
وسیم سجاد، کابل
د لوی اختر دویمه
پرده اول: دزامنو قرباني ناروا؛ نه، روا!
قرباني د ابراهیم (ع) سنت دی او مولیان وايي
چی د خدای(ج) ډیره لویه مهرباني ده! وایی که هغه پسه له جنته نه وای راغلی نو اوس
به مونږ خپل زامن حلالول.
زه خو وایم چی کاش نه وای راغلی. د نړی نور
مسلمانانو که بی غیرتي کوله او یا یی هم خپل زامن نشوای حلالولای خو مونږ خو د نړۍ
له غیرتي مسلمانانو څخه یو، کم تر کمه به مو په دی برخه کی غاړه لکه وړله!
بل دلیل دا چی کاشکی چی له جنته پسه نه وای
راغلی، ځکه اوس به مونږ د خپلو زامنو د حلالولو لپاره رسمي جواز درلود. هغه شک،
شبهه او تشویشونه چی اوس موجود دي هغه به نه وو! بیا به نه سیاف له دریځه څوک
ننګوه چی روا نه ده او نه به هم د سعودي شیخ د عرفی په ورځ ځانمرګی بریدونه ناروا
بلل.
نو اوس نه پوهیږو چی د سعودي شیخ روا دی او
که د طالب استاد!!!
ما شاالله افغانانو چی څومره زامن حلال کړي د
اسلام په تاریخ کی به یی ریکارډ څوک پیدا نه کړي خو بیا هم مونږ نه شریعت ولیده او
نه هم عدالت!!! په دی شریعت راوستلو کی به مونږ نوره څومره قربانی ورکوو؟ الله(ج)
جانې!!!
پرده دوم: قرباني او مال منډیي او مارشال
قیمتونه:
د عرفی په ورځ له کورنۍ سره مال منډیی ته
تللی وم. مال منډیي ته تګ، د اختر لپاره سودا اخیستل خوند را کوي. اوس خو ډیر دین منل هسې عادات
ګرځیدلي دي. عبادات نه کوو، عادت کوو. مال منډیي کې مال له اسمان سره خبرې کولې.
زمونږ د کوزې پختونخوا وروڼو افغانستان ته د مال لیږل بند کړیدي. اسفندیار نه
پوهیږم چی انساني قاچاق، د اوړو قاچاق ته څه نه وايي خو د مال هغه هم بی ژبي حیوان
په قاچاق یی بندیز لګولی دی. دلیل یی کیدای شي ددوی هغه له ګاندي جی او پنجاب سره نه هیریدونکی مینه وي. دوی وايي چی دغه
مهاجر چی دي دوی په انسانانو رحم نه کوي هسی نه چی د ګاندي جی بګوان ور څخه ازار شي. او اوړه ځکه نه بنده وي چی هغه میلونه خو د
پنجاب د راجه ګانو دي چی د دوی په دلالی خرڅيږي!!!
د مال د ګرانېدو بل دلیل به د کرهڼې، مالدارۍ او اوبو لګولو
وزارت کارنامه وبولو! دوی به په ملیونونه ډالر په دې خاطر لګولي وي چی د مال قیمت
دې ځای ته ورسوي!!!
د مال د ګرانېدا دریم دلیل به دغه چی په مفتو یی ګټلي، په قلم یی ګټلي(لیکوال
برادري نه ښيم) دوی وي. دوی سره خو داسې قلم دی چې یوې خوا ته برچه لري او بلی خوا
ته نوکه! دوه اړخیز دی! که یوی خوا کار ونه کړ چی دا بلې څخه یی ګټه پورته کړي! زه
ولاړ وم. یوه غوا می بیه کړله. په ۳۰ زره یی را ته وویل. ما چی په کوناټي ټپ ورکړ
نو له ۲۰۰۰۰ افغانیو څخه بره اخیستل یی کفر وو! ترڅو چی ما بیه ورته کوله، کوم شیر
بچه په ۲۷زره واخیستله! خوله خلاصی پاتې شولم. ما ویل بچيه، پلار به دې حتمي
مارشال—دیموکرات وي!!!
مال منډیي هم د دیموکراتانو د حکومت په شان
ګډوډه ده، خو بیا هم د دوی له حکومت څخه په کی یو څه نظم وو! دلته داسی غویان وو
چی په یو لک افغانۍ وو خو څه شور مور یی نه کاوه. ډیر درانده او با وقاره په خپلو
ځایونو ولاړ وو. دوی انډو خر نه وو اچولی چی یاره جګ ځای کی دریږو او نه یی هم
واړه حیوانات په لتو وهل! دلته نږدې وم چی د هغه برګ غويي مخ کی یو عسکري سلام
واچوم! د کمونیست برادري(اوس خو شیعه برادري او د شمال ټلوالې مجاهدین هم دا
کارونه کوي) په څير په لوی غویی درود بفرستم!
ما ویل ښه دی چی کرزی نشته کنه اوس به هغه
دلته هم خپل د ملي مشارکت فارمولی پلی کاوه. هغه میښه به یې په غویي مقدمه بللې
وای او د خپل وزن په اندازه به یی واښه ورته اچول—ډیر ساده سړی دی، عقل ته نه
ګوري، وزن ته ګوري!!! سړی به څه ووايي، د هندو په ملک کی زده کړې کول خو سړي ته
همدغه شیان ور ښيي! که هغوی دومره هوښیار وای نو د غوا عبادت به یی نه کاوه—د غوا
زامن!!!
مونږ د عرفی په ورځ مال وانه خیسته! توافق په
دې وشو چې د اختر له لمانځه څخه وروسته به مال اخلو! په دویمه ورځ، زه څه خبر وم
چی نن به بازار له پرون هغې ډیر ګرم وي! ځکه نن چارواکي، مکروریان خیل، وزیر
اکبرخان خیل، شیرپور خیل را تلل. دوی خو کورونو کی ځای نه لري نو په همدی ورځ مال
اخلي او همالته په منډیي کې یې د ابراهیم خلیل الله او شیرخدا په ارواح حلالوي!!!
بل دلیل دا دی چی دوی له غوا،
میښی، ګوسفند ډاریږي—ما را نه خوره!
د اختر په شپه می شفیق مرید لیده چی اریانا
میلمه کړی وو. یوې ښکلې جلکۍ ترې وپوښتل که شفیق جان قرباني میکني؟
شفیق: ده خانه میکنه، مه خونشه دیده نیمتانم!
حیران شوم. یو اړخ ته طالب جان وګوره چی
انسانان حلالوي—د انسان حلالولو د سنت ایښودونکی او بل اړخ ته دا بل وګوره چی د
چرګې وینه نشي لیدلی.
څومره افراط او تفریط؟!!!
نو زه هم متوجه شولم، دا مکروریان خېل چې په
منډیي کی حلاله کوي، یو دلیل یی هم په خوب کی ډاریدل دي ځکه چی دوی وینه نشي
لیدلی. د شپی هغه وینه،ګوسفند د پیري په شکل دوی ته ورځي او ډاروي یې! سبا بیا نو
ملا ته روان وي چی قندولکم در خواب ترسیده!
پرده سوم: فساد او هغه هم په بې سوادو کې:
زمونږ په چم ګاونډ کې دغه کوچيان وروڼه چی
مال ساتي په لویه کمیونیټي کې پراته دي! ما ویل ځه اوس می کار جوړ دی، دوی به را
سره ښه مرسته وکړي!
یو ښه مال به را ته په ارزان قیمت واخلي خو
زه څه خبر وم چی دوی هم زمونږ په څير فاسد شویدي. دوی کې هم هغه ارزښتونه چې یو
کوچي یې باید ولري لکه ریښتینولي، پښتونولي، مینه، کلیوالتوب مړه شوي وو. دوی له
ښاریانو یو قدم ور بره کړی وو.
نه دا چی لفټ یی را نه کړ نوره ګوتې یې هم
کولې! واړه مالونه يې، چې هیڅ قرباني نه پرې کیدله، راوستلي وو! یوه ته چی بیخي
زمونږ د جومات دی وویل چې دا څه کوې؟
مال والا: پوښتنه یی مه کوه! دغه کابلیان پري
نه پوهیږي چې په دې ورځ یې تیر نه کړو، بل وخت نه خرڅیږي؟
د کرزي د لس کلن حکومت یوه لاس ته راوړنه هم
فساد دی چې اوس کوچي وروڼه هم پرې اخته شوي دي! فساد او هغه هم په دیني اموراتو کې
ګوته کول!
پلار ته به مې زیاتره کسان راتلل چې حاجی
صاحب همی مال چند ساله باید باشد؟ چطور باید باشد او ...
ما ویل یاره، دا د څه شي لپاره مونږ جنګیږو؟
دا قرباني یعنی څه؟ پرې پوهیږو نه او کوو یې! عجیبه کارونه دي!!!
پرده چهارم: قبر پرستي:
نن
مې د ترور ځوی سهار د وخته نه وو راغلی! دی د هر اختر په سهار راځي او مور مې له
ځان سره د خپلې مور قبر ته بیایي! فامیل او پلار یې هم مخکې کړي وي! هلته لږ
وژاړي، قبر وټکوي، څو خبرې مړي ته وکړي او بیا را درومي!
نن سهار خبرونو کی می له "نور" څخه واوریدل چی د سولې د عالي شورا ریس سره
د نورو بت پرستانو د انسي شیطان قبر ته
تللی—استاد برهان الدین رباني!!!
قبر یی ور ټکولی
چی ارمان های شومت را ان شاالله پوره می کنم! خلک وایي کرزی نه پوهیږي! څنګه نه
پوهیږي؟ مخکې یو شهید اسلام وو، اوس دوه شول—رباني او مسعود!
د پنجشیر او شمال
د حوزی اوسیدونکي به مسعود ته عبادت کوي او د تخارستان د حوزې به رباني مرحوم ته!
په دې ډول سره به دوی ویشل شوي وي!!!
دا مشت نمونه
خروار وو! څوک چې په څه شي شکر وباسي، قدر یې کوي الله یی هم ډیروي! مونږ چې د مړو
عبادت جاري ساتو نو هیڅکله به له مړو خلاص نشو!
پرده پنجم: شیطان ویشتل!
افغان حاجیانو سره په اړیکه کې، پوی شولم چی
شیطان ویشتلو سخت ستړي کړیدي. خو ما زړه کی ویل چې یره، عقل افغان پسان میایه! یوه
ته مې وویل چی کوم د پارلمان افغان وکیل
مو و نه لیده؟ کوم افغان والي مو ونه لیده؟ کوم افغان وزیر مو ونه لیده؟ ویل یاره
ښه ډیر مو ولیدل! ما ویل خو همدغه به مو ویشتي وو کنه!
دوی ویل چی یاره ته په هر څه کې ګپ لګوې! په
مذهبي امورو کې هم ګپ لګوې! ما ویل والله که شیطان هغسې کارونه زده وي چې دوی زده
دي! دوی د وزې زامن دي په ...!
انسي شیاطین له جني هغو څخه ډیر خطرناک وي!!!
leekwal@yahoo.com