
ابوظبي:
د جمعی مبارکی په ۱۰ بجو ابو ظبي ته روان شولو. د بری
دوبی په بس سټشن کی مو په ۲۵ درهمه ټکټونه پری کړل او یا الله (ج) مدد!!!
ټوله لاره لکه دوه ساعته وه! پوره اراده مو کړی وه چی
لمونځونه به د ابوظبي په Grand Mosque کی ترسره کوو خو په لاری کی ناوخت شوله. ترڅو چی لوی
جومات ته رسیدلو؛ د جمعی مبارکی لمونځ تیر وو. له دوبی چی ووځی په لاره کی نوي
کارونه روان دي. سرکونه جوړیږي. هوایي پلونه دي چی کار پری روان دی! لویی کمپنی هم
له دوبی د باندی په دی دشتو کی دي.
ابو ظبي د دوبی پلازمینه ده چیری چی خلیفه کیني. د پیسو
او تیلو له اړخه هم غني ده. ها یوه خبره چی را نه هیره نه شي. د عربین ډریمز جلکی
ویل چی که ابوظبي ته ځی نو ویزی درسره واخلی.
ما خپله ویزه واخیستله خو په بس سټشن کی را څخه ورکه
شوله! خو په کیسه کی یی نه وم ځکه چی مطمین وم چی امارات اسلامي، پاکستان نه دی چی
پولیس به می ونیسي چی ماجره چرته ځی؟!!!
په ابوظبي ترمینل کی چی کوز شولو نو یو افغان راغی او را
ته ویی ویل چی چیرته ځی؟ ما ویل لوی جومات ته! ده ویل د خلیفه زید بن النهیان
جومات ته؟ ما ویل: هو!
افغان: ۶۰ درهمه!
زه: ۵۰ درهمه!
په دی خریدو فروش کی یی په بل موټر په ۴۰ خرڅ کړلو! دغه
نوي موټروان ته می وویل چی یاره ۴۰ درهمو نه روپی هم پورته نه درکوم! دلته هم دوکی
کوی؟ ویل راځه نو چی نه یی راکوی!
موټر له باندی نوی خو دننه سخت مردار وو!
دا چی په موټر کی وختلم نو ورته ومی ویل چی یاره ۳۰
درهمه درکوم ځکه چی موټر دی مردار دی!
موټروان خپل سړیتوب وکړ او ویی ویل چی یوه هم نه در څخه
اخلم. بیا مو نو د یو بل په معرفی پیل وکړ. دا زمونږ عادت دی چی دوه افغانان په
خپلو کی سره مخامخ شي نو پوره پوښتنی کوي: څوک یی، د کوم ځای یی؟ له کوم خیل او
کوم...
سړی زیږ وو او هغه هم د شمالي وزیرستان! کال کیده چی له
کوره راغلی وو. ټوکی می هم ورسره کولی! په لار کی یی راته وویل چی څنګه او په څه
شي پسی راغلي یاست؟ ما ویل یاره دلته چکر ته راغلي یو!
حیران شو! امارات او چکر! زمونږ خو په کی زړونه چاود شول
او تاسو په کی چکر ته راځی!
په همدی خبرو، خبرو کی یی لوی جومات ته ورسولو! موټروان
یوه د کمال خبره په لاره کی دا وکړله چی په لوی جومات کی د سعودي عربان لمونځ نه
کوي ځکه دلته په لوی شمیر کی بهرنیان راځي او په جومات کی لاندی باندی کیږي؛ عکسونه
اخلي او څه او څه!!!
زمونږ یارانو د جومات له دروازی په عکس اخیستلو پیل وکړ!
ما هم څو ته عکسونه وویستل او ما ته یی هم!!!
جومات ډیر لوی او له سپین مرمر څخه جوړ شوی وو. ښه پراخ
جومات دی؛ له عمومي دروازی څخه په ننوتو ښي لاس برخه د ښځو او د چپ لاس برخه د
نارینه وو د اوداسه لپاره ځانګړی شویده.
لمونځ په کی خوند کوي! پاک، صفا!!! په همدی جومات کی
خلیفه زید النهیان هم خښ دی! د خلیفه په قبر بس د تلاوت کسټ چالن وي!
جومات د نظم او صفایی ځانګړي کسان لري! جومات څخه چی
راوتو، زما افغان ملګرو په سخت شوق او د زړه له کومی
خلیفه النهیان ته دوعا ډالی کړلی! ما ویل ولی؟ دوی ویل چی څومره خدمت یی کړیدی!!!
همدلته می ماغزو کار وکړ چی خدمت دی چی د خلکو زړونه
نیولی شي! او په خلکو په اسانی سره حکومت کولو ته لار هواره وي!!!
له جومات څخه چی راووتو نو دوی ټکسی مو ونیولی چی بیا افغان
هوټل پیدا کړو او ډوډی په کی وخورو! مصفی ته لاړو!
مصفه کی زیاتره پښتانه اوسیږي! هغه ریسټورانټ ته چی ټکسي
والا یی ډیر صفتونه کول ننوتلو.
همدا چی کیناستلو په تلویزون می سترګی ولګیدلی. په
تلویزون کی د افغانستان د فوټبال د لیګ برتر نشریات روان وو! خلک ورته په شوق، په
هوټل کی ناست وو!
ډوډی مو وخوړله او بیا په خپلی ورکی پسی ووتلو.
مصفی کی یو شی چی ټول یی خبرو کولو ته بیا جوړ کړلو هغه
په افغان هوټل کی د برق د سترګو رپ لپاره قطع کیدل وو. له دوشنبی تر جمعی چی په
دوبی کی وو مونږ د برق قطع کیدل نه وو لیدلي خو دلته مو ولیدل—ټولو ویل چی مونږ یو
ځکه!!! د دوبی برق په تیلو دی خو بیا هم ۲۴ فول برق وي!!! قطع کیدل نشته! اسماعیل
خان په څير نه دي چی اینجا این دیګر مردم است؛ به این خاطر برق برایت نمیتیم!!!
دشت برچي خو اوس هم برق نه لري!!!
مرینا بیچ:
له ریسټورانټ څخه چی ووتلو نو بیا د خپلی ورکی په لټه کی
شولو. په سرک ولاړ وو چی یو فلاینګ کوچ راغی! ودرید!
ابوظوبۍ ته؟،ما له چلوونکي وپوښتل.
چلوونکی: هو!
زه: څو روپی؟
چلوونکی: کس پنځه درهمه!
ټیم ته می وویل: یاالله، خیژی!
ابوظبي ته چی ورسیدلو نو ورته ومی ویل: یاره کوزوه مو
مه! همداسی مو مارینا بیچ ته درسره بوځه!
په ابوظبي کی لکه دری شیان سخت د کتو دي:
1. مارینا مال، مارینا بیچ
2. د فراري موټرو د مسابقو محل
3. لوی جومات(د زید النهیان جومات)
بیچ کی وګرځیدلو. په ښکلو جونو مو سترګی یخی کړلی او
پیاده، پیاده د مارینا مال په لوری لاړو.
مخکی له دی چی مال ته ننوځو، ټولو ته می وویل چی ۴۵
دقیقی وروسته به د مال په عمومي دروازی کی سره را ټولیږو. په مارینا مال کی می د کارفور کتاب پلورنځي ته سر ور ښکاره کړ او هغه
هم په وروستیو شیبو کی!
یو کتاب می خوښ شو او په ۱۴۰ درهمه می واخیست! شاوخوا
نوره هم وګرځیدلم. د کتاب پلورنځي له هلکانو سره می ګپی شپی وکړلی. ټنډا ګرم یی را
باندی وڅښل او ۴۵ دقیقی وروسته عمومی ګیټ ته راغلم.
ورو،ورو ټول را پیدا شول. په ټولو کی یو انجینر ورک وو!
نه یی ټیلیفون درلود او نه پوره بلد وو! زه هم په ایستګاه کی پوخ ناست وم او سیل
می کاوه. کافی نیم ساعت وروسته سړی پیدا شو! دی لکه چیرته په کومی شو(ننداری)
برابر شوی وو. بس نو ښه په کی غرق شوی وو.
په قطار کی نه دریدل:
دا کار به خو تاسو هم کړی وي. کله چی مونږ له هیواده وځو
نو سخت سړي راڅخه جوړیږي. اصول مراعتوو. په خپل وطن کی په چارواکو پسی خبری کوو.
دلته نسوار هم بی ځایه نه توکو کوو. که ځای پاک وو نو هغه هم تیره وو. خو په وطن
کی بیا دغه ټول شیان چپه وي!!!
دا چی له اوږده انتظار وروسته، ورک انجینر پیدا شو. نو
مونږ د ټکسیو لپاره په ولاړ قطار کی و نه دریدلو. په غوصه وو. د قطار سر ته
راغللو. نور خلک په قطار کی وو خو مونږ صف مات کړ! ۴ ملګري په یوی ټکسی کی کیناستل
او مونږ ۳ بلی ته منتظر شولو. چی په دی کی یو ځوان چی له ما څخه هغه مهال چی په صف
کی وم شا ته وو، را ووت او را ته ویی ویل چی مونږ هسی لوده ګان در ته ښکارو چی په
صف کی ولاړ یو او تاسو بی نوبتي کوی! سیده لین ته ځه! ځان می پوره ملامت لیده.
ځمکه می لټوله چی په کی ننوځم!!! سخت خپه شولم! جنګ می هم نشو کولای. د ښی خبری
خلاف څوک دریدلی شي؟!!! لاړم په صف کی ودریدم. تر هغی چی وار می ورسید! په ټکسي کی
له کیناستلو وروسته می، هغه ځوان هلک ته چی ما ته یی صف کی د دریدلو ویلي ول، لاس
پورته کړ!!!
د کابل په بین المللی هوایي ډګر کی می هم څو ځلی ورته
ګډوډی کړیدي. په صف کی می زړه تنګیږي! نیغ په دروازی ننوځم خو هیچا هم څه نه دي
ویلي!!! ځکه دلته خلکو ته دغه ډول ګډوډی سړیتوب ښکاري ځکه چی دوی له دی څخه غټو
نورو سره عادت شویدي.
بیرته دوبی ته:
له مارینا بیچ څخه د بس ټرمینل په لوری می په موټر کی د
ماښام او ماسختن لمونځونه ترسره کړل. د اسلام له مزایاوو می خوند اخیسته! د ابوظبي
په بس ټرمینل کی می ټولو ملګرو ته ټکټونه را ونیول. له دی خوا تر دوبی پوری ټکټ په
۱۵درهمه وو ځکه چی په ابو ظبي کی تیل ارزان دي!
بس په څو دقیقو کی بس روان شو! موټروان یی پښتون وو! شپه
وه! دوبی ته له ابوظبي بسونه د شپی ۱۲بجو پوری چلیږي! زه هم ستړی،کتاب می هم نشو
لوستلی، سترګی می پټی کړلی. د بس د خوراکي توکو له کراچی می هیڅ هم وانه خیستل!
نیغ په نیغه لاړو دوبی ته! بیرو بار وو! بس ټرمینل کی له کوزیدو وروسته، نه پوهیږم
چی څه مو وکړل؟ ها نیو ګولډ سوق ته لاړو! زمونږ افغانان حج ته نه ځي په سرو زرو او
تداوی پسی ځي! ټول د سرو زرو داخیستلو شوقیان وو! په یو څو دوکانونو می وګرځول او
خپله تری وتښتیدلم. عربین ډریمز کی خپلی خونی ته لاړم. نیو ګولډ سوق زمونږ هوټل ته
نږدی وو. سوق عربان بازار ته وایي! زمونږ د هوټل او نیو ګولډ سوق ترمنځ پرتو
هوټلونو ته می سر ور ښکاره کړ، که ډیسکو ولري!
leekwal@yahoo.com