بی خونده خبری(۵۶): جامع الکمالات، ...،...،...


 آپریل۲۰۱۲،۰۳
نړی اووه عجایب لري خو دا زمونږ ملک یی په کی نه دی ګڼلی؛ نه پوهیږم ولی؟ بیا هم لکه له مونږ سره د مور میری سلوک شوی؟
چی وګرځی نو قِسم،قِسم  د الله(ج) پیداوښت به وګوری! د ټولو په اړه خو دلته د زړه خوله نشی کولای ځکه وخت به لګي او ورځ به لګي!
په ما خو هسی هم انتقادات دي چی په شخصیتونو او کدرونو پسی لګیایم؛ د قلم باړونه پری چلوم! په دی اړه به ځوابونه او سپیناوی په کومی بلی لیکنه کی ترسره کړم؛ اوس مهال می دغه د دوستانو شِکوه مطرح کړه او بس!
افغانستان کی ۷ پاکستاني او ۸ ایرانی(۱۵ هم ځینی وخت روایت کی راغلی) لډران تیر شوي دي!
چی په کی:
1.       پروفیسور صبغت الله مجددی
2.       پروفیسور برهان الدین ربانی
3.       پروفیسور عبدالرسول (تحریف شوی نوم یی عبد الرب رسول) سیاف
4.       پیر ګیلانی
5.       مولوی محمد نبی محمدی
6.       مولوی نبی خیل
7.       هلک حکمتیار
په ضمایمو او یا په سپیر پارټ کی د قاضی ملتیار نوم هم یادولی شو!


یوه خبره درته وکړم هغه دا چی پښتانه چی له تعلیم سره بُغض لری نو یو دلیل یی هم ددی لډرانو د وجی دی! دوی وایی چی افغانستان مکتبی ړنګ کړ او دا سیی خبره ده! دی ۷ ته وګوری کوم یو یی په کی اُمی وو؟ هیڅ یو! ټول په کی پروفیسوران او له هغوی چی بیا وړوکی پورزه ده نو انجینر! له دی لاندی کس په کی نه پیدا کیږي!
خو په دی ټولو کی شپږ ښځی یو یی نر؛هغه هم انجینر، انجینر!
حکمتیار ته د اور د پرتوګ خطاب هم شوی! چی په نه اغوستلو یی سړی بربنډیده او په اغوستلو یی درته اور لګاوه!
که برنی لیست د بند انټروال په حیث ومنو نو د دوو ترمنځ تل لفظی لانجی کونجی تیری شویدي! له دی نورو سره د لاندنی کس د ګریوان او خپړی لګول پيښی هم رامنځ ته شویدي!
لاندینی کس د لومړني هغه الوتکه لکه وویشته او هغه ورته د حرامیتوب ترکچی په درناوي قایل شو! مجددی صاب د مجاهدینو لومړنی ولسمشر پاتی شوی؛ په آروپا کی د امامت په پوست هم فایز شوی! په هماهنګی شوری کی یی هم غوښن رول درلود! د سعودی له شاهی کورنی سره لکه د کومی خور په وسیله تړاو لري؛ د نجات ملی د مشر په حیث اوس هم په کرزي برلاسی دی! په دی نوي معجون کی پير صاب د همبستګی د کوم پروګرام مشر هم پاتی شوی؛ وروسته بیا د سنا مشر شو؛ په دی عنعنوي کی پير ته شهرانی تیر شو او د جرګی مشر یی کړ! او بیا پیر په شهرانی مرستیالي ولوروله! 
د ربانی تر چتر لاندی پیر مجددی د سولی د نام نهاده کمیسون غړی وو! په مشرانو جرګی کی د سیاف کس پری پښه واړوله او شیخ فانی یی لاندی کړ!
د تیری جمعی په شپه ډاکټر صاب ویل چی کله په کابل د بدماشانو واک وو؛ د ښار خوند او زنګ تللی وو؛ په تلویزون بل څه نه لیدل کیدل نو خلکو به د "خندا بازار" مینه د پیر په عالمانه وینا ماتوله!
پیر په اوتو بوتو کی د "خندا بازار" ټوکمارو ته ماتی ورکړی! ما به تل د عبداالرحمان بابا ته منسوب کلام ته دشک په سترګه کتل چی وایی" عقل مه غواړه طالع غواړه رحمانه"
له پیر سره یی طالعو تل یاري کړی! پیر ماشوم ته ورته دی! زر مروریږي خو که چاکلیټ دی ورته وښود بیا دی فرمانبردار ځوی دی!
لاس یی مچو کړه او بیا ورته غوږ شه چی د ډبل عبدالله ټول خاندان درته په یوه ساه  وښکنځي! په دی رمز د آرګ چارواکي ښه دانا دي!
په هره جایزه او نا جایزه معامله کی کرزی مجددی د سوګند خوړلو لپاره شاهد نیسي؛ دولتی مرور په ده پخلا کوي! دهر ټپ پټی د هری مرداری دوا! ځکه چی مشر دی؛ سپین روبی دی او څه او څه! خو یتیم چی سرسبیل شي نو سل ګزه یی ..ڼ شي!!! ده نو بیخی له پایڅی راویستلی! لنډول یی پکار دي!!!
 
چی د شپیتو شي د ویشتو شي خو دده په اړه خبره په بل ډول ده! نه یی څوک ولي او نه الهی مرمی ته برابریږي! لکه په ځانمرګي نه ارزي که څنګه؟ یا به یی کیدای شي تیغ بندی تړلی وي!
پیر ځیلي، جاه طلب، حریص، خود خواه او بی عقل انسان دی!
دا وار چی په پختونخوا کی له دوستانو سره په کوم مجلس کی برابروم نو د جهاد د مهال د پیښو او وقایعو بحثونه او کیسی د دسترخوان په سر خوږی خبری وی.
 
له ډوډی په جهادی ډایلاګونو او فلمی شاټونو کی ډیر خوند وو.
یو شاټ د مجددی صاب په اړه هم وو؛ د سعودی په کوم ښار کی د اسلامی هیوادونو غونډه وه او افغان لډران هم هوری دعوت شوي وو. د هیت مشرۍ لپاره په ربانی امنا شوی وه؛ مجددی چیری له خونی وتلی د غونډی له منتظمینو سره په تصادفی ډول مخامخ شوی هغوی تری پوښتلي چی د هیت مشر مو څو ک دی! ده په نره ځواب ورکړی چی"زه". حال دا چی د ټولو په خوښه ربانی ټاکل شوی وو! ده هغه د جلسی "بیج"
نښان راخیستی او په خپل ټټر یی ټومبلی دی! حکمتیار چی لیدلی نو دواړه پښی یی په یوی موزی کی منډلي چی دا څه بی نظمی دی؟ والله (ج) که یی راباندی ومنی! زه وځم! د هیت غړو چی دغه اړ دوړ لیدلی نو مجددی پیر یی په څه هنر او منتر د هیت خونی ته راغوښتی! په خونه کی یی په ټولو نیولی او د غونډی نښان یی ورڅخه په زوره اخیستی! 
او ربانی ته یی ورټومبلی دی!
ډیر زیات می ورته وخندل؛ بی اندازی می ورته خندل! مولانا ته می چی دا خبره وکړه نو اول می فکر کاوه چی مولانا به په دی روایت پسی وخاندی خو هغه هم ورباندی د تاید مهر کیښود.
زمونږ جهادی مشران دی ته ورته بلا کیسی لري! خو هیله ده چی له چا سره دي؛ نشر ته دی وسپاري ترڅو د دوی دروغین شخصیتونه! وځلیږي! 



مجددیان په اړو دوړو کی د حکومتونو مخالف او موافق پاتی شویدي او تل یی د چنګاښ غوندی د ملت وینی زبیښلی دي. کله چی هم حکومتونو خفه کړي نو بیا چی سبا له خوبه را اوچت شوي پیروانو ته یی ویلي چی شپی می مشر مجددی په خوب کی لیده؛ رسول الله سره وو(نعوذو باالله) چی را ته ویل یی کفار له وطنه وشړی! حکومت چپه کړی!
دومره عمر کس ته باید د شیخ فانی او یا هم منټلی ډيډ سرتیفیکټ ورکړل شي خو دی اوس هم د مقام،مرتبی،رتبی په فکر کی دی!
هر سړی په عمر کی یو ټارګیټ لري لکه:
زه به ولسمشر کیږم!
۵ زامن او ۴ لورګانی به راوړم!
زامن به دی ځای ته رسوم!
خو نه پوهیږم چی دده ټارګټ به څه وي؟ کوم ځای ته رسول غواړي؟
زامن،لمسی، کړوسیان خو یی ټول لګولي اخر دی څه غواړي؟
تنبله سبا چی لمسی یی ده په طب کی ده او د سبا خور څه موده مخکی په کانادا کی د سفیر سکرتره او په کوم بل پوست لګیدلی وه نو له دی پرته څه غواړي؟
که خبره د لیاقت وي نو هغه خو په تا کی نشته! که خبره د فتوا ورکولو وي او کرزی تری ډاریږي چی یاره فتواه ورنه کړي نو له هغی دی هم خاطر جمع وي ځکه چی ملت دغه ټپوسان پيژندلي! له ملاعمره پرته د بل هیچا فتوا د منلو وړ نه ده!
leekwal@yahoo.com