زه اختر لرم؟


  زه یو ماشوم یم، زما بدن هم له غوښې او هډوکو جوړ شوی ، زه هم احساس لرم، زه هم خوشحالي پیژنم، زه هم د نورو انسانانو په څیر خوشحالۍ ته اړتیا لرم، زه هم د نورو انسانانو په څیرد حق درلودونکي یم.خو زه اوس د مرګ شیبې څارم ، ژاړم ، زوریږم، زه له ژونده ناهیلې شوې یم، د خوشحالۍ هیڅ امید نلرم، ما ماتې خوړلې،ما ماتې خوړلې، ما ماتې خوړلې!زما د کورنۍ ټول غړي یې ووژل، مور مې مړه شوه، پلار مې مړ شو، خویندې ، ورونه او ... یې ووژل.زه اوس یو انسان یم، د بدن غړي مې کار کوي، تګ راتګ کولای شم خو بیا هم مړ یم ، زه هره ورځ زرګونه کسان ګورم ،ډلې ډلې کسان ګورم، خو زه یوازې یم ، له مینې یې محروم کړی یم، له کوره یې محروم کړی یم، له فامیله یې محروم کړی یم ، د مور او پلار له سیورې یې محروم کړی یم.زه خپل همزولي وینم ، مستي کوي ، خوشحالي کوي، ښوونځي ته ځي، میلو ته ځي له خپلوانو او دوستانو کره ځي خو زه یوازې ژړا کوم او بس ژړا کوم.نو ای خلکو! تاسې ووایئ، زه اختر لرم؟ له چاسره اختر ونماځم؟ څه ډول اختر وکړم...بس کړئ نور جنګونه بس کړئ، انسان وژنه بس کړئ، مسلمان وژنه بس کړئ ، نور خلک مه زوروئ، نورې میندې مه ژړوه، او نور زما په څیر خلک مه پیدا کوئ.بلال سادات جلال کوټ