواد به دهغه خوښ وی؟
ربانی همغه کس دی چې روسانو ته د افغانستان د جنګ تاوان یا غرامت چې باید روسانو افغانانوته میلیاردونه دالر ورکړی وی وروباښه چې دا د حقوقی لحاظ نه خیانت شمیرل کیږی ځکه ده حقوق العباد بدون د اذن د اصلی متضررڅخه تیری کونکی ته وربښلی.
دی باید نړیوالی محمکی ته کش شوی او د هغه چا پوښتنه ورنه شوی وی چې په دغه جنګ کی ضرر لیدلیوه.
او همدارنګه هغه خلک چې دده په دوره کی مړه ، معیوب او مهاجر شوه په ده یی عریضه کړی وی.
اوس د کابل حکومت سرچپه د مکافات او مجازات مقوله کاروی جنګی مجرمینو ته نور هم رشد ورکوی.
 
پوهنتون
پوهنتون هغه سپڅلی او غیر سیاسی ځای دی چې باید د تل لپاره بی طرفه پاتی شی.
تنظیمی اوحزبی نومونه پری ونه تپل شی د سیاسی لوبو او ګیمونو او ګوندبازی ښکار نشی دا ټولو لپاره د سپیڅلی ځای حیثیت لری. د مور غیږی نه واخله بیا په جومات کې د ملاصاحب نه د الفبا سیپاره ویل او بیا ښونځی او پوهنتون هغه سپیڅلی ځایونه دي چې افغانان  ورته په ډیره درنه سترګه ګوری حتی د روحانیت شکل ورکوی ، سیاسی تنظیمونه او ډلي نباید د هغوی په احساساتو ملنډی ووهی.
دکابل د تعلیم او تربیی پوهنتون به هیڅکله په بل نوم یاد نشی او مونږ دلته د ټوپکمارو او جنګسالارانو نومونه نه منو او نه یی زغملای شو.
ددولت نه مو غوښتنه داده چې مصلحتونه دی د وزارتونو نه پوهنتونوته نه رالیږی دغه ساری بیماری دی مداوا کړی او محصیلونوته د غیر سیاسی ماحول او چاپیریال کې د باکیفیته زده کړو زمینه برابره کړی.
 
په درناوی     
 
زرغون صافی – کابل
zarghontagab@yahoo.com