
د خیبرپښتونخوا ایالت په سوات سیمه کې نجونو ماشومانو ته د ښوونځیو د حق ورکونې ملاتړې ملالې یوسفزۍ باندې دوو تنو وسله والو له شاوخوا دوو مترو څخه ډزې وکړې چې ملاله په سر او غاړه ټپي شوه او ترڅنګ یې دوه نورې نجونې هم ټپیانې شوې.
ملاله د سوات روغتون او په ډیر لږ وخت کې د خیبرپښتونخوا ایالت پوځي روغتون ته په چورلکه کې ولیږدول شوه، ډاکټرانو تر درې ساعتونو عملیات وروسته مردکۍ په بریالیتوب راوویست او ویې ویل چې ملالې ښه ده ، له هغې وروسته راولپنډۍ کې د پوځ مرکزي روغتون ته ولیږدول شوه.
ملالې او پلار ته یې په همغه لومړی شپه پاسپورتونه جوړ او د انګلستان او متحده عربي اماراتو ویزې پرې ولګول شوې چې بیا وروسته له پاکستان څخه انګلستان ته د درملنې لپاره ولیږدول شوه.
پاکستاني وسله والو طالبانو د دې برید مسوولیت ومانه، له برید وروسته د خیبر پښتونخوا د پولیسو عمومي قوماندان اکبر خان هوتي رسنیو ته وویل، پر ملالې یوسفزۍ د برید پلان په افغانستان کې طرح شوی، برید ګر له افغانستانه باجوړ او بیا سوات ته داخل شوی وو. تر نوموړي وروسته د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک په پيښور کې خبريالانو ته وویل، چې پرملالې برید کوونکي یې پيژندلي او دغه برید له پولې بهر پلان شوی وو، نوموړي د پاکستاني طالبانو د ویاند احسان الله احسان پر سر سل میلیونه کلدارې جایزه هم علان کړ، خو له دې څو ساعته وروسته د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر او د صوبايي حکومت ویاند میا افتخار حسین بیا یوې خبري ناستې کې وویل، صوبايي حکومت به هر هغه چاته چې د بریدګرو د هویت په باب معلومات ورکړي، لس میلیونه کلداري نقدي جایزه ورکړي چې په حقیقت کې دا یو ډول ضد او نقیص خبرونه دي.
اوس راځم اصلي مطلب ته،
آیا په پاکستان کې دا لومړۍ ځل وو چې وسله والو طالبانو وسله وال فعالیت پیل کړی ؟ ایا ملاله په دومره غټ موقف کې وه چې د پاکستان د ولسمشر په ګډون کڼ شمیر حکومتي مشرانو، سیاسي مشرانو او آن د علماوو شورا دغه برید وغانده، ولسمشر ملالې ته د بهادرۍ د مډال ورکولو اعلان هم وکړ. آیا د طالبانو ویاند احسان الله احسان د دې حزب له رهبر څخه هم ستر دی چې پر سریې دومره ستره جایزه اعلانیږي؟ ولې هغه کسان ونه نیول شول چې پيژندل شوي هم دي خو بیا هم افغانستان ته تښتي؟ ولې حکومت او میډیا په دومره زیاته پیمانه د ملالې ټپي کیدو مسالې ته انعکاس ورکړ؟ دغه راز د ملالې خپاره شوي تصویرونه ښيي چې د چپې سترګې په پورته برخه کې لیګیدلې، آیا د عملیاتو پرمهال دغه ساحه نه ده څیرل شوې څو ترې ګولی وویستل شوه، که څنګه؟ ملاله د انګلستان په روغتون کې د څو ورځو بیهوشۍ وروسته په هوش راغله او د یاد روغتون لخوا یې یو تصویر خپور شوی چې په هغې کې هیڅ داسې څه نه لیدل کیږي چې د دې د سترګې پورته برخه دې ټپي شوي او یا دې عملیات شوي وي او داسې نور....
زما په آند دا یوه سیاسي لوبه ده، دوو تنو پر ملالې برید کړی چې یو یې دوه نورې زده کوونکې ټپیانې کړې او بل یې فلمې او یا د ټریننګ وسلې څخه کار اخیستې څو هغه ځای وینې کړي یا پرې رنګ وغورځوی، چې رښتینولی ته یې نږدې کړې، پاکستان اوس د ملالې له نامه څخه یو شعار جوړ کړی د هرې خبرې په سرکې یې ملاله وي، په افغانستان يې تور ولګاوه چې د پاکستاني طالبانو مشر ملافضل الله په کونړ کې دی ، په پاکستان کې یې هم د طالبانو پرضد د خلکو ترمنځ نفرت راوټوکاوه، نړیوالو ته یې طالبان نه یوازې د نظام او حکومت مخالفین وبلل بلکې د تعلیم او پوهې دښمنان معرفي کړل او د دې نامه نه په استفادې اوس غواړي چې سرکشې طالبان له منځه یوسي او په پاتې نورو خپل ټول پلانونه عملي کړي.
بلال سادات
جلال کوټ