طالب هم افغان وژني، بهرنيان هم افغان وژني آخېر تر څو؟

   ليكوال حبيب وقار
زمونږ د ګران هېواد افغانستان اوسنيو ګډو وډو حالاتو، جګړو، ناامنيو، وژنو، تښتونو، پټاوونو،ځانمرګيو او نورو ناخوالو هر افغان  په ډېرو عجيبو او غريبو فكرونو كې اچولى دى هېڅ نه پوهېږي چې آخېر ولې  او تر څو به زموږ په برخليك لوبې كېږي، تر څو پورې به د طالب، القاعده، ټوپكي، خلقي، پرچمي، اخواني، بنسټ پال، جاسوس او حتى انجينر، ژورنالست، ډاكتر او نورو په نومونه وژل كېږو، آيا زمونږ دغه بې پايه ناورين چې زمونږ ټول ځوان نسل په همدې ناخوالو او ناورين  كې رالوى شوڅه وخت پاى مومي، آيا داسې يوه ورځ به هم راشي چې مونږ په خپل هېواد كې پرته له كومې وېرې يوه او بله خوا وګرځو. د خپل هېواد هرې سيمې ته لاړ شو، د هر ټبر او هرې سيمې ستونزې، دودونه او كړنې ووينو،د هري سيمې له ښكلې هوا او خوندور چاپېريال څخه خوند واخلو. خو په اوسني وخت كې هېڅ امكان نشته چې په خپل هېواد كې ارام وګرځو، زمونږ دا لږه شمېره  زدكړي كسان د مړينې له وېرې خپله زدكړه پټوي د خپل ځان د ساتلو لپاره په بېلابېلو سيمو كې د خپل ملك وګړو ته وايي:  زه خټګريم،تركاڼ يم، هټىوان يم... والله كه مې هېڅ هم زده وي. آيا تر كومه پورې به دغه ناورين روان وي، آخېر افغانانو څه ګناه كړې ده. آيا دا يې ګناه ده چې غلامي نشي منلاى، پرته له دې خو افغانان بله ګناه نلري. كوم  اسلام د انجينر، ډاكټر او نورو پوهانو مړينه  روا بللې، خو پوښتنه دلته ده چې دغه بې منطقه طالبان او ملاصاحبان څوك دي او دوى ته دا نظريات څوك وركوي چې خپل مسجد، ښوونځى، مدرسه او روغتون ړنګ كړه. پوښتنه دلته ده چې دغه بې منطقه كسان دكوم ملك محصول دى؟ امريكا، انګرېز، پاكستان ،اېران ، هند، روسيه او كه څوك!
طالبان وايي په افغانستان كې جهاد فرض دي، طالبان نه بلكې پاكستان وايي، مولانا صاحب فضل رحمن وايي دغه ښاغلى په لويو غونډو كې وايي په افغانستان كې جهاد فرض دى ځكه چې هلته امريكايان دي اسلام تر پښو لاندې كېږي، اوپه پاكستان كې جهاد نشته ځكه چې دلته امن دى، خو د مولانا فضل رحمن په نظر د افغانستان  ښوونځى، روغتون،مسجد او هره دولتي ودانۍ ړنګول جهاد دى خو (!) په پاكستان كې د مولانا صاحب په نظر: فاحشه خانه سينما، او نورې هرې نارواوې جواز لري هلته بيا جهاد نه دى روا. مولانا صاحب ته د كوم اسلام له مخې زما مسجد ړنګوې، ښوونځى او روغتون مې سوزې، پل او سړك مې د جهاد په نامه الوزوي، اما په لاهور كې د سړك په غاړه فاحشه خانې دې پرانيستې پرې اېښې، ستا د كوم اسلام له مخې زماد ښوونځى او روغتون ړنګول روا او ستا د سينما او فاحشه خانو ړنګول ناروا دي؟ آيا اسلام يو اسلام دى او كه تا د پاكستان د ګټو لپاره كوم بل اسلام پيداكړى دى. ستا د مولاناد نوم په اړه هم زه پوښتنه لرم، چې دادې له كومه كړى، انګرېزانو دركړى او كه امريكايانو؟ له همدې نامه څخه ناوړه ګټه اخلې.
تا خو د پاكستان له ګټو ټول اسلام ځار كړ.  آيا طالبانو دومره ځواك له كومه كړ دوى خو په غرو كې هېڅ هم نلري. دوى څوك اكمالوي، دانظريه څوك وركوي چې اجمل نقشبندي ووژنه خو فرانسوى خوشې كړه، افغان بې وسه ډرېور ووژنه او ايټالوى خوشې كړه؟  
   زما په فكر به هېڅ افغان او هيڅ مسلمان په دې نه وي خوښ چې زمونږ په پاكه خاوره كې بهرني سرتېري وګرځي، خلك دې ووژني، كورونه دې تالاشي كړي، او زمونږ افغاني غيرت دې تر پښو لاندې كړي! په دې نن هر افغان پوهېږي كه هغه زدكړه كړې وي كه نه، چې بهرنيان ددې ملك د جوړولو لپاره نه دي راغلي خو دا چې ټول پردې پوهېږي نو د حل لاره بايد ولټول شي . كومه لاره چې طالب نيولې زه فكر نه كوم دا يې د حل لاره وي.
طالب خو چې د چا پر جېب كې كاغذ او قلم هم پيداكړي پرې وژني يې! زما ګرانه طالبه،زما افغانه، زما د كور غړى يې كه ته د اسلام د ساتلو په خاطر انجينر، ډاكټر او ژورنالست وژنې! آيا كه ته بهرنيان وباسې! او د حكومت چارې په خپل لاس كې واخلې هغه وخت به ستا حكومت انجينر، ډاكټر او ژورنالست ته اړتيا لرې او كه نه؟ ته بايد پوه شې چې دا نظريه چا دركړې؟ په دې بايد فكر وكړې چې آيا دغه نظريه د اسلام او ستا د ملك په ګټه ده كه نه؟
ته چې نن ورځ پوهنتون، ښوونځي، او ساينسي زدكړوته په بده سترګه ګورې آياته چې جهاد كوې وسلې ته اړتيا لرې كه نه؟ آيا جهاد پرته له وسلې څخه امكان لري؟ څو پورې به د روسانو او نورو بهرنيانو په پاتې شونو وسلو مخته روان وې ته چې حكومت خپله جوړوې،ددې وطن د ساتنې لپاره  وسلې ته اړتيا لرې، ته بايد په دې پوه شې چې ته نشې كولاى چې پرته له وسلې وطن او مسلمانان وساتې. ستاملك فوځ او پوليسو ته اړتيا لري، ستا ملك ټانګ او سټېنګر ته اړتيا لري،ستا ملك ساتلو ته اړتيا لري.
ته نن قلم ته په بده سترګه ګورې خو لوى څښتن په مبارك كتاب قرآن عظيم الشان  كې (والقلم وما يسطرون) ويلى، او د قلم ستاينه يې كړې ده. ته نن ورځ ساينسي علومو ته په بده سترګه ګورې خو خداى(ج) په قرآن عظيم الشان كې وايي چې: (ما اوسپنه پيداكړې ستاسې د ګټې لپاره) څو ته د دښمن لپاره وسله ورنه جوړه كړې څو ته د خپل ژوند د پرمخ بېولو لپاره د ژوند نور توكي ورنه جوړ كړې. دا چې ته پوهنتون او ښوونځى په تيږو ولې ته به څه ډول له اوسپنې ګټه واخلې. ته خو حكومت ددې لپاره نيسې چې دمسلمانانو خدمت وكړې، د مسلمانانو ژوند آرام كړې دا چې ته انجينر وژنې معدنيات څه ډول راوباسې له غاز او تېلو څه ډول ګټه اخلې؟
خپله فكر وكړه چې پرته له زدكړې كولاى شې خپلې ورځنۍ ستونزې اوارې كړې؟ پرته له زدكړې نشي كېداى چې د خلكو ستونزې اوارې شي يو عادي بلنليك به نشې لوستى په بل چا پسې به منډې وهې چې دغه پاڼه راته ولوله دا يې هغه ډېره كوچنۍ ستونزه ده.  
آيا يوه ټولنه كولاى شي چې پرته له ډاكټر څخه ژوند وكړي؟ هېڅ امكان نلري ته نارينه ډاكټران وژنې، ښځې خو پر ځاى پرېږده هغوى ته خو هېڅ اجازه نه وركوې، البته دا اجازه  ته نه وركوې اما اسلام اجازه وركړې، زمونږ  ګران پيغمبر اجازه وركړې خپله بي بي عايشې (رض) له ګران پيغمبر نه احاديث روايت كړي، اسلام  د ښځې لپاره پرده(حجاب)  فرمايلى، خو ته اړ يې د تداوۍ لپاره يې نارينه ډاكټر ته بوځې چې هلته خو مخ او لاسونه پرېږده چې هېڅ ډول ستر هم نشي كېداى. اوس خپله پرېكړه وكړه دا د اسلام لپاره ګټه شوه كه تاوان؟
زما د سترګو توره! لږ نورې نړۍ ته هم سترګې ور واړوه ستا ګاونډيانو ستا پر غوښو اتوم جوړ كړى خو ته خپل مټ وژنې ته خپله علمي پانګه له لاسه وركوې ته خپله علمي پانګه د پرديو د خوښۍ لپاره وژنې تباه كوې يې، خپل كور ړنګوې، خپل اولس ته اور وركوې، هېڅ افغان غلامي نه خوښوي او نه هم مني چې هره ورځ دې بهرنيان ملكي خلك ووژني خو بايد د حل لاره پيداشي نه دا چې طالب هم افغان وژني، بهرنيان هم افغان وژني، پاكستان هم افغان وژني د نننۍ ستونزې د اواري لار دا نه ده، چې له هرې خوا دې افغانان ووژل شي، كه دولت دى او كه طالب بايد ددې ستونزې لپاره د اواري لاره ولټوي.