د لوی اختر په مناسبت د ملا محمد عمر پيغام



دنیکمرغه لوی اختر درا رسیدو په منا سبت دعالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله دمبا رکۍ پیغامبسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله ربّ العلمين والصلوة والسّلام علی سیّدالکونین اشرف الانبیاء وقائدالمجاهدین نبیّنا محمد ن المصطفی صلّی الله علیه وسلّم وعلی اله وصحبه اجمعین.امابعد فأعوذبالله من الشیطان الرجیم : (( إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (36) الأنفال) وقال الله تعالی : ( وَ إِذْ قَالَ عِیسَى ابْنُ مَرْیمَ یا بَنِی إِسْرَائِیلَ إِنِّی رَسُولُ اللَّهِ إِلَیکُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَینَ یدَی مِنَالتَّوْرَاه وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ یأْتِی مِنْ بَعْدِی اسْمُهُ أَحْمَدُ (6)الصف) (صدق الله العظیم) دایثار،قربانۍ اوخوښۍ ددې سترې ورځې ( لوی اختر ) مبارکي دافغانستان مسلمان ولس، دیرغل په وړاندي قهرمانو مجاهدینو، دشهداوو ورثه وو، معلولینو، حجاجو کرامواو دنړۍ په ګوټ ګوټ کې هر مسلمان ته وایم ، الله جلّ جلاله دي په ټول اسلامي امت کې دقربانۍ داختر ورځې په خوښۍ ، ډاډ اوسرلوړۍ تېري کړي . په ځانګړي ډول خپل غیرتمن ولس او سرښندونکو مجاهدینو وروڼو ته دسږني کال دبې ساري پوځي بریاوو مبارکي ورکوم،الله دي موږ اوتاسوته استقامت راکړي او زموږمظلوم ولس دې نور الله جلّ جلاله له دې ناروا یرغل نه خلاص کړي او ان شاءالله دغه شیبې اوس تر بل هر وخت را نېږدې شوي دي . مجاهدینو وروڼو! تاسو د صحنې شاهدان یاست چې له یوې نه بلې ورځې ته دجهاد صفوف غښتلي کیږي ، دهیواد په لر او بر کې له مجاهدینو سره دباشهامته ولس اوږه په اوږه همکاري او فداکاري وسعت پیدا کوي ، دیرغلګرو په سترو اډو پراخ تهاجمي او له جهادي تکتیکونو ډک بریدونه سرته رسیږي ، دمجاهدینو له ویرې یرغلګر پوځي اډې او بارکونه تخلیه کوي ،ددوی په لاس دجوړ شوي رژیم له لیکو څخه دبا احساسه سرښندونکو مسلمانانو له لوري پر مکار نیواکګر دښمن کارنده بریدونه سرته رسیږي او داسلامي امارت پر امنه لمنې ته د دعوت او ارشاد کمیسیون د هڅو په نتیجه کې خطا شوي افغانان ډلې ډلې مخه کوي او دیته ورته چټک بدلونونه او اوښتونونه هغه لاسته راوړنې دي چې شکر ادا کول یې پر موږ او تاسو ټولو واجب اولازمي دي . ددې لپاره چې نور مو هم په خپلو اهدافو کې موفقیت په برخه شوی وي باید په ډېر عجز او انکسار سره له الله تعالی څخه د زیات توفیق غوښتنه وکړو، خپلو جهادي آرمانونو ته متعهد او وفادار پاتې شو، په ځانونو مغروره نه شو،دجهاد له اهدافو اومقدسې تګلارې سره بې پروایې ونکړو . په ټولو چارو کې دالله تعالی رضا، دامیر اطاعت ،دجهادي لوائحو په پام کې نیول، د اسلامي نظام دحاکمیت او د خپل ولس دآرامۍ اوسوکالۍ لپاره کارکول دخپل جهاد نصب العین وګرځوو، ملت مو چې موږ اوتاسو یې هم برخه يو په دا څه باندې ديرشو کلنو کې خورا ځوريدلی ، کړيدلی او ځپل شوی ، پر موږ اوتاسو يي حق دی چې په هره برخه کې له انعطاف ، نرمۍ ، حوصلې او ښو اخلاقو نه ډک چلند ور سره وکړو ، ددغه ویاړلي ملت قربانۍ ، ايثار او سرښندنې دي چې موږ اوتاسو وکولای شول ، ددومره لوی مغرور قوت په وړاندې يوولس کاله موفقانه معرکه وغځوو او دښمن مو په هره برخه کې ناکام کړو. موږ اوتاسو ټول باید نورهم ددې ملت په درد دردمن او په غم کې شریک اووسو، او په دې هم پوه سئ چې ددښمن دځپلو لپاره تاسو یواځي اویواځي لومړی د الله تعالی په نصرت اوبیا له خپل ولس سره په دوه اړخیزه همکارۍ مکمل بری ترلاسه کولی شئ. داسلامي امارت مسًولین او منسوبین بایدخپلمنځي اتحاداومحبت نورهم ښه ټینګ کړي ،داختلافاتوڅخه ځانونه وساتئ ،جهادي چاري دخواخوږۍ اومشورې له مخي ترسره کوئ اوددښمن دځپلو لپاره ښه پلانونه طرحه اوعملي کړئ ،ولسي خلګوته اسانتیاوي برابري کړئ داشغالګرانواو اربکیانوله ظلم اووحشت څخه یې وساتئ، دملکي تلفاتو دمخنیوي لپاره له پوره دقت نه کار واخلئ، دښمن تل هڅه کړې او کوي يې چې دعامو خلکو دمرګ ژوبلې پړه دمجاهدینو پر غاړه ور واچوي . ددښمن په داخل کي دنفوذ دساحې دپراخوالي اوښه تنظیم په موخه خپلي هڅي ګړندۍ کړئ ،او همدا تکتیک به په راتلونکي کي لا ډیره ښه نتیجه ولري،انشاءالله دخپلومجاهدینو ښوونې او روزنې ته تر خپله وسه پاملرنه وکړئ ،دجهاداړوند ضروري مسائل ورته بیان کړئ ،دپوځي روزنې ترڅنګ یې اخلاقي ،تعلیمي اوفکري پوهې اوتربیې ته لازمه توجه وکړئ ، دیتیمانو،معیوبینواواسیرانولاس نیوی وکړئ اوپوه شئ چې له دیني مصلحت نه مخالف اوصرف جذباتي اعمال ډېرې خرابې نتیجې لرلای شي. دګوډاګي رژیم په خوا کې له ولاړو افغانانو نه مو یوځل بیا غوښتنه ده،چې داسلامي اوملي منافعو دحفاظت او د هیواد دبشپړې خپلواکۍ لپاره له خپل مجاهد ولس سره دځینو با شهامته کسانو په څېر مخلصانه همکارۍ ته چمتو شي، ددولتي ملیشوپه مینځ کې جهادي فعالیتونه ددښمن په وړاندې ترټولو اغیزمنه حربه ده ،چې اوس به یې ان شآءالله دائره نوره هم پراخه،منظمه اوموثره شي ، زه له هر هغه میړني افغان نه چې دخارجي قواوو او افغاني ګوډاګیانوپه مینځ کې دجهاد کولو موقع پیداکولی شي غوښتنه کوم، چې له دې فرصت نه ښه اومؤثره ګټه پورته کړي ، داسلام او هیواد دښمنان په خپلومرکزونوکي دننه وټکوي او د هغوی دځپلو لپاره له ټولو ممکنو لارو چارو ، فرصتونو او تاکتیکونو څخه استفاده وکړئ؛ ځکه چي جهاد په ټولو فرض دی، دخپل هیواد آزادي او خپلواکي ترلاسه کول ددې ملت د هر وګړي ، ديني او وجداني ذمه واري ده ،دمجاهدینو مسئولین دې ددا ډول کارنامو ترسره کوونکي قهرمانان د لا ښه تقدیر لپاره داسلامي امارت مشرتابه ته ور معرفي کوي .په عمومي توګه دهیواد دراتلونکي سیاسي برخلیک په اړه یوځل بیا وایم چې نه دقدرت دانحصار فکر، او نه دداخلي جنګ تصور لرو، بلکې یوازینۍ هڅه مو داده چې دهیواد راتلونکی سیاسي برخلیک دنړۍ دسترو هېوادونو او ګاونډیانو له مداخلې نه پرته خپله دافغانانو په لاس تعین شي، یوه سوچه اسلامي او افغاني بڼه ولري، دهیواد تر خپلواکي وروسته به دلوی الله په مرسته یو داسې شرعي اوملي نظام ولرو چې له هر رنګه تبعیض او تعصب نه پاکه واحده مرکزي واکمني رامنځته کړي، کار اهل کار ته وسپارل شي، دهېواد ځمکنۍ بشپړتیا وساتلی شي، امنیت تامین کړي ،شریعت نافذ کړي ، دهیواد دنارینه او ښځینه وګړو دحقوقو دخوندیتوب تضمین وکړي، په مجموع کې اقتصادي بنسټونه ورغوي، ټولنیز بنیادونه پیاوړي کړي، داسلامي اصولو او ملي ګټو په رڼا کې دټول ولس لپاره دزده کړې آسانتیاوې برابرې کړي، علمي، فرهنګي او کلتوري چارې په سمه توګه پر مخ بوزي، دخپل مېړني ولس په مرسته به دداخلي جګړې پلویان او دافغانستان دتجزیې فکرکونکي په هیڅ صورت دخپلوشومو موخو پلي کولو ته پرینږدو، افغان ولس ته باید داسې ساده فکر ونه شي چي له وروڼو قومونو سره خپلي عقیدوي،کلتوري،اجتماعي اوتاریخي مضبوطې اړیکي وشلوي، دتجزیې همدا ناولې نسخه شوروي اتحاد هم واړوله راواړوله خونتیجه یې معکوسه او پر دوی تطبیق شوه .موږ به په نړۍ کې له هرهغه چاسره ښه روابط ولرو،چې افغانستان ته دیوه خپلواک اسلامي هیوادپه توګه احترام ولري اوتعلقات اومناسبات یې حاکمانه او استعماري بڼه ونلري، زما په نظر همدغه دهرخپلواک اومسلمان افغان غوښتنه او ارمان دی . له بهرنیانو سره دمفاهمې په اړه باید ووایم چې : مونږ دخپلو اسلامي او ملي اهدافو او آرمانونو دلاسته راوړلو لپاره دنظامي مبارزي تر څنګ سیاسي مبارزې ته هم دوام ور کوو، او دسیاسي مبارزې لپاره دسیاسي دفتر په بڼه کې یو معین جهت لرو، هغوئ له بهرنیانو سره زمونږ د اسلامي، جهادي او ملي مصالحو په نظر کې نیولو سره عمل کوي . باید په ډاګه ووایم چې موږ له نوموړي دفتر پرته په کومه بله لار له مقابل لورې سره دتفاهم جریان نلرو،ځکه چې موږ په دې اړه پټ سیاستونه نه کوو اونه یې زغملی شو،بلکې مفاهمتي پالیسي مو ددیني اوملي ارزښتونو په رڼاکې جوړه کړې اوبیا موڅرګنده اعلان کړې ده . که دیرغلګرو هېوادونو استخبارات او دیپلوماتیکې کړۍ ځان ته دمذاکراتو مصنوعي جریان اوجعلي څیرې پیدا کوي اوبیا یې په رسنیوکي شاربي دابه دهغوی لپاره یوازي دوخت ضیاع ، دځان او خپلو او لسونوغولونه وي . لکه څرنګه چې خپلواکي دهرچاحق دی مونږ له ټولې نړۍ، بین المللي ټولنې په خاص ډول له اسلامي هیوادونو او اسلامي کنفرانس نه هیله لرو چې زمونږ داسلامي هیواد په بشپړه خپلواکۍ او داشغال په اختتام کې دخپل مسئولیت له مخې له موږ سره مرسته وکړي . همدارنګه دانساني خواخوږۍ پر اساس زمونږ دهغو بندیانو د آزادېدو په اړه خپل مسئولیت ادا کړي کوم چې همدا اوس په ګوانتانامو، بګرام، نورو زندانو، او دګاونډیو هېوادونو په زندانونو کې دمظلومیت شپې ورځې سبا کوي، په ځانګړي ډول دبشر دحقوقو ټولنې باید د هغو مظلومو بندیانو دبشري حقوقو په اړه دمسئولیت احساس وکړي، کوم چې هره ورځ په دغو زندانونو کې دټولو قوانینو پر خلاف خصوصا دتحقیق په جریان کې په ګڼو ډولونو شکنجه کېږي، دوهلو او ټکولو په زور اعترافات ترېنه اخیستل کېږي او له خپلو لومړنیو انساني ضروري حقوقو نه بې برخې دي، آن چې ځينې په شهادت هم رسېدلي او ګڼ نور معیوب شوي دي . داسلام د دښمنانو لخوا دحضرت محمد مصطفی صلّی الله علیه وسلم دمبارک ذات دتوهین په نیت دخپاره شوي فلم په اړه دسختي غندنې ترڅنګ دومره وایم چې: داسلام دښمنانو داسلام دمقدس دین دتصویر دبدرنګه کولو لپاره نورې ټولې هلې ځلې وکړې، بالاخره یې دحضرت محمدمصطفی صلّی الله علیه وسلم په مبارک ذات پسي‎ هم ګستاخانه حرکات پيل کړل اود اشرف الانبیاء صلّی الله علیه وسلم په شان کې یې هغه څه وکړل چې يوسالم وجدان به یې دیو عادي شخص په اړه هم ونه زغمي. غرب درسول الله صلی الله علیه وسلم توهین اودالهي کتاب قران کریم سوځول په داسي حال کې دبیا ن اوفکر آزادي بولي چې که کوم مسلمان بیا دالله تعالی په کتاب قران کریم کې دجهاد آیاتونه وایي اوترجمه کوي یې، اویا هم دخپلو حقوقو او ازادۍ غو ښتنه کوي هغوی دترهګرو په نامه بندیخانو ته اچوي اوسخت ترین تعذیبونه ورکوي په هر حال ددوئ دباطلي فلمي دنیا دغه فرضي اوخیالي پروپاګند،تعصب،اودسختې تنګ نظري ښکارندویه اعمال به یوازې ددوئ درسوايي اوشرمندګۍ سبب ګرځي، ( يُريدونَ لِيُطفِئوا نورَاللهِ بِاَفواهِهِم واللهُ مُتِمُّ نورِه وَلوكَرِهَ الكافِرون (۸)الصف) مسلمانانو ته پکار دي چې تش دخولې په احتجاج اکتفا ونکړي، بلکې پرخپل مقدس دین کلکې منګولې ولګوي، نبوي سنت اوارشادات په عمل کې پلي کړي، پخپلوکې سره یوموټی شي اودخپل دښمن داستعمار په وړاندې په عملي مبارزه لاس پوري کړي: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا (۲۱ )الاحزاب). همدا اوس موږ افغانان نه په چاپسي ورغلي یو اونه مو دچا په خاوره تیری کړی،خو د هغو اشغالګرو په خلاف به چې زموږ په حریم یې تیری کړي ترهغو جهاد روان ساتو تر څو چې اشغال په کامله توګه نه وي ختم شوی، موږ یوو لس کاله وړاندې هم دښمن ته ويلي وو چې دلته به ددوي راتګ آسانه وي خو اوسيدل او بیرته وتل به يي له ګڼو ستونزو سره مل وي ، نن همداسې دي ، موږ له دښمن سره داوږدې مبارزې خورا ښه وړتيا ، په خپل رب کلک اعتماد،لویه حوصله اوکافي بشري ځواک لرو چې دا ټول شيان مو نه له چا پور کړي اونه دچا لخوا راباندې داحسان په ډول لورول شوي ، ان شاءالله موږ به په خپل ټول توان او تدبیر سره ددښمن پلانونه دخاورو سره خاورې کړو ،زموږ جهادي بهیر اوس داسي پړاوته رسیدلی چي دپراخ نړیوال اسلامي ملاتړ، ولسي خواخوږي اومناسبو وسایلو په ترلاسه کولو، اوس ددې جوګه یو چې په راتلونکي کې دښمن په فوځي ډګرکې له حیرانوونکي برخلیک سره مخ کړو ان شآءالله العزیز له ټولوشتمنو،اهل خیروادارواو اشخاصو څخه هیله کوم چي داخترپه دې مبارکوشپو ورځو کې دخپلو او لادونو او کورنیو په شان دمجاهدینو او مسکینانو کورنۍ او په خاص ډول دشهیدانو او اسیرانو په اولادونواو کورنیو باندي شفقت وکړي ، په خپل لاس مستقیما او یا هم داسلامي امارت داقتصادي کمیسیون له لارې خپله مرسته او کومک ورته ورسوي او داختر په خو ښیو کې یې له ځان سره شریک کړي . دافغانستان مومن اومجاهد ولس ته دالله جل جلا له له درباره سترې بدلې غواړم چې په ډیره میړانه اومحبت یې تر یوې لسیزې زیات دامریکا په مشرۍ دکفري ټلوالې په ضد له مجاهدینو سره کلکه همکاري وکړه اودهمدغې همکارۍ په نتیجه کې جهاد بریالیتوب ته ورسید،اوهغو کورنیوته چې خپل خپلوان یې دجهاد په دې مقدسه لاره کې اویا ددښمن په ړندو بمباریو اوچاپو کې شهیدان شوي،زخمیان شوي اویا اسیران شوي دي اوهم یې درانه مالي تاوانونه لیدلي دي دلوی رب له درباره دجمیل صبر،استقامت اوعظیم اجر غوښتونکی یم ، دلوی الله جل جلاله له درباره هيله کوم چې ددغو مبارکو شهیدانو دپاکو وينو په برکت زموږ ملت خپلو وروستيو ارمانونو ته ورسوي اوپه هیوادکې مو دې داسلام سرلوړی بيرغ رپاند وي .امین یارب العلمين . والسلام داسلام خادم امیر المؤمنین ملا محمد عمر «مجاهد»۷/۱۱/۱۴۳۳ هــق ۲۳/۱۰/۲۰۱۲ م ۲/۸/۱۳۹۱ ه ش

پیام تبریکی عالیقدر امیر المومنین حفظه الله تعالی به مناسبت فرا رسیدن عید سعید اضحیبسم الله الرحمن الرحیم الحمدلله ربّ العلمين والصلوة والسّلام علی سیّدالکونین أشرف الأنبیاء وقائد المجاهدین نبیّنا محمد المصطفی صلّی الله علیه وسلّم وعلی آله وصحبه أجمعین. أمابعد فأعوذ بالله من الشیطان الرجیم، بسم الله الرحمن الرحیم: ((إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُوا يُنْفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّوا عَنْ سَبِيلِ اللّه فَسَيُنْفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُوا إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (36) الأنفال) وقال الله تعالی: ( وَ إِذْ قَالَ عِیسَى ابْنُ مَرْیمَ یابَنِی إِسْرَائِیلَ إِنِّی رَسُولُ اللَّهِ إِلَیکُمْ مُصَدِّقًا لِمَا بَینَ یدَیمِنَالتَّوْرَاه وَمُبَشِّرًا بِرَسُولٍ یأْتِی مِنْ بَعْدِی اسْمُهُ أَحْمَدُ ) [6] (الصف)(صدق الله العظیم)این روز بزرگ ایثار، قربانی خرسندی (عید اضحی) را به مردم مسلمان افغانستان، مجاهدین قهرمان در مقابل اشغال، ورثهء شهداء، معلولین، حجاج کرام وبرای هر مسلمان در گوشه وکنار جهان تبریک میگویم، خداوند متعال روزهای عید قربان را بر همهء امت مسلمه به خوشحالی، اطمئنان وسرفرازی بگذراند. به طور مشخص پیروزی های نظامی بی مثال امسال را برای مردم غیور وبرادران مجاهد سربکف خود تبریک میگویم.خداوند متعال ما وشما را استقامت نصیب گرداند و خداوند متعال مردم مظلوم ما را از این تجاوز نا مشروع نجات دهد، وان شاء الله این لحظات نسبت به هر وقت دیگر قریب تر شده است.برادران مجاهد! شما شاهد صحنه هستید که صفوف جهاد هر روز نسبت به روز دیگر مستحکمتر میگردد، همکاری شانه به شانه وفداکاری مردم با شهامت با مجاهدین در گوشه وکنار کشور وسیعتر میشود، بر پایگاههای بزرگ اشغالگران حملات تهاجمی وسیع ومملوء از تکتیک های جهادی انجام می یابد، اشغالگران از بیم وخوف مجاهدین پایگاه ها ومراکز نظامی را تخلیه میکنند، از داخل صف رژيم دست نشاندهء ايشان حملاتکوبنده توسط مسلمانان با احساس و سربکف علیه دشمن مکار و اشغالگر انجام می گیرد، ودر نتیجهء تلاش های کمیسیون دعوت وارشاد، افغانهای فريب خورده گروه گروه به سوی دامن پر امن امارت اسلامی رو می آورند و تغیرات سریع مشابه به اين از جمله دست آوردهایی است که ادا کردن شکر آن بر ما وشما همه واجب ولازمی است. ما جهت بدست آوردن پیروزی های بیشتر در اهداف خود باید با بسیار عاجزی وانکسار از خداوند متعال استدعای توفیق بیشتر کنیم، به آرمان های جهادی خود متعهد ووفادار باقی بمانیم، بر خود مغرور نشویم، با اهداف وموقف مقدس جهاد بی پروایی نکنیم.ودر همهء امور رضای خداوند متعال، اطاعت امیر، در نظر گرفتن لوائح جهادی، حاکمیت نظام اسلامی ومبارزه برای آرامی ورستگاری مردم خودرا نصب العین جهاد خود قرار دهیم. ملت ما، که ما وشما نیز جزء آن هستیم، در جریان بیشتر از سی سال خیلی رنجانیده، دردیده وکوبیده شده است، بر ما وشما حق دارد تا از هر نگاه با آن رفتار مملوء از انعطاف، نرمی، حوصله واخلاق نیک کنیم. قربانی، ایثار، وجان فشانی این ملت است که ما توانستیم در مقابل این نیروی قوی مغرور برای یازده سال معرکه را ادامه دهيم ودشمن را در هر بخش ناکام سازیم.ما وشما همه باید بیشتر از این در درد وغم این ملت شریک باشیم، وباید بدانید که برای شکست دشمن اول به نصرت خداوند متعال سپس تنها وتنها با همکاری دو جانبهء مردم خود پیروزی کامل را بدست آورده میتوانید.مسئولین ومنسوبین امارت اسلامی باید اتحاد ومحبت را در میان خود مستحکمتر سازند، از اختلافات پرهیز کنید، امور جهادی را با مشوره وهمدردی به پیش ببرید وبرای شکست دشمن پلان های خوبتر طرح وعملی نماييد ، برای مردم عامه تسهیلات فراهم کنید، آنان را از ظلم ووحشت اشغالگران واربکی ها نجات دهید، برای جلوگیری از تلفات ملکی ازدقت کامل کار بگیرید. دشمن همیشه تلاش کرده است ومیکند تا مسئولیت کشتار وتلفات مردم عام را به دوش مجاهدین بیاندازد. جهت گسترش ساحهء نفوذ در داخل دشمن وتنظیم بهتر آن گام های تیزتر بردارید، واین تکتیک ان شاء الله در آینده نتایج بهتری خواهد داشت.به تعلیم وتربیهء مجاهدین خود تاحد توان توجه نماييد، مسایل ضروری متعلق به جهاد را برای شان بیاموزانید، در پهلوی تربیهء نظامی، بر فهم وتربیهء اخلاقی، تعلیمی وفکری شان نیز توجه لازم کنید.ایتام، معیوبین واسیران را دست گيری کنید وبدانید اعمال احساساتی ومخالف با مصلحت دینی نتایج خیلی ناگوار را در پی خواهد داشت. از افغانهای موجود در صف رژیم دست نشانده یکبار دیگر ميخواهيمکه بخاطر حفظ منافع اسلامی وملی واستقلال کامل کشور مانند بعضی اشخاص با شهامت با مردم مجاهد خود آمادهء همکاری شوند. فعالیت های جهادی در داخل ملیشه های دولتی موثرترین حربه در مقابل دشمن میباشد، وان شاء الله اکنون دایرهء آن بیشتر وسیع، منظم وموثر خواهد شد. من از هر آن افغان غیور که موقع جهاد در میان نیروهای خارجی ومزدوران داخلی را بدست میاورد ميخواهم که از این فرصت استفاده بهتر وموثر نمايد، دشمنان اسلام وکشور را در داخل مرکز های شان بکوبد، وبرای شکست آنان از همه راههای ممکن، فرصت ها وتکتیک ها استفاده کند، زیرا که جهاد بر همه فرض است، بدست آوردن آزادی واستقلال کشور مسئولیت دینی ووجدانی هر فرد این ملت است. مسئولین مجاهدین قهرمانانی را که چنین کارنامه ها را انجام داده اند برای تقدیر بیشتر به رهبری امارت اسلامی معرفی نمايند. به طور عموم در ارتباط با سرنوشت آیندهء سیاسی کشور یکبار دیگر میگویم که نه فکر انحصار قدرت ونه تصور جنگ داخلی را داریم، بلکه تلاش یگانهء ما اینست که سرنوشت آیندهء سیاسی کشور بدون مداخلهء کشورهای بزرگ جهان وهمسایه بدست افغانها تعیین گردد، شکل خالص اسلامی وافغانی داشته باشد، به کمک خداوند متعال بعد از استقلال کشور چنان نظام اسلامی وملی خواهد داشتيم که بدور از هر نوع تبعیض وتعصب ،حاکميت واحد ومرکزی را به میان بیاورد، کار به اهل آن سپرده شود، تمامیت ارضی کشور حفظ گردد، امنیت را تامین کند، شریعت را نافذ نمايد، حفاظت حقوق مرد وزن کشور را تضمین کند، در مجموع زیر بناهای اقتصادی را بازسازی نمايد، پایه های اجتماعی را تقویه کند، در روشنی اصول اسلامی ومنافع ملی برای همه مردم سهولت های تعلیم را فراهم نمايد، امور علمی، فرهنگی وکلتوری را به طور احسن به پیش برد، به کمک مردم غیور خود طرفداران جنگ های داخلی وفکر کنندگان تجزیهء افغانستان را به هیچ وجه اجازه نخواهیم داد تا اهداف شوم خودرا پیاده کنند. به ملت افغان نباید فکر ساده یی شود که با اقوام برادر روابط محکم عقیدوی، کلتوری، اجتماعی وتاریخی خودرا از بین خواهد بردند، این نسخهء ناپاک وشوم تجزیه را اتحاد شوروی نیز پائین وبالا میکرد اما نتیجهء آن معکوس وبر خود شان تطبیق شد. ما در جهان با هر آن کس روابط نیک خواهیم داشت که به افغانستان به صفت یک کشور مستقل اسلامی احترام قایل باشد وتعلقات ومناسبات آن شکل حاکمانه واستعماری نداشته باشد، به نظر بنده این خواهش وآرمان هر افغان آزاد ومسلمان است. دربارهءتفاهم با خارجیها باید بگویم که ما جهت تحقق آرمان ها واهداف اسلامی و ملی خود در پهلوی مبارزهء نظامی به مبارزه سیاسی نیز ادامه میدهیم، وبرای مبارزهء سیاسی جهت معینی به شکل دفتر سیاسی داریم، آنان با درنظرداشت مصالح اسلامی، جهادی وملی ما با خارجیها عمل میکنند.وباید آشکارا بگویم که ما بجز آن دفتر از هیچ طریق دیگری با جانب مقابل در جریان تفاهم قرار نداریم، زیرا که ما معتقد به سیاستهای پنهان نیستیم ونه آنرا تحمل میکنیم، بلکه پالیسی مفاهمتی خودرا در روشنی ارزش های دینی وملی آماده ساخته سپس آنرا علنا اعلان کرده ایم. اگر استخبارات وحلقه های دپلوماتی کشورهای اشغالگر برای خود جریان خودساختهء مذاکرات وچهره های جعلی پیدا میکنند، سپس آنرادر رسانه ها مورد بحث قرار میدهند، این عملکرد تنها ضیاع وقت وفریب دادن خود ومردم شان خواهد بود.چنانچه آزادی حق هر انسان است ما از همهء جهان، انجمن های بین المللی بخصوص از کشورهای اسلامی وکانفرانس اسلامی خواهشمندیم که در آزادی کامل کشور اسلامی ما وخاتمه بخشیدن به اشغال بر اساس مسئولیت خود با ما همکاری کنند. وبه همین شکل بر اساس ترحم انسانی در آزادی آنعده اسیران ما مسئولیت خودرا ادا کنند که اکنون در گوانتانامو، بگرام، زندان های دیگر، همچنان در زندان های کشورهای همسایه شب وروز مظلومیت را سپری میکنند. انجمن های حقوق بشر باید بخصوص در ارتباط با حقوق انسانی آنعده اسیران مظلوم احساس مسئولیت کنند که همیشه در این زندان ها بر خلاف همه قوانین بویژه در جریان تحقیق به اشکال مختلف شکنجه میشوند، بوسیله لت وکوب از آنان اعترافات گرفته میشود، از حقوق ابتدایی انسانی خود بی بهره اند، تا آنکه بعضی از آنان به شهادت رسیده اند وشمار زیادی معیوب شده اند.دربارهء نشر فلم اهانت آمیز به ذاتمبارک حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم از جانب دشمنان اسلام در پهلوی تقبیح شدید آن همینقدر میگویم که دشمنان اسلام جهت بدنام کردن تصویر مقدس اسلام همهء تلاش ها را انجام دادند، بالاخره آغاز به حرکات گستاخانه در مورد ذات مبارک محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم نیز کردند ودر شان اشرف الانبیاء صلی الله علیه وسلم کاری را انجام دادند که وجدان سالم دربارهء شخص عادیی نیز آن را تحمل کرده نمیتواند. غرب اهانت به رسول الله صلی الله علیه وسلم وآتش زدن قرآن کریم را در حالی آزادی بیان وفکر میداند که اگر مسلمانی آیات جهادی را در قرآن کریم کتاب خداوند متعال قرائت میکند یا آنرا ترجمه میکند، ویا خواهان حقوق وآزادی خود میشود، اورا به نام ترورست به زندان ها می افگنند وشدیدا شکنجه میکند. به هرحال این پروپاگند فرضی وخیالی دنیای باطل فلمی واعمال آشکار کننده تعصب وتنگ نظری شدید شان تنها سبب رسوایی وشرمندگی آنان میگردد: ( يُريدونَ لِيُطفِئوا نورَاللهِ بِاَفواهِهِم واللهُ مُتِمُّ نورِه وَلوكَرِهَ الكافِرون(۸) الصف ) مسلمانان باید بر این احتجاج زبانی اکتفا نکنند بلکه بر دین مقدس خود چنگ مستحکم بزنند، سنت وارشادات نبوی را در جامه عمل پیاده کنند، با همدیگر متحد شوند ودر مقابل استعمار دشمن خود به مبارزه عملی دست زنند: ( لَقَدْ كَانَ لَكُمْ فِي رَسُولِ اللَّهِ أُسْوَةٌ حَسَنَةٌ لِّمَن كَانَ يَرْجُو اللَّهَ وَالْيَوْمَ الْآخِرَ وَذَكَرَ اللَّهَ كَثِيرًا )(۲۱)الاحزاب. هم اکنون ما افغانها نه به عقب کس رفته ايم ونه بر خاک کسی تجاوز کرده ایم، مگر بر خلاف اشغالگرانی که بر خاک ما تجاوز کرده اند تا آن وقت به جهاد ادامه میدهیم که اشغال بطور کامل خاتمه یابد. ما یازده سال قبل نیز دشمن را گفته بودیم که آمدن شان اینجا آسان خواهد بود مگر بقا وخارج شدن شان با مشکلات زیادی همراه خواهد بود، امروز همان گونه است.ما برای مبارزه طولانی با دشمن، اهلیت کامل، اعتماد مستحکم بر پروردگار خود، حوصله زیاد ونیروی بشری کافی داریم واینهمه را نه از کسی به قرض گرفته ایم ونه از جانب کسی بر ما احسان ومنت شده است. ما ان شاء الله با همه توان وتدبیر خود تدابیر دشمن را با خاک یکسان خواهیم کرد. اکنون روند جهادی ما در مرحله یی رسیده است که با بدست آوردن همکاری اسلامی وسیع جهانی، مساعدت مردمی ووسایل مناسب توان آنرا داریم که دشمن را در آینده در میدان نظامی با سرنوشت حیران کنندهء مواجه کنیم، ان شاء الله العزیز. واز همهء ثروتمندان وادارات واشخاص اهل خیر خواهشمندم که در این شب و روز مبارک عید بر خانواده های مجاهدین ومسکینان بخصوص اولادها وخانواده های شهدا واسیران همانند اولادها وخانواده های خود شفقت کنند. بدست خود مستقیم ویا از طریق کمیسیون اقتصادی امارت اسلامی کمک ها ومساعدات خویش را برای آنان برسانند وآنان را در خوشی های عید با خود شریک سازند. برای مردم مومن ومجاهد افغانستان از جانب خداوند متعال بدیل نیکی میخواهم که خیلی مردانه وبا محبت برای بیشتر از یک دهه بر ضد اتحاد کفری به رهبری امریکا با مجاهدین همکاری زیادی کردند ودر نتیجهء همین همکاری جهاد به پیروزی رسید. وبرای خانواده هایی که دوستان واقربای شان در راه این جهاد مقدس ویا بر اثر بمباردمان کورکورانه دشمن ویا حملات شبانهء آنان شهید، زخمی ویا اسیر شده اند ویا هم متحمل خسارات شدید مالی شده اند از دربار پروردگار بزرگ صبر جمیل، استقامت واجر عظیم خواهانم. چنانچه از دربار خداوند بزرگ متمنی ام که به برکت خون پاک این شهدا، ملت ما را به آرمان های نهایی آن برساند وپرچم سربلند اسلام در کشور ما به اهتزاز باشد، آمین یا رب العالمین. والسلام خادم اسلام امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد۷/۱۱/۱۴۳۳ هــق ۲۳/۱۰/۲۰۱۲ م ۲/۸/۱۳۹۱ ه ش