د افغان اردو ماتول جنايت دی

تر اوسه پورې امريکا کلک هوډ نه دی کړی او نه يې هم په ډاګه او پوره ريښتينولۍ ويلي دي چې د 2014  کال په پای کې به خپل ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، خو په غرب کې  د سياسي چارواکو واکمن اندواند دا دی چې ګواکي افغان اردو، ساتندوی او څارندوی به سم له لاسه مات شي . همدغه الواک (نظريې) ته د لوېديځ رسنۍ هم پوره باد ورکړی چې ان دود يې افغانان ناکراره کړي دي :
بازار په ټپه ولاړ دی، د سوداګري توکو راکړه ورکړه ډېره کمه شوې، کار نشته، ساختماني کارونه په نشت حساب دي، له همدې امله بېکاري تر هر څه ډېره شوې ده .

د لوېديځ هېوادونه په خپل دغه نظر  سره، که حقيقت ولري که منافقت کوي، د افغانانو په وړاندې يو بل جرم ترسره کوي، خو له بده مرغه صليبي تاړاکګر يوازې نه دي، بلکې خپل نظر د افغان مقاومت له خولې هم را غږوي .
 طالبان (چې زه يې په خپله مقاومت نه بولم، خو ځينې خلک ورته هيله من دي) او اسلامي ګوند هم په وار وار ويلي دي چې ګواکي افغان اردو او پوليس به په همغه ورځ ټول بې وسلې شي او ...
 پوښتنې را پيدا شي چې :
·                     د نجيب الله د حکومت له پرځيدو څخه وروسته چې کله اردو او پولس ټول مات شول، نو افغان ولس څه ګټه وکړه؟
·                     آيا همغه ورځ د افغان ولس د تباهۍ پيل نه وو؟
·                     که چېرې د اردو ماتې د يوه ولس لپاره نيک شاګوم وګڼل شي، نو د نړۍ ملکونه ولې ميلياردونو ډالر هر کال په خپل اردو او پوليسو لګوي؟
·                     په دغه اردو چې تر اوسه پورې په ميليارډونو ډالر پرې لګېدلي دي، ولې يې په يوه ورځ ماته يا بې وسلې کړو؟
·                     آيا د اردو ماتول او بې وسلې کول هغه څه نه دي چې غربيان او په تېره ګاونډي هېوادونه يې له موږ څخه غواړي؟
·                     مو که د ګاونډيو له توطئو او ناخوالو څخه سر ټکوو، نو ولې يې غوښتنو او توطئو ته په خپله غاړه کېږدو؟
په ريښتيا هم چې په افغانستان کې هر څه سرچپه روان دي . طالبان وايي چې موږ وطن جوړوو، خو د جوړولو لپاره يې ډاکتران، انجينران، ښوونکي، زده کوونکي او نور علما وژني، علمي، روزننيز، ټولنيز، سياسي او ... بنسټونه نړوي. اسلامي ګوند چې يو څه سترګې ورته نيول کېږي، د وطن د جوړولو، له ګاونډيو څخه د ساتلو، پرمختګ، امنيت، سولې، ټيکاو او . . . ناري وهي،خو په کړن کې بيا د اردو، څارندوی او ساتندويو د \"متلاشي\" کولو ګواښونه کوي . زه په ډاګه سره وايم چې د امريکا له وتلو وروسته د اردو، څارندويو او ساتندويو بې وسلې کول خو پرېږده  ان د داسې يوه نظر درلودل د افغان ولس پر وړاندې يو ستر جنايت او خيانت دی چې پايلې به يې داسې غميزي وي لکه د په نامه جهاديانو غوبل، د طالبانو زيږد او د صليب يرغل .