بی خونده خبری(۷۱): اداري کودتا

وسیم سجاد، کابل
جولای۲۰۱۲،۱۴
روهی ویبپاڼه می لاندی باندی کوله چی یو خبر می تر سترګو شو؛ تفصیلی یی نه را اخلم یوازی دا چی په ایسا کی مامورینو د خپل منجمنټ خلاف ګروهی، دسته جمعی استعفا ورکړیده.
زه یی نه احمدزی پیژنم چی د مستعفی کسانو سر لاری دی او نه هم افتخار!
خبر می ولوست. شپی را کره یو مولا هم میلمه وو. نن شپه مو تلویزون بیا لګولی وو؛ ځکه دا یوه اونی مو په کور کی په تلویزون بندیز لګولی وو؛ ځکه چی د امتحانو شپی ورځي دي. هلکان او خورکی می باید درس ووایي. پرون شپی ناوخته چی له خپلو نورو کارونو، لیکلو، چټ، زیاتو خبرو کولو خلاص شوم؛ ما ویل چی دغه تلویزون وګوره چی څه په کی شته او کنه. د طلوع په کنکاش واوړیدم. یو کمر باریک هلک یی برنامه چلوي. پرون شپه یی خاص سینګار کړی وو. ستاسو له زړونو دی لری وي. نارنجی ټای یی لګولی وه. ورسره میلمانه هم ښه په ساټ و باټ کی وو.
د دوو نورو ترمنځ ناست او اوږد کس احمدزی تخلص کاوه. هینډسم تها. ښه بحث یی کاوه. د بحث موضوع هم د ایسا هغه وه. ایسا به پیژنی؟ په افغانستان کی له پانګی اچونی د ملاتړ اداره!!!
چی په انګریزی کی یی Afghanistan Investment Support Agency بولي. ایسا د نوي حکومت پخوانی اداره ده چی یو وخت یی مشري د افغانستان بانک اوسني مشر دلاروي کوله.
د هیواد د ځینو نوو ادارو په څیر دلته هم په اصطلاح تکنوکراتان په دندو ګومارل شوي دي. مطلب دا چی ښکلی نیکتایی اچوي، ږیری هر سهار کلوي؛ د جونو په موندلو او چل ورکولو له نورو ډیر پوهیږي او...
دغه تکنوکراتان نور بلا مواصفات هم لري چی د بدخشان کوم خر به یی انتقال نشي کړای.
خبره به نه اوږدوم. دلته اوس درز راغلی؛ یوی لویی ډلی په یو وار استعفا ورکړیده. دلیل یی د ریس بی کفایتی او په فساد اخته توب بولي. خو کیدای شي دا خبره هم وي چی مستعفي ټیم د نوی ریس له فرمایشاتو سره مساوي نشي کولای. ځکه چی کیدای شي دوی به د دلاوري پرمهال په تنبلی اموخته شوي وي نو اوسنی ریس چی مقرر شوی؛ ځینی اکټونه د فعالیت به یی کړي وي چی پخوانو هغو به نه وي خوښ کړی.
دا چی افتخار د چا دی او احمدزی په چا پسی تړلی دی؛ زه یو ځل بیا اشهدو وایم چی دواړه په رسمی ډول نه پیژنم. خو دغه اخری می په تلویزون ولید.
په خبرو ښه پوهیږي؛ ښه دلایل هم وړاندی کوي؛ څنګ کی ورسره دوه نور چی ناست وو خوند یی نه وو.
کرزی له توکیو نوی را ګرځیدلی؛ ښه په درز کی دی. وایی فساد له منځه وړم؛ ۱۴ نکته یی تدبیر ورته مدبر نیولی. مدبر! د کوټی هزاره!!!
د ولسمشر هم عجیب منطق دی! هغه کس چی په خپله نجس دی، د فساد په ډنډ کی لامبی هغه به څنګه ورته پلان جوړ کړي! ځه الله دی مونږ له شیطانی څخه وساتي. زه د کرزي او شیعه برادری ترمنځ یی درز نه اچوم! چشم بد دور!
دغو ځوانانو په آیسا کی هم لکه د کرزي خبری اوریدلي؛ او تصمیم یی نیولی چی ولسمشر بس شین چراغ را کړ؛ د فساد په خلاف غږ پورته کوی؛ هم به مطرح شی او هم به ثوابونه وګټی!
لا تراوسه معلومه نه ده چی د ریس او مامورینو ترمنځ لانجه په څه شی راغلی ده؟ تراوسه کویی اته پته نهین! خو که هر څه دي دغو هلکانو د ثواب کار کړی!
بلا داسی دفترونه به ومومی چی د تکنوکرات، مسلکی او انګریزی په نوم به معاش اخلي او هغه هم ډالري خو نه به یی کار وګوری او نه هم ثمره!
دداسی مسلکی دفترونو څخه یو راته کیسه کوله. نوم د اداری یی واخلم کنه؟ ځه اخلم یی! د ټولټاکنو خپلواک کمیسون چی په راس کی یی د ټلوالی مولا معنوي پروت دی!
دوی په بلخ کی د عطا په قوماندی یو کس د خپل ساحوي دفتر ریاست لپاره نیولی وو. کس له مقرری وروسته، خپل مرکزی دفتر ته زنګ وهلی چی له دی مرکزی دفتره ماته ورځ کی څو برښنا لیکونه راځي! دغه ایمل دلاوری څوک دی؟
مرکزي دفتر ورته ویلي چی یاره مونږ سره خو په دی نوم څوک نشته! خو سړي اصرار درلود چی ما سره ثبوت شته؛ ایمیلونه راسره پراته دي! ما خو از شکم خود ګپ نمیزنم! خبره بس دی ته رسیدلی چی ځه څوک د مرکزی دفتره په بلخ کی شته، خپل دغه ایمیلونه ور وښییه چی دا څوک دی چی تنګوي دي.
د مرکزي دفتر کس چی ایمیلونه لیدلي نو له خندا ضعف شوی! تشي یی نیولی دي! په فرش غورځیدلی دی! د ریس صاب رنګ اوښتی وو چی څه وشول؟
د مرکزي دفتر کس چی در کنترول امده نو ویلی دي: چی کور دی ړنګ شه! دا خو مایل دلاوری نه دی! دا خو mail delivery failed message دی. دغه پیغام هغه وخت تاسو ته از شبکه جهانی انټرنیټ میاید چی کله تاسو په صحیح پته کوم برښنا لیک ونه لیږی! پته اشتباه وي؛ کوم ځای غلطي ولري نو بیا دوی درته مسج درکوي چی د پیغام لیږل ناکام شول!
دا کومه ټوکه، مټاکه، لنډه کیسه، ریشخند نه دی! حقایق دی! داسی نوری کیسی هم لرم خو د حساسیتونو له وجی به تری تیر شم!
داسی ډیر شته! سهار ځي او مازدیګر ځي! نه پلان شته او نه یی هم پلی کول! ددوی په ضد باید داخلی کودتاوی وشي؛ دوی باید معرفی کړای شي! دوی باید وشرمول شي!
مهمه دا نه ده چی چا مقرر کړیدی؛ مهمه اوس دا ده چی له دوی سره تاسو اوس څه کوی؟ څه ډول یی لاره ور بندولی شی!
زه له احمدزي او کو څخه یی منندوی یم! که هر څه ستونزه ددوی ترمنځ وي خو اقدام یی د سړي د ځوی دی!
د لانورو ورته اقداماتو او استعفاوو په هیله!

نوټ:
* هغه چی وایی چی په دفتر کی یی د مارشال زور ډیر دی ولی له دی ډول اقداماتو استفاده نه کوي؟ ګوری ګروپ جوړ کړی، رسنیو ته راشی، څه نا څه ثبوتونه کامرو ته وښیی بیا نو تاسو ګوری چی د چا پلار به هم ستاسو خلاف اقدام ونشي کولای!
* یوه خبره چی په پای کی را یاده شوه؛ هغه دا چی طلوع تلویزون چی په دوی ګردی میز نیولی نو حتما په خبری کی څه مرداری شته. کیدای شي له مسلکي والی څخه یی ژبنی او قومي اړخ ډیر قوي وي او احمدزی هسی په مفتو کی توت ته خیږولی!!! leekwal@yahoo.com