په اختر کې به ولې نه ژاړو!؟

اخترونه دمذهبونو ، کلتورونو، ټولنو د اړخه د خوښيو او خوشحاليو دپاره وي. داختر معنا خوشحالي اوخوښي ده. اختر دري ورځې دى دا دري ورځې بايد ټول مسلمان په خوښۍ او خوشحالۍ سره د خپلې کورنۍ ، خپلوانو او دوستانو سره په کډه  ولمانځي. خو زموږ په هېواد کې په تيره بيا په پښتنو سيمو کې اختر دغم، وير، او اوښکو  په معنا دى. په افغانستان کې د پخوا په شان داخترونو خوند نشته افغانان ددې پرځاى چې په اخترونو د خپلو کورنيو سره خوښي وکړي بلکې په خپلو کې دغم اوښکې تويوي.ځکه زموږ په هېواد کې د دريو لسيزو جنګ، جګړو دافغانانو نه خوښي او خوشحالي هيره کړي ده او د وير په ټغر ناست دي.
تر کومه چې مې له مشرانو نه اوريدلي دي.  پخوا به په اخترونو کې خلکو به په اخلاص سره يو بل ته غيږې ورکولې په مينه د ديو بل کورونو ته تلل او داختر مبارکۍ په يې ورکولې، ځوانانو به په خپلو کې سره راټوليدل بنډار به يې کولو، پېغلو به د خپلو کورنۍ مور، پلار، وروڼو او خويندو سره به يې خوښۍ کولې، ماشومانو به په لارو کوڅو کې داختر خوشحالۍ او په خپلو کې بې لوبې کولې.
خو اوس زموږ په هېواد اخترونه برعکس لمانځل کيږي، مشران نه لرو که يې لرو هم نو ځان مشر نه بولې. ځوانان خو مو ډېر ددې بد بختيو قرباني شول، ځينې مو له هېواد بهر د خپلو کورنيو د اقتصادي ستونزو د حل په موخه په نور هېوادنو کې مسافر دي ځينې نور بيا د ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي دوي نو بيا د غم او خوشحالۍ تر منځ توپير نه شي کولاي، پېغلې مو د خپل پلار او ورور وير کوي او سترګې يې تل د غم له اوښکو ډکې وي، ماشومان په بيا سرپرست نه لري په اخترنو کې د بابا نارې وهي، داختر لپاره جامې نه لري دوي پدې ورځ هم بازرنو کليو او او بانډو ته د يو څو پيسو د لاس ته راوړلو په خاطر له کوره وځي.
ديوې لسيزې په اوږدو کې زموږ ګڼ شمېر بې ګناه هېوادوال ووژل شول او دا مرګونې لړۍ لا هم دوام لري. ملکي وګړي مو په  يوه او بل نامه وژل کيږي، په جماعتونو کې مو چاودنې کيږي، خلک مو په خپلو کورونو کې په اور سوځول کيږي، په ماشومانو مو په بې رحمۍ بمباري کيږي، ودونه مو تر بريدونو لاندې راځي.
دتېر لوى اختر په لومړۍ ورځ یو ځان وژونکي په فارياب د میمنې د عیدګا جومات مخې ته چاودنه وکړه چې تر یوڅلوېښتو زیات کسان یې ووژل او په لسګونو نور یې ټپیان کړل . په مړو او ژوبلو کې د امنیتي مامورینو سربیره ګڼ ملکیان هم شامل وو چې ماشومان هم په کې وو. د دوي کورنۍ د اختر په لمړۍ ورځ په غم او وير اخته کړل. دا لمړى ځل نه دى چې زموږ په هېواد کې د خوښيو په وخت دا رنګه پېښې رامنځ ته کيږي. بلکې په وار وار دې ته ورته پېښې دهر افغان خوښۍ په غم بدله کړي دي.
نو ولې به اختر نه ژارو؟
 تر کومه به دا حالات زموږ په هېواد کې روان وي؟. ترکومه به مو د اخترونو دانيکې ورځي په غم او وير سره تيروو؟. ترکومه به مو بې ګناه هېوادوال ددې بدبختيو قرباني کيږي؟. ترکومه به موځوانان اوماشومان د تاوتريخوالي نه ځوريږي؟. راځئ ددوښمنيو نه لاس واخلو په ګډه دخپل هېواد په بيا رغونه کې برخه واخلو، خپلو ځوانانو اوماشومانو نه د ټوپک په ځاى قلم ورکړو ترڅو د خپل هېواد دردونو ته درمل شي.
حسيب الرحمن نورمل