
بېکاري که څه
هم يو نړيواله ستونزه ده. خو په افغانستان کې يو لويه ستونزه بلل کيږي،د ملګرو
ملتونو په يوه راپور کې ويل شوي دي چې په
افغانستان کې اته ميليونه افغانان کار ته اړتيا لري. درپوټ په حواله له دې جملې
څخه يې څلور ميليونه د ځان دپاره په کافي اندازه کار نه شي پيداکولاي. ددې ستونزي
د حل په موخه د قناعت وړ هڅې نه دي ترسره شوي. همدغه راز د يوې جدي او مطرحه
ستونزي په توګه په ځاى پاتې شوې ده.
کله چي له داسې
کسانو سره مخامخ کيږو، چې نه يې پيژنو نو دشناخت نه به ورسته لمړۍ رانه دا پوښتنه
کوي، چې څه کار کوې؟ ددې نه معلوميږي چې داموضوع دهر دانسان له ژوند سره نيږدې اړيکې لري.
اقتصادي
کارپوهان وايې په افغانستان کې د بېکارۍ لوى عامل زموږ په هېواد کې دتعليم د کچې
ټيټوالى دى. داخبره هم تر يو حده سمه ده ځکه زموږ ډېرهېوادوال د څولسيزو بدبختيو د
زده کړو نه بې برخې کړل. نه يواځې دا چې دې تاوتريخوالو زموږ هېوادوال د زده کړونه
بې برخې کړل بلکې ډېر هېواول وژل شول، معيوب او د خپل هېواد پرېښودلو ته اړکړل.
بې سوادي هم
په افغانستان کې يوه لويه ستونزه ده. خو د يوې لسيزې په اوږدو کې دولت د زده کړو
به برخه د پام وړ کارونه ترسره کړي دي. دهر ولايت په بېلا بيلو برخو کې نويو
ښوونځيو جوړول ، دمسلکي ښوونکو روزل، د زده کړو مواد برابرول اوداسې نور.. . خو
سره له دې اوس هم زموږ ډير هېوادوال زده کړو ته لاس رسي نه لري. خو پدې ورستيو د پوهنې
وزارت خبر وکړه چې تر ٢٠١٤م کاله پورې به د هېواد بچيان به زده کړو ته لاس رسى ولري. اوهمدارنګه د لوړو
زده کړو په برخه کې هم تر يوه حده کار شوي دي. خوسره له دې پرمختګونو دبې کارۍ
ستونزه نه ده حل شوي.
که څه هم هغه
ځوانان چې با سواده دي له بېکارۍ سر ټکوي. داسې ډېر ځوان دي چې لوړې زده کړي يې
کړي دي، خو دوي بېکاره ګړځي. دوي بيا وايي چې په دولتي او شخصي ادارو کې هغه خلکو ته دنده ورکول کيږي چې واسطه ولري. که
موږ ته دنده را کول کيږي هم نو تنخوايي کمه وي. چې په کمه تنخوا زموږ د کور اړتياوي نه پوره کيږي. همدارنګه دوي
وايي چې په دولتي ادارو کې داسې کسان په دندو ګومارل شوي چې له دولسم ټولګې څخه فارغ دي. او دوي ته د ١٠٠٠٠
زرو نه تر ٣٠٠٠٠ افغانيو پورې تنخوا ورکول کيږي. دوي زياتوي موږ چې لوړې زده کړي
کړي موږ تر اوسه بېکاره يو.
اوهغه ځوانان
چې بې سواده دي دوى نو بيا له هېواده بهر همسايه هېوادونو ته ځي. ترڅو د کور داړتياو
د پوره کولو لپاره پيسې لاس ته راوړي. خو ځينې ددې پر ځاي چې د کور اقتصادي ستونزي
حل کړي، نو دوي نامشروع کارونو نيشي مواد ته مخه کوي.
کله چې بيا
خپل هېواد ته راستانه شي نو دوي نور کسان هم په نشيي موادو روږدي کوي. چې دا ددوي کورنيو
اوهم زموږ هېوادوالو ته د سر درد دى.
په افغانستان
کې د ځوانانو نامشروع کارونه ته مخه کول، لکه نيشي مواد استمال، غلا اوسړي تښتونې،
د وسلوالو ډلو سره يو ځاى کېدل اود داسې نور ورانيو لاس پورې کول. دا ټولې بدبختې
د بېکارۍ زيږنده دي.
اوس پوښته
داده چې دد ستونزي د حل لاره کومه ده.؟ او دا د چا مسوليت دي چې د دې سوتزې د حل
لاره ولټوي.
ځنې خلک دا د
دولت مسوليت بولې چې. په رښتيا هم دا دولت مسوليت دي چې دې ستونزي ته حل لاره پيدا
کړي. خو تر څنګ يې دا دهېواد دهر وګړى مسوليت دى. چې ددې ستونزي د منځه وړلو کې له
دولت سره مرسته وکړي . په تېر بيا ملي
سوداګر او شتمن خلک. دوي دې په خپلو پېسو په هېواد کې داسې فابريکې جوړې کړي اويا
دي داسې کوم کار پرې پيل کړي چې خلکو ته په کې د کار زمينه برابره شي. همدارنګه
دولت هم پکار ده چې دې سوتزې ته جدي پام
وکړي. داسې لارې چارې دې ولټوي چې د بدبختيو ټغر ټول شي. او زموږ هېوادوال په هوسا
او په آرامه فضا کې ژوند کوړي.
که چيرې دې ستونزې
ته پام ونه شي نو په هېواد کې د ورته ستونزو د رامنځته کېدو ستونزه ويره شته .
حسيب الرحمن
نورمل