چارواکو! د وکيلانو پر وعدو اعتبار ونکړئ.

 اټکل شوې، چې په نږدې راتلونکي کې د کورنيو چارو وزارت، د سرحداتو او قبايلي چارو وزارت او د ملي امنيت سرپرست مشران ولسي جرګې ته د اعتماد رايې اخيستو لپاره وړاندې شي، کارپوهان پدې نظر دي، چې که چيرته د ولسي جرګې غړي په رېښتني ډول د افغانانو پاک او سپيڅلي احساس درک کړي، د افغانانو د هيلو ترجمانان شي، نو ليرې نده، چې دا هېواد به له روانو او راتلونکو ستونزو څخه وژغورل شي.
ولې عامه افغانان پدې باور دي، چې دا ځل به بيا د ولسي جرګې غړي د تېر په څېر معاملې وکړي، او د رايې ورکونې پر وخت به د نوماند مسوول تګلارې ونه لولي، او ځان به پرې پوهه نه کړي، ولې د پيسو په مقابل کې به رايه ورکړي او د افغانانو هيلي به د خاورو سره خاورې کړي، عامه ولس پدې نظر دی، چې د وکيلانو غواوې بيا لنګې شوې، نوماندانو ته به غوړې غوړې وعدې ورکړي او د پيسو په مقابل کې به رايې ورکړي. د ولسي جرګې وکيلانو تېرو چارواکو ته وعدې ورکړې وې، ولې د وعدو برخلاف پر چارواکو يې فشارونه راوستل ترڅو د وکيلانو غوښتنې ومني، د کورنيو چارو پخوانی وزیر مجتبی پتنګ په وار وار د کابينې په جلسو او د رسنيو په مخکې اعتراف کړی و، چې وکيلان ورځيني داسې غوښتنې لري، چې پوره کول يې د مجتبی پتنګ په وس نده پوره، پتنګ ويلي و، چې وکيلان ورځیني د قاتلانو د خوشې کېدو، د تورو ښېښو د موټرونو د ګرځېدو، د اضافه سرتېرو د غوښتو او په تلاشيو کې د تېرېدو غوښتني کړي، چې يو يې هم د مجتبی په وس نده پوره او نه شي کولای د وکیلانو دې غوښتنو ته ځواب ووايي نو بالاخره وکيلانو ترې د اعتماد رايه واخيسته او په کور کښېناست. دا د افغان پارلمان طبعي خاصيت دی، چې د هرې خبرې پرسر معاملې کوي، خپل ځان او کورنۍ ته مسلح نفر غواړي، د هغه امتيازاتو ۱۰۰چنده غواړي کوم چې حکومت ورته ټاکلي دي، د ځان خوشحاله ساتلو لپاره د هرې لارې پيسې پيداکول غواړي، د دوی له لاسه د هېواد وګړي او ټول اوسيدونکي په تکلیف دي، يو وکيل نور څو وکيلان لري، چې يا هغوئ او يا هم خپله د پارلمان وکيل کمېشنکاري کوي او په مقابل کې يې پیسې اخلي، د دوئ په وجود کې د کابل اکثره محافل په نڅا، شرابو او کبابو رنګين وي، دوی په هېواد کې د شرابو ترويج زيات کړی، د ځمکو د غصب روحيه همدوی لوړه کړې، د عامه نظم د خرابوالي روحيه دوی رواج کړې، د قانون ماتوونکو روحيه همدوی پياوړې کړې، کله چې د پارلمان په څوکيو کښېناستل نور ولس بيا ورته انسانان نه ښکاري، دوی په ولس کې نشي ګرځېدای، حال دا چې دوی د ولس استازي دي او د ولس له لوري ځيني يې رېښتني ټاکل شوي او ځيني نور بيا به تقلب دې څوکيو ته لار پيدا کړې، دوی له دين، وطن، هېواد، اساسي قانون، ولس او نظام سره مينه لري، خو که يې لري يوازې او يوازې د پيسو سره!!! ما د څو وکيلانو پرته نور څوک ندي ليدلي، چې د ولس په منځ کې ناست وي، د هغوئ اواز يې اوريدلی او بيا يې مسوولو چارواکو ته رسولی وي، ولې هر کار د پیسو په مقابل کې کوي، مقررۍ، منفکۍ، د تحصلي بورسونو خرڅول، او نور ټول هغه څه دي، چې په کولو يې د ولس څخه پيسې اخلي، او کله چې چارواکو ته د اعتماد رايه ورکوي د رايه پر سر د چارواکو څخه پیسې اخلي، د وکيلانو ترمنځ نوې سيالۍ زور اخيستي، هغه وکيل چې د مرمۍ ضد موټر او څو نور تعقيبي موټرونه ولري يو مقتدر او پيژندل شوی وکيل پيژندل کېږي ولي هغه څوک چې دا څه نه لري بيا نو څوک يې په خوله پياز هم نه خوري.