
روهي پاڼه ګورم، لولم یی، زه هم ورسره ټک پوک مرسته کوم؛ ځینی خبرونه یی زما له پامه جالب دي چی له تاسو سره به یی هم شریک کړم:
1. وال سټریټ ژورنال: تاجکستان د افغانانو لپاره د فحاشی په اډی بدل شویدی
که دا خبره ما لیکلی وای او نومونه می هم اخیستي وای چی هغه حزبي، دغه دیموکرات او هغه ژورنالیست او دغه جمعیتی ځي نو روهی والا خفه کیدل هم او زما لیکنو باندی یی د خپلی امنیت شورا لخوا بندیز هم لګاوه. اوس چی وال سټریټ لیکلی ټول خوښ دي خو دی ...ت ته نه ګوري چی یاره مونږ ولی د خپل کور خبر پخپله راپور نشو کړلی. که زمونږ رسنی ځانونه واقعا مسلکي بولي نو په یو او دوه وکیلانو، معینانو او وزیرانو پسی به یی خو څو ځري اچولي وو چی په تاجکستان کی یی له چا سره ولیدل، څه یی وکړل او... خو اوس ټول اتن کوي چی وال سټریټ ویلي—شرمیدلو!!!
زما یو انډیوال وو، مونږ به پوهنتون کی چرګه ورته ویل. عجیب ګپ شپي وو! یوه ورځ په لاره تیریده، نورو هلکانو پری غږ کړ چی چرګی په مونږ دی سلام وانه چوه، ده چی کله مخ را واړوه نو را ستون شو. ټولو ته یی لاس ورکړ او چشمی یی لاندی باندی کړلی! په پوښتونکي نظر یی ټولو ته وکتل چی چا وویل چی ما سلام وا نه چوه؟ مونږ ورته خپل تور انډیوال چی د پوهنتون د رییس اوښی هم وو او په نورو کی په عقل لږ پوره!!! وو ور وښود. چرګی په ډیر کمال سره ورته وویل چی سلام خو زمونږ په کلي کی دوکاندار دی هغه به می څنګه په تا اچوه!
چرګی ډیر کمالات درلودل. اوس چی له ۳۵ یی عمر ډیر دی، ځان شاعر هم بولي خو تر اوسه یو شعر لري. ما یو ځل افغان ادبی بهیر—یاران ته هم له ځان سره بولی و. هلته یی هم یو شعر ویلی و. شپون صاب، او ځینو نورو ورته لاسونه هم پړقولي وو.
چی ورسره ناست وی نو، ټوقو ته یی خوله نه شی ټولولی. ده یو ځل د کمال خبره وکړله. ده راته وویل چی سجادیه، دغه خلک می سخت احمق کړي، ما وویل څنګه چرګی؟
ده وویل چی کله پوی شم چی خلک می خبره نه مني نو بیا وایم چی شکسپیر وایي، ناپلیون بوناپارټ داسی ویلي وو؛ هټلر په خپلی اټو بیوګرافي کی لیکلي، نو له دی سره، خلک می هم خبری ته توجه کوي او هم سرونه خوځوي!
په دی غریبو ملکونو کی چی معلومات کم، علمیت ټيټ نو دا ډول کیسی ډیری دي.
پاکستان شریف کی، چیرته چی کم اصل شی وي؛ بی کاره شی وي؛ په هغه بیا د میډ این لندن، میډ این جاپان او میډ این فرانس ټاپه لګیدلی وي. ټول جعلیات د خارجیانو په نوم تیره وي. خو زمونږ ولسمشر صاحب وایي چی جعل افغانستان کی بیخي شته نه! دا څه چی دي هغه همدی خارجیانو له ځان سره رواړی!
نو نظر به قضیه ما فوق، نتیجه این ګرفته میشود، چی پس له دی چی کوم مهم خبر ما ته رسیږي نو زه به یی هم د فارین پالیسي، الجزیری، سلیټ، ګارډین تحلیل بولم؛ څو چی خلک خبریږي چی زما خبره وه ، دروغ می ویلي وو نو هغه به داسی وخت وي چی پوهنتون کی به زما په سبک، زما د لیکلو په انداز، زما په معلوماتو محصلین تیزس لیکی—آآآآآآآآ بِرار!!!
2. دویم خبر: ایټالیا
زه حیران شوم. نن غرمه می تور استاد ته چی مولانا یی پيژني، همدا خبره کوله. په ډیر شد و مد سره می دا خبره تکرار کړله. په ۲۰۰۹ز کی زلزله شوی، ساینس پوهان چی په سیمیزه کچه نوم او شهرت لري، یی محکمی ته کش کړي او د ۶ کلونو اشد مجازات سزا یی ورته اورولی ده.د دوی جرم دا دی چی له زلزلی خبر وو چی کیدونکی ده، خو خپلو معلوماتو ته یی په سپکه سترګه کتلي او دغه معلومات یی له خلکو سره نه دي شریک کړي چی بیا لویه مرګ ژوبله رامنځ ته شوی او ۳۰۹ کسان د زلزلی خوراک شویدي.
دی خبر ټوله اروپا ولړزوله؛ یو ساینس پوه خو حتی وویل چی د محکمی دغه پریکړه بیخي ناڅاپي او له تصور څخه لری وه. مونږ فکر هم نه کاوه چی په ۶ کاله بند به محکومیږو.
مطلب دا چی له معلوماتو سره لوبی کیدل جرم دي! دلته په چورستان کی به دا څومره د منلو او پلي کولو وړ وي؟
دلته دوستم اغا طالبان په کانتینرونو کی کباب کړل خو ولسمشر د ملی مشارکت د ملی فارمولی له مخی نه یوازی دا چی د جهادي رهبر حیثیت یی ورکړ بلکی په فوځ کی یی هم لویه چوکی ور په برخه کړله—هغه هم له تشکیلاتو د باندی!!! زمونږ مشران یی تشریفاتي چوکی بولي خو هغه ورڅخه له رسمي هغی هم ډیره استفاده کوي—مشران ما چقدر کوتاه فکر هستند؟!!!
که له معلوماتو او کلیمو سره د لوبو خبره قانوني شي، فکر نه کوم چی شاعران دی بیا په افغانستان کی دومره بی خرته شعرونه ووایي. دوی خو ټوله دنیا خپلی توری (لیلا) ته ډالی کړی وي.
که له معلوماتو سره لوبی قانونی شي نو د ننګرهار پوهنتون یو استاد چی د بل چا کتاب یی پخپل نوم چاپ کړی وو اوس باید نو زندان ته لاړ شي او له خپلو ټولو امتیازاتو لاس په کار شي—نوم یی نه اخلم، دا مجهول دی پخپله یی پیدا کړی!!!
3. داوود شاه صباح: پنځوس کاله یی تیر شوي نه وي
داوود شاه صباح د دیموکراتانو له نسله دی! د نورو دیموکراتانو ټول رزایل چی نور ورته فضایل وايي په ده کی هم شتِه!
خبر دی چی هرات باستان کی ۲۱۷ سړکان دي چی ۹۰ یی د جهادي مشرانو، د ملی قهرمان، ملی بچي، ملي ... په نوم نومول شویدي چی په دوی ټولو کی دوی څیری یی مشهوری دي: مسعود شهید(ملی قهرمان) او بل یی صادق شهید(ملی بچی—د اسماعیل خان ځوی!!!)
توره شپه وه، د هرات هوایي ډګر ته له هوټل په موټر کی کینستلم. موټر چی د هوایي ډګر په لوری عمومی سرک ته شو نو کوڅو ته می لیدل، چی په حساب می یی پیل وکړ: قهرمان ملی ۱۴، قهرمان ملی ۱۵، قهرمان ملی ۱۶، قهرمان ملی... بس سرکونه وو چی قهرمان ملي لوحه ورته دوه اړخیزه لګیدلی وه. د سرک دواړه غاړی—چپ لاس، ښي لاس، قهرمان ملي نومول شوی وی.
حیران وم؛ خو ما ویل چه کرده میتوانم؟ کابل ته چی راغلم، نو هیڅ لیکل می پری ونه کړل. ما ویل چی څه پری کوی؟ اوس چی داوود شاه صباح دا خبره مطرح کړیده نو قابل توصیف است!!!
داوود شاه صباح لایق کس دی؛ مکتبي دی، سم احدي صاب دی! پوهیږي خو کولای یی نشي! شاروال یی خبره نه مني! ولسوال یی خبره نه مني! خلکو سره په اړیکو جوړولو نه پوهیږي خو سړي په غاړی کی ټای اچولی وي او هره ورځ یی دومره ګوتی په ځان وهلی وي چی ته به حیران شی چی دده د میک اپ لګښتونه به څومره وي او څنګه به یی څوک ورکوي؟
دده عقل خو له همدی ځایه معلومیږي چی دی د دومره تلویزونونو، اخبارونو او اڼټرنیټي پاڼو سره له دی خبر نه دی چی کابل کی یی د یو مړي نوم یو کال وروسته، په یو لوی پوهنتون کیښود او ورڅخه دفاع یی هم وکړله!
والي جانه په دی ملک کی څه سم دي چی ته یی ایله د کوڅی د نوم غم خوری؟ چی وخت یی را شي، خپله به لری شي! خو زه پوهیږم چی له شاروال سره خپه شوی یی او اوس دی دغه دوسیه ورپسی را سپړلی ده! باز هم تقدیرت میکنیم!!!
4. ایساف: د افغانستان له حریمه دفاع نشو کولای، زمونږ سرو کار د افغانستان دننه له ترهګرو سره مقابله ده.
د قاضی صاب امین وقاد څخه پوښتنه وشوله چی د روسانو او ددغو بهرنیانو ترمنځ توپیر په څه کی دی؟ ځواب دا وو چی دوی له روسانو سره په دی کی توپیر لري چی هغوی په مونږ تیری کړی وو او دوی د ملګرو ملتونو په توافق راغلی دي ترڅو د بهرنیانو په مقابل کی له مونږ څخه دفاع وکړي، له نړیوالی ترهګری سره جګړه وکړي او بیا به له دی هیواد څخه وځي!!!
شه، اوس چی ایساف وايي چی د هیواد له حریمه دفاع نشي کولای، امریکایان وايي چی د پاکستان په مقابل کی له افغانستان څخه دفاع نشي کولای؛ دغه جګړه دی افغانستان پخپله وکړي نو ږیرو، څنګه د امریکا د راتګ مشروعیت تر پوښتنی لاندی نه دی؟؟؟
کور مو آباد! اوس چی ترهګري کور دننه دوه چنده شوی او تاسو په حالاتو هم قابو نه دی موندلی نو ستاسو رول خو نور نو پای ته رسیدلی؟
درنو دیموکراتانو! له دوی سره به اوس څه کوو؟!!! ان شاالله چی کال تیریږي نو مشران(امریکایان) به هم ووایي چی مونږ له افغانستان سره دایمي نشو پاتی کیدلی. مونږ خو ویل جوړ به یی کړو خو....
leekwal@yahoo.com