افغان ملت په خپله سينه دجبرکرښه نه مني

 
افغانستان په نړيواله جغرافيه کې داسيا زړه بلل کيږي ډيرلرغونى تاريخ او ستره جغرافيه لري چې دجيواستراتيژيک ،جيوپوليټک او جيواکانوميک موقعيت په اساس يې دنړيوالو توجه راجلب کړې او دنړۍ هرقدرت دخپلو سيمه ييزو اونړيوالو ګټو دخونديتوب لپاره يوځل په دغه هېواد بريد کړى دى ،خوپه دې خاوره کې ميشت ملت تل په واقعي افغانيت سره دنړۍ هريرغلګر ځپلى او غاښ ماتونکى ځواب يې ورکړى ،ولې کله چې نړيوالو يرغلګرو په افغانستان کې ماتې خوړلې اويايې ګټې له لاسه وتلې دي نو يې دخپلو ستراتيژيکو هدفونو لپاره ترټولو ژور اوشيطاني پلانونه پلي کړي دي ،په شيطاني تکتيکونو ،دسيسو ،توطيو اوپلانونو يې په دې سيمه کې داسې بدمرغۍ زيږولې دي چې په دې پيړۍ کې هم پرې بحث او جنجال روان دى ،دبېلګې په توګه هغه وخت چې انګريزانو په ټوله نړۍ کې دانګريزي امپراطورۍ دټغر خورولو تلاش کولو ډير هېوادونه يې دخپلې ښکيلاکي امپراطورۍ په قلمرو کې داخل کړل ،په افغانستان يې هم څو ځلې بريدونه وکړل ،فکر يې کولو چې په دې لرغوني ،تاريخي او لوى افغانستان کې به هم دخپلې امپراطورۍ توره واکمني رامنځته کړي ،مګر ددې لرغونې اوتاريخي هېواد داوسيدونکو لخوا دانګريزانو دښکيلاکي امپراطورۍ تلاشونه ،هڅې اوقوت په همدې ځاى کې خاورو ته وسپارل شول اوله همدې هېواد څخه په شرمنده توګه مات شول اوپه ټوله نړۍ کې يې دقوت ،ظلم اوتيري واکمني نسکوره شوه.
مګر انګريزانو په سيمه کې دخپلو ستراتيژيکو ګټو دخونديتوب ،هدفونو دترلاسه کولو او پلانونو دپلي کيدو لپاره په شيطاني مفکوره سره يوبدنامه ميرات پرېښود ،هغه په دې مانا چې په جعل ،فريب ،فشاراوشيطانت سره يې ددې لرغونې ،تاريخي او لوى افغانستان دواحدملت په سينه تش په نامه يوه کرغيړنه ،بدنامه او دجبر کرښه تيره کړه چې فزيکي موجوديت نه لري مګريواځې په نوم يوميراث پاتې دى.
يومهم ټکى چې بايد لوستونکوته روښانه شي هغه دا دى چې دډيورنډ توافق ليک چې اصلاً هيڅ حقوقي ،منطقي اوعقلي سرچينه نه لري دبرتانوي هند دحکومت په نېغ فشار اودتزاري روسيې په غيرې مستقيم فشارپه ١٨٩٣کال کې پر امير عبدالرحمن باندې تحميل شوى دى چې عبدالرحمن خپله دغه کرښه نده منلې اوپه همدې اړه يې څوځلې دمخالفت غږ اوچت کړى دى.
مګر دانګريز دظلم اوشيطانت په اساس دغه ميراث تريوې پيړۍ زياته پاتې شو دهمدې کرښې په منځته راتګ سره انګريزانو په سيمه کې دخپلو ژورو ګټو دساتلو لپاره دافراطيت ،دهشت اووحشت يوه نوې مګر ډيره خطرناک واکمني وزيږوله داسې يوتش په نوم هېواد يې رامنځته کړ چې له لومړۍ ورځې يې په دې سيمه کې ستونزې زيږولې دي دسيمې اونړۍ هېوادونه يې له زياتو ستونزو سره مخامخ کړي ،همدا اوس دانګريزانو په دغه لګۍ کې ډير خطرناک شيطانان په دې خاطر روزل شوي چې له يوې خوا په نړۍ کې دانګريزانو ستراتيژيکي ګټې خوندي وساتي اودبلې خوا په ټوله نړۍ کې دترقۍ ،تمدن ،پوهې ،سولې ،امن ،ثبات اوبشردوستۍ بنسټونه ونړوي که چيرې په نړۍ کې دترهګرۍ همدا روان داستان ته ژور فکر وشي سرچينه ،فکر او ملاتړ يې دانګريزانو په همدې لګۍ پورې تړلى دي.
دنړۍ ټول ملتونه بايد په دې پوه شي که چيرې دنړۍ په ورغوي کې دشيطانت دغه لکۍ نوره غوڅه نه شي او له منځ څخه لاړه نشي نو دترور ،دهشت ،وحشت او ترهګرۍ واکمني به ددې نړۍ هرګوټ ،هرښار ،هرکلي ،هرې کوڅې او هر کورته ورسيږي اوپه نړۍ کې دشته سولې ،امن اوثبات ټول بنسټونه به ونړوي يواځې هغه څوک به په امن کې وي په چا پورې چې دغه لکۍ تړلې ده.
افغانان چې په اسيا کې ديولرغوني ،تاريخي او اتل ملت په توګه ژوند کوي او ددې سيمې اصلي اوسيدونکي دي کلونه کيږي چې په دې رابطه يې نړيوال غږ اوچت کړى اودنړۍ هرملت ،دولت اوحکومت ته يې دنړيوالې ترهګرۍ ،ورانکارۍ ،ويجاړتيا ،دښمنۍ ،کرکې ،نفرت او دهشت دملاتړ سرچينې په ګوته کړې دي ،جالبه داده چې ټول نړيوال ملتونه په دې پوهيدلي چې په نړۍ کې دروانو بدمرغيو او ويجاړويو سرچينه په اوسني پاکستان يعنې (شيطانيستان) کې ده مګر بدمرغي داده چې دنړۍ ډيردولتونه په دې برخه کې غفلت کوي ، يواځې په دېپلوماتيکو لوبو اوشعارونو خپل ملتونه غولي ،که ددولتونه دغه عوام فريبي اوملت فريبي نوره هم ادامه پيدا کړې لرې نه ده چې همدغه شيطانيستان به دنړۍ ډير لوى قدرتونه په خپلو جغرافيو کې دترهګرۍ په لوموکې راګير کړي چې همدا اوس يې ړانده هېوادونه په کې ګير کړي هم دي.
دافسوس خبره داده چې دنړۍ ډيرقدرت لرونکي هېوادونه لکه امريکا په دې برخه کې غلې ده يواځې او يواځې سياسي اودېپلوماتيکي هڅې کوي چې هغه هم هيڅ پايله نه لري ،امريکا پاکستان په سيمه کې ديوستراتيژيک همکارپه توګه يادوي اودخپلو ګټو دساتلو لپاره يې ښه همکاربولي ،مګر امريکادې نوره په دې پوه شي چې پاکستان په نړۍ کې ددوى لومړنى دښمن هېواد دى.
دامريکا له څرګندونو څخه داسې ښکاري چې امريکايان ددې سيمې په جغرافيه هيڅ نه پوهيږي يواځې په ړندو سترګو سيمه څاري ځکه دوى که په جغرافيه اوتاريخ پوهيدلى نوداسې ړندې ،تورې اوغلطې څرګندونې به يې نه کولې ،په دې خاطر دپاکستان په نوم چې انګريزانو کوم څه زيږولي دي ، په حقوقي لحاظ دولت اوهېواد نه بلل کيږي ځکه چې هيڅ قلمرو نه لري يواځې انګريزانو دډيورنډ دکړغيړنې کرښې په اساس او دهند دځينو برخو په جدايۍ سره دپاکستان په نوم دترهګرۍ يوه ځاله جوړه کړې او رامنځته کړې ده.
افغان ملت په خپله سينه هيڅ ډول دجبر کرښه نه مني دکرښې دواړو خواووته يو افغان ژوند کوي ،يوه ژبه ،وينه او رنګ لري ټول افغانان دي اوددې لرغوني افغانستان اوسيدونکي دي داچې ترمنځ يې دجبر اوشيطانت کرښه تيره شوې ده دا واحد ملت په منځ کې نه شي ټوټي کولى ،هغه وخت ډير لنډ دى چې افغانان به خپل بيرغ په خپلو اصلي سرحدونو باندې پورته کړي ،دانګريزانو لکۍ به ددې ستر ،لوى اوتاريخي افغانستان له سينې څخه ټوله شي .
په دې وروستيو کې چې دامريکا دمتحده ايالاتودحکومت ځينو چارواکو په ړندو سترګو اوډيره بې عقلۍ سره دډيورنډ کرغيړنې کرښې ته دنړيوال سرحد اشاره وکړه ،خپل جاهليت اوبې عقلې يې په ډاګه کړه او دافغان ملت سخت قهر يې را وپارولو ،ځکه افغانان هيڅ خارجي ته ددې اجازه نه ورکوي چې ددې هېواد له جغرافيې سره په جاهلانه نظريو لوبې وکړي.
که چيرې امريکايان غواړي چې په نړۍ کې دترهګرۍ ځالې ړنګې شي ،دهشت ،وحشت اوافراطيت دملاتړ سرچينې ونړيږي ،دنړۍ ملتونه په سوله ،امن اوثبات کې ژوند وکړي نو بايد دافغانستان سره په دې برخه کې مرسته وکړي ترڅو دغه تش په نامه کرښه نوره دافغانانو له سينو ټوله شي او افغانستان دامريکا ديوه رېښتني ستراتيژيک ملګري په توګه واکمن اوځواکمن شي او خپل بيرغ په خپله تاريخي سينه اوسرحد کې پورته کړي نو امريکايان بايد په عقلانه فکر سره دډيورنډ کرغيړنه کرښه نوره باطله اعلان کړي.
هيڅ وخت دې داسې جاهلانه او ړندې څرګندونې نه کوي چې هغه دافغانستان په خلکو کې نور هم دامريکا پرضد احساسات راپورته کړي ،يو افغان چې ژوند ى هم وي دخپلې خاورې يوه لوېشت هم چاته نه ورکوي.
دملګرو ملتونو سازمان بايد په نړيوال مسووليت سره دغه تش په نامه کرښه چې ديوواحدملت اوددغه سازمان ديولرغوني غړي هېواد دولس په منځ کې انګريزانو کښلې ده ، باطله اعلان کړي اوکوم هېواد چې په دې برخه کې په ړندو سترګو څرګندونې کوي ،ملګري ملتونه يې بايد وغندي اوپه نړيوال مسووليت سره ترې پوښتنې وکړي، ځکه چې دا خو يوه کرغيړنه کرښه ده چې دبين المللي حقوقو ،نړيوالو روابطو داصولو ،قواعدو ،نورمونو خلاف يې يوملت سره دوې خواوې کړى دى.
نور سيمه ييز اونړيوال سازمانونه هم بايد په دې برخه کې غږ اوچت کړي اوپه انګريزانو دې فشار وراد کړي ترڅو خپله لکۍ په خپله ټوله کړي اوپه اوسني پاکستان دې فشار وارد کړي چې نور دافغانستان نيول شوې برخې ورته پريږدي.
هندوستان هم بايد په دې برخه کې خپل نظر په څرګنده توګه اعلان کړي اوددغه کرغيړنې کرښې دله منځ څخه تلو په ارتباط بايد دافغانستان دحکومت سره په ډير تدبير خپلې مبارزې ته شدت ورکړي اوهندوستان دې هم دخپلې جدا شوې برخې دترلاسه کيدو لپاره دخپل قوت څخه کار واخلي.
ددغه کرغيړنې کرښې هاخواته پراته افغانان بايد ديوې پيړۍ دغلامۍ زولنې ماتې کړي افغانستان په ټول قوت ددغه بدنامه زولنو ماتولوته تياردى ،دوى بايد نور خپل هويت ژوندى اوپه ډاګه کړي ،په ولسي قوت دې په خپلو سيمو کې خپل اصلي بيراغ اوچت کړي ،چې په دې سره به دکرښې هاخواته مېشت ټول افغانان له غلامۍ اوترهګرۍ خلاص شي اوپه اصلي هويت ،دريځ اوقوت به راڅرګند شي.
دافغانستان دولت ،سياسي ګوندونه ،مدني ټولنې ،دفشارډلې ،ټولنيز خوځښتونه ،فرهنګي بنسټونه بلکې ټول ولسونه بايد لومړى په وحدت ،درايت ،عقلانيت ،افغانيت ،اسلامي اوملي مسووليت سره دسولې ،امن ،ثبات ،پرمختګ ،ترقۍ ،بيارغونې ،ملت جوړونې اوهېوادجوړونې لپاره خپل تلاشونه زيات ،هڅې پراخه او اقدامات ګړندي کړي ،دوهم دې په ولسي قوت دافغانستان بيرغ خپلو اصلي سرحداتوته ورسوي ،دجبردغه کرغيړنه اوبدنامه کرښې دې نوره له خپلې سينې لرې اوتراټک يې دې هاخواته ګزار کړي.
بريالى روان