ولسمشره! دسلطان محمود لټان ولس ته ستونزې زېږوي.

 د تېر ۱۳۹۰ مالي کال په اخيري مياشت ولسي جرګې د بوديجې او مالي کميسیون اعلان کړه، چې ۱۱ تنه وزيرانو ورکړل شوې بوديجه چې د افغان دولت له لوري ورکول کېږي، تر پنځوس سلنه کمه مصرف کړې، هره اداره مکلفيت او پوره حق لري، چې ورکړل شوې بوديجه د پلان سره سمه د ولس د خير او خيګڼې په کارونو مصرف کاندي، چې پدې کار سره له يوه طرفه ولس ته ښه خدمت کيدای شي او له بل طرف د دولتي پاليسۍ سره سم يادې ادارې ته د راتلونکي کال لپاره بوديجه اضافه کېږي، خو د سلطان محمود ۱۱ تنه لټو وزیرانو هغه بوديجه چې بايد پلان سره يې سمه مصرف کړې وای نده مصرف کړې، چې لامل يې د ولس ستونزو سره په مخامخ کېدو پای ته ورسېد.
ستاسو (ولسمشر) له لوري د صادر شوي ۴۵مه ګڼه فرمان چې د روان کال د پنځمې مياشتې په پنځمه نېټه مو صادر کړی د تطبيق په نوم او پدې موخه چې ولاياتو څخه به زياتې تحفې ترلاسه کړي، نمايشي سفرونه وشول، يو شمېر نورو وزیرانو بيا د کور دننه سفرونو ترڅنګ بهرني نمايشي سفرونه هم وکړل، ولس ته يې د غرو نه لوی وعدې ورکړې، خو پايلې نه معلومېږي، د نمايشي سفرونو په دوران کې خو ځينو وزیرانو بيا ګيله درلوده، چې ګواکې دوی ته ښه تشريفات نه و نيول شوي، ځیني نور يې بيا وايي، چې په خوراکه کې يې مالګه کمه وه، ځيني وايي، چې څه وکړو په ولاياتو کې مو امنيتي ستونزې زيات دي، د همدې نمايشي سفرونو راپورونه ته به د کابينې او وزیرانو شورا تر مخه پاليش ورکول کېده، ټولې رټې به يې ترې ليرې کړلې او داسې چمکدار راپور به يې د کابينې غونډې ته وړاندې کړ، چې په اورېدو به يې تاسو(ولسمشر) هم فکر کړی وي چې وزیرته بايد د ښو کارونو په مقابل کې مډال ورکړل شي، خو خبره بيا هم تشه ده او د پردې ترشاه نورې ناندرې دي.
وزارتونه د فساد جرړې ګرځيدلي، د قراردادونو په سر معاملې، د مقرريو په سر په اړونده ادارو او په ځانګړي ډول بشري منابعو په ادراه کې د حد څخه زيات رشوت، تدارکاتو کمېټه سر ترپايه په رشوت کې ډوبه او نور داسې څه روان دي، چې پايله يې پدې تمامه شو چې هېواد ته يې د اداري فساد په ځغاسته کې لومړی مقام ورکړ، او تاسو چپه خوله ناست یاست، د ادراي فساد سره د مبارزې اداره په عدليي او قضايي ارګانونو، عدليي او قضايي ارګانونه بيا پر امنیتی او کشفي ارګانونو پړه اچوي، چې ورسره همکار ندي او مرسته ورسره نه کوي، په وزارتونو کې ستاسو حکمونه او فرمانونه په تاخچو کې د دوړو ډک پراته وي، زه وايم که چيرته زرګونه فرمانونه او حکمونه صادر کړئ، او د دوی ګټه پکې نه وي نه به د فساد مخه ونيول شي او نه به ستاسو حکم او فرمان کومه ګټه ورکړي، تاسو خو تر ټولو اخيري ۴۵مه ګڼه فرمان صادر کړی چې د هر چارواکي او د رسنيو د مسوولينو په خوله کې دا کليمه خامخا پراته ده، چې (فلاني پلاوي ياد ولايت ته د ۴۵مه ګڼه فرمان چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت جمهوری رئيس له لوري د پنځمې مياشتې په پنځمه نيته صارد شوی، د تطبیق په موخه تللی)، دا خبر هم لوبې ته رنګ ورکوي، همداء چارواکي د ماهيانو نيولو په موخه اوبه خړوي، زيات شمېر ادارې د فاسدو دلالانو په لاس پرېوتي او ځيني نورې ادارې يې بيا د داسې دلالانو په لاس ځغلي چې د ورانکارو فعاليتګرو په خلاصون بوخت وي، چې د دوی مسوليت هم څوک په غاړه نه اخلي.
د وزیرانو په شوراء کې د غوړ غوړ راپور ورکونکې وروسته په کل سر او یا هم په برېتو لاس پورې کړي، تازه ساه واخلي يو هم دا نه وايي، چې په ولاياتو، ولسواليو، کلو او بانډو کې کومې ستونزې حل شوې، څومره ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه شوه، کومو ولاياتو کې د ښوونځيو تعميرونه جوړ شول، په کومو ولاياتو کې افغان او نړیوال امنيتي ځواکونو ته د غلط راپور ورکونې لړۍ چې په سلګونه بې ګناه انسان پکې وژل کېږي بنده شوه، څومره تړل شوي مکتبونه خلاص شول، د کومو ادارو ترمنځ همغږي پياوړې شوه، د کومو ولسواليو ستونزې په دقت واورېدل شوې آو بيا وروسته ورته د عمل جامه وغوستل شوه؟ دا ټولې هغه پوښتنې دي، چې ولس يې تر اوسه د ځواب اخيستنې لپاره منتظر دی، خو ځواب څوک ورکړي؟ او په کومو غوږو واورېدل شي؟ څوک ترې پوښتنه وکړي او څوک ترې غوښتنه؟ په تشو وعدو خو وزیرانو او چارواکو په ملت کې ځای ورک کړی، ملت د دوی له لوري د تشو وعدو چې هره ورځ ملت ته ورکول کېږي نور په تنګ راغلي، د دوی د نوم څخه نفرت کوي، که ثبوت يې غواړۍ رسنيو ته غوږ شي او په رسنيو کې تبصرې واورئ.
سکتوري او اړوند وزارتونه په خپلو منځونو کې همغږي نه لري او نه هم غواړي چې همغږي شي، داسې يو حالت يې غوره کړی، ته به وا چې فلسطين او اسرائيلي حکومتونه دي، پکار ده، چې د مهمو او بنسټيزو پروژو د تبیطق په موخه وزارتونه يو ګډ پلاوی ولري، ترڅو دا خبرې وڅيړي او د بنسټيزو پروژو پلي کولو لپاره لازم قدمونه واخلي، دوی خپل منځي کاري روابط قطعه کړي، که تاسو (ولسمشر) يو وزیر ځان ته نږدې کړ بل درڅخه خفه کېږي او که بل مو نږدې کړل بل وزیر خفه وي، او تاسو ولسمشر هم هغه وزیر ته ډېره ترجيح ورکوئ، چې ستاسو د نږدې دوستانو له لوري د هغه وزیر په اړه پاليش شوي راپورونه درځي، ستاسې شاوخواء مشاورين او پراته اشخاص د دوی له لوري تمويل کېږي د شيرنۍ او مصرف په نوم ښې ډېرې پيسې ورکول کېږي، ترڅو تاسو ته سپين تور او تور سپين وښايي.
ولسمشر! قسم په خدای(ج) چې دا ټولې خبرې حقيقت دي، که تاسو جدي او عملي قدمونه وانخلئ لرې نده، چې ولس به د نورو ډېرو ستونزو سره مخ شي، په اوسني دور کې د افغانانو سترګې خلاصې شوي ښه او بد پيژني، دا ملت بيداره شوی، ولس خپل حق له حکومت څخه غواړي، او کوم حالت چې اوس روان دي له دې ناورين او ناوړه حالاتو څخه ملت خلاصون غواړي، تاسو بايد سکتوري وزارتونو ته کلکه سپارښتنه وکړئ ترڅو د هغه بنسټيزو پروژو ليست ترتيب او ستاسو حضور ته وړاندې کړي کوم چې په مختلفو بهانو او نومونو پاتې دي، او د پلي کېدو څرک يې نه ليدل کېږي، بيا دنده وروسپارئ چې ژر تر ژره پاتې پروژې چې بوديجه يې هم موجوده ده ولې په مختلفو بهانو همداسې پاتې دي کار يې شروع شي خو که بيا هم څوک په ورسپارل شويو دندو کې پاتې راغلل بيا دې د دندې ګوښه او پرځای دی بل وړ کس وټاکل شي.
ولسمشره! زموږ افغانان د کوتک خلک دي، کله چې په پوره قاطعت قدم ، او د کار اجراء لپاره د کوتک څخه کار وانخلئ دا د سلطان محمود لټان به همداسې ويده وي.
محب ارمان