بی خونده خبری(۹۷): د سر هنری ډیورنډ کرښه!


 
 
اکتوبر۲۰۱۲،۲۵
جناح صاب او پاکستان:
له ۱۹۴۷ز څخه را پدیخوا چی په سیمه کی د اسلام قلعه په نخشی را زرغونه شوی، مونږ په دی غم اوښتي یو چی ډیورنډ زمونږ دی او که نه دی!
پاکستان جناح صاحِب په ۱۹۴۷ز کی ازاد کړ چی تر څنګ یی عثماني او علی ورونه اوږه په اوږه ولاړ وو.
جناح مهمه نه ده چی تاسو یی څه بولی په ۱۹۴۰ز کی خپلی سیاسي هلی ځلی د یو اسلامی ملک لپاره چی پاک سټډیز یی د امام شاه ولی الله چی د خپل ځان دفاع لپاره یی احمد شاه بابا ورغوښتی وو او د علامه اقبال چی په خپلی شاعری کی هم پیاری هندوستان ته وفادار پاتی شوی د ویژن او لرلید په بنا رمنځ ته کړي.
علی جناح صاحب له ۱۹۴۰ز څخه نیولی تر ۱۹۴۷ز پوری د ۷ کلونو د مبارزی په جریان کی ډنډه نه ده خوړلی او نه یی هم زندان لیدلی دی!
خو هر څه چی وو د اسیا او زمونږ لپاره یی یو داسی هیواد رامنځ ته کړ چی له شره یی نه یوازی ګاونډي بلکی کور دننه پراته قومونه هم په امان نه دي پاتی!
د ډیورنډ په مقابل کی د افغانستان ناکام سیاست:
افغانستان ددی پرځای چی له موقع ګټه پورته کړي، خپل ټانکونه د هغی سیمی په لور ولیږي چی دعوه یی لا تراوسه کوي، دومره وکړل چی په ملګرو ملتونو کی یی پاکستان رسما رد کړ. دغه احساساتي اقدام ددی سبب شو چی تر نن پوری مونږ د غم په ټغر کینو!
همدغه کوچنی پاکستان چی ګل ملا همکار یی خپل همزولی بولي په دی وتوانیده چی په هیواد مو بمبار وکړي او بیا تر نن پوری وطن مو د مستقیمو حملو (کونړ بمباري) او غیرمستقیمو حملو(د مجاهدینو او اوسنیو طالبانو څخه ملاتړ)لاندی ونیسي.
داوود خان پرون، چی د ولس ملاتړ هم ورسره وو، ددی پر ځای چی یو معقول حل راوباسي او ستونزی ته د پای ټکی کیږدي، ایله دومره وکړل چی احضارات یی درجه یک اعلان کړي او په جهلم کی د اوداسه ترسه کولو نیت وتړي. لکونه کسان یی  موبلایز کړل ترڅو په پاکستان ور ودانګي چی بیا یی ترمنځ کوم سعودي خلیفه کیږي  کنه نو د ماسپښین لمونځ به لیوني په جیلم کی کاوه!
وروستني حکومتونه کور دننه د جنجالونو خوراک شول چی تر شا یی بیا هم رغنده رول د همدی ویجاړوونکی کرښی وو!
نجیب پادشاه بیا د ډیورنډ د کرښی شهید شو ځکه چی ای ایس ای ورته د ملګرو ملتونو په سفارت کی ویلي وو چی لاسلیکوی یی که په اریانا چوک کی چی د نجات ورځ دی تری اعلانوله او زمونږ خلاف دی بیانونه ورکول اویزان کړو! د مجاهدینو ګاو بیا په خپلی تلپاتی خبری دریږي چی "وطن یا کفن"!(شفاهی تاریخ) کوزی پختونخوا کی پاچا خان او اولاده یی وار دمخه ډیورنډ کرښه مني او خپل سیاست او خدمات د همدی جغرافیی دننه خلکو په احاطه کی سوق کوي خو دوی بیا د همدی کرښی ګټلو لپاره له مونږ څخه له پرونه تر نن پوری باج اخیستی دی او افغان حکومت یی په دی غولولی دی چی سبا وي او که نن وي مونږ به د پاکستان دننه اور بلوو ترڅو ځان له پلرنی ټاټوبي سره وصل کړو!
په کابل کی د کوزی پختونخوا مشرانو ته په ځای ورکولو سره مونږ نه یوازی یو ځل بیا د پاکستان دښمني واخیستله بلکی په ملیونونو افغانی مو هم له لاسه ورکړلی چی د اجمل خټک او نورو په ضیافت مو په کابل کی لګولی! د کوزی پختونخوا دغه مشران داسی کسان وو چی حتی کور دننه یی ملاتړ نه درلود!
د مجاهدینو یو سپیڅلي مشر چی لا تراوسه یی ماغزه ځای ته نه دي راغلي له پاکستان سره د اسلامي اخوت چی دوی یی سر لیدلی وو د فیډرشن غوښتنه وکړله...
طالبان رسما د مرحوم او مغفور نصیرالله خان ځامن وبلل شول او ځینی مشران لکه ملا بورجان، احسان او رباني چی په دوی کی د پاکستان د سیاست، مداخلی مخالف ول هلته دلته ووژل شول. له دوی څخه پرته د طالب تحریک هیڅ یو مشر بی له دی چی امریکی نیولی وي، نه دی وژل شوی او که وژل شوي هم وي هسی د کار لوښي نه ګڼل کیږي!
دیموکراتان او ډیورنډ:
د دیموکراتانو په راتګ سره او د امریکا په یارانی باندی د اتکا له امله په مونږ کی ویده د ډیورنډ لاین هیله راویښه شوله!
مونږ په داسی حال کی له پاکستان د ډیورنډ کرښی دعوه کوو چی نه هلته لاندی او نه د لته ورته پوره ملاتړ لرو!
مونږ په داسی وخت کی له پاکستان د ډیورنډ کرښه غواړو چی نوموړی اوس هم په سیمه کی د امریکا لپاره له افغانستان څخه ۱۰ ځلی مهم او شا تیر دی!
مونږ په داسی وخت کی له پاکستان څخه اټک غواړو چی پاکستان اوس په افغانستان کی د پل مټک دعوه کوي!
مونږ په داسی وخت کی له پاکستان څخه په جهلم کی د استنجا کولو غوښتنه کوو چی کونی کی مو وار دمخه کوښ پیدا شویدي.
مونږ په داسی وخت کی د اټک غوښتنه کوو چی د کوزی پختونخوا اکثریت دی ته په هیڅ وجه تیار نه دی چی له داسی یوی ستونزی سره دی ځان وتړي چی له شره بله ګټه نشي ور رسولی!د کچ لینا په بدل کی به د افغانستان لوری د کوزی پختونخوا خلکو ته چی زمونږ له پلازمینی یی ژوند ډیر غوړیدلی او رنګیدلی دی څه دینا ورکولای شي؟
دیموکراتان متاسفانه دومره ضعیف دي حتی دومره یی ونشو کولای چی امریکا په دی قانع کړي چی ورته مهم دي! خو هغه لوفر، بد اخلاقه، لوچک او د کوڅی لنډغر (دا هغه صفات دي چی مونږ یی زرداري ته کاروو) زرداري په امریکی دا ومنله چی رسما د ډیورنډ په اړه خپل نظر څرګند کړي کنه نو وتل یی هم شونی نه دي!!! ددوی لپاره به د حل یوازینی لار دا وي چی خپل ځانونه که د "شرم" په نوم څه شی پیژني په خپلو نیکتاییو سره زندی کړي او ترڅنګ خط پریږدي چی باید په کی لیکلي یی وي چی "دا په امریکی د ایمان نتیجه ده"!!!
شمال ټلواله او اخري ټکټ یی:
د شمال ټلوالی مشران نه یوازی دا چی احمق دي بلکی ډ‌یر زیات ټيټ او لویدلي خلک دي! دوی چی تراوسه پوری یی د مذهب، ژبی، لهجی او خراسان شعار کارولی نتیجه یی نه دی ورکړی. په امریکی ایمان دومره له دوی سره مرسته وکړله چی ږیري او سر او وضع خپله برابره کړي او نیکتایی واچوي کنه نور هماغه شنه دي چی اوس یی همدغه شینتوب رسما د امر الله صالح په نوم د یو لنډغر په مشری ثبت کړیدی. دوی  اوس غواړي چی د "ډیورنډ منو" شعار سره نه یوازی د کور دننه د ټولو هغو لورو ملاتړ ترلاسه کړي چی کور دننه د ټولو شخړو اصلي سرچینه ډیورنډ بولي بلکی د سیمی له زبرځواک(خیر دی چی تراوسه مونږ نه دی منلی) پاکستان سره د ګوړی پوخ لاین وغځوي! دا موضوع به حل شي او یا هم نه خو د شمال ټلوالی ته به یی سوري پاتی شي!
پنډتان، اهل قلم:
دلته تاریخي سټی شته—چی لومړي صف د وصف کی تل ددوی جاینماز هوار وي—چی کولای شي او ځانونه هم اغیزمن ګڼي چی ولسمشر باندی رسوخ وکړي ترڅو هغه د اوسني وضعیت په اړه خپلی "نه" او "هو" ته تیار کړي.
کنه نو په فیسبوکي لیکلو، هلته دلته یوی مقالی لیکلو باندی نه دا موضوع حل کیږي او نه هم حل شویده—نور نو ډیورنډ تعریف او تفسیر ته اړتیا نه لري! ماشومان هم له دی خبر دي چی ډیورنډ څه شی دی او چیرته دی؟!!!
leekwal@yahoo.com