وکیلانو ويې لولئ!!!

ويل کېږي، چې ولسي جرګې د دوه تابعيته لرونکو چارواکو څخه د اعتماد اخيستلو او له افغان حکومت څخه يې د داسې چارواکو د ګوښه کولو غوښتنه کړې، د ولسي جرګې غړې پدې اند چې هغه چارواکي چې دوه تابعيته ولري نشي، کولای هېواد ته خدمت وکړي مګر هغه هېواد ته به خدمت کوي، چې تابعيت يې لري، خو سوال دلته پيدا کېږی، چې که چيرته نور چارواکي دوه تابعيته ولري د دندې پرمخ وړلو حق نه لري نو بيا څنګه کېدای شي، يو وکيل دې دوه تابعيته وسي، پداسې حال کې چې وکيل د هېواد په هره مسئله کې ځان دخيل ګڼي، همداء اوس ولسي جرګه شاوخوا ۵۰سلنه غړي ایران تابعيت، او نور يې پاکستاني، امريکايي، برطانيايي او روسيي تابعيتونه لري، خو ډېره کمه فيصدي داسې هم ده، چې يوازې د خپل هېواد ګټو او هېواد ته د خدمت کولو لپاره يې لاسونه بډوهلي او همېشه یې کوښښ کړی، چې داسې څه وکړي، چې د هېواد او هېوادوالو په ګټه وي.
د دې لپاره چې په ولسي جرګه کې کړونو کې شفافيت منځ ته راشي اړينه ده، چې د ولسي جرګې ټولو غړو تابعيتونه معلوم شي.
د ولسي جرګې غړو ټوله دارايي باید د تثبيت وروسته ثبت شي، د ولسي جرګې يو شمېر غړي د نورو هېوادونو د تابعيت تر څنګ د ځمکو په غصب، اداري فساد او ناقانونه کړونو کې لاس لري، د دې ترڅنګ یې د بشر پر حقونو تېری کړی او څو تجارتي شرکتونه لري، دا چې شرکتونه يې مشروعيت لري کنه ، پدې خبرې نه کو خو د بحث خبر دا ده، چې دوی ټوله ورځ د خپلو شخصي ګټو په لټه کې وي.
هېوادوال غواړي چې په وکيل او عامه شخص يو شان قانون تطبيق شي، د ولسي جرګې ځيني غړي چې بهرنيو هېوادونو ته په سفر ولاړ شي، هلته د خپل هېواد هوئت خيال نه ساتی، هرڅه يې چې وکړل او هر څه يې چې وويل.
خو د دې ترڅنګ يو شمېر نور غړي چې په هېواد مين اشخاص دي، همېشه يې په عمومي غونډو، رسنيزو پروګرامونو او شخصي ناستو کې له نورو وکيلانو، دعدل، انصاف، قانوني اجرااتو، د غصب او د ظالم مخنيوي او د مظلوم لاسنيوي، هېوادنۍ ګټو ته ژمنيتا او نورو داسې کړونو ته لاس واچوي، چې په کولو یې نه يوازې دوی بلکه ټولو هېوادوالو ته ګټه رسېږي، د وطندوسته وکيلانو له جملې (ښاغلی ډاکتر رمضان بشردوست، آغلې ډاکټره ګلالۍ نور صافۍ، ښاغلی استاد اکبري، ښاغلی بسم الله افغانمل، ښاغلی حميدالله خان توخي، ښاغلی نادرخان کټوازی، آغلې شکريه بارکزۍ، آغلې شاه ګل رضايي او آغلې روقيه نائيل يادولی شو)، چې دوی همېشه د نورو وکيلانو څخه د عدل، انصاف، دظالم، اداري فساد، ناوړه کړنو مخنيوي، د مظلوم لاس نيوی او هېوادنۍ ګټو ته ژمنيتا غوښتنې کړي، دوی نه يوازې په عمومي غونډو بلکه په هر وخت يې له ټولو وکيلانو غوښتنه کړې، چې داسې څه وکړئ چې تاريخ مو نومونه ځلانده وساتي.
خو متاسفانه، چې يو شمېر نور وکيلان بيا پروزارتونو، مستقلو رياستونو، سفارتونو او بهرنيو هېوادونو ګرځي شخصي ګټې ګوري او هڅه کوي، چې تر حده حده پورې له خپل موقف څخه ناوړه ګټه پورته کړې.
هيله ده، چې د هېواد نور وکيلان هم د خپل ځان د تغير او به هېواد کې د مثبتو کړنو لپاره لاس په کار شي.
په همدې هيله
محب ارمان