
یوولس کاله مخکی داکتوبر په اوومه دامریکا د متحده
ایالاتو پخوانی جمهور رییس جورج ډبلیو بوش زمونږ په هیواد افغانستان دبرید امر وکړ
له دوه میاشتو وروسته یی دوخت واکمن نظام د طالبانو امارت دامریکا په مشرۍ
دایتلافی ځواکونو د بمباری په پایله کی له منځه لاړ .امریکا او متحدینو یی له دی
امله په افغانستان برید وکړ، چی د یوولسم د سپټمبر بریدونه القایده ترسره کړې، چی
دغو شبکي ته په افغانستان کي طالبانو فناه ورکړی وه .
خو د دغو برید لس کاله پوره کیږی، چی زمونږ
په هیواد کی جګړه روانه ده او دهري ورځی
په تیریدلو سره د جګړی اور زوراخلی ، چی په ټس کي یی زمونږ بي ګناه هیوادوال وژل
کیژي کورونه یی ویجاړیږي داسی کورني به نه وی چي د دغو جګړی تاو به نه وی ورته
رسیدلی بل پلو امریکا او متحدین یی، چي د القایده د ځپلو لپاره زمونږ هیواد ته
راغلی وه د دغي ډلې مشر اسامه بن لادن هم د پاکستان په ایبټ اباد کې پیدا او ووژل
شو، چی د متحده ایالاتو ولسمشر د بن لادن وژنه یوښه خبروباله او خپلو خلکو او
متحدینو ته یی د بن لادن د وژلو مبارکی وویله دا یی هم وویل، چی د افغانستان په جګړه کې داسامه
وژل یوه غټه لاس ته راوړنه وبلله . داسامه وژنه په باکستان کې او دامریکا متحدین
بیا هم زمونږ په هیواد کي د طالبانو په ضد جګړه روانه ساتلی ده او په دې اوس ټوله
نړی پوهیږی ،چې غوا توره پی یی سپینې اسامه چیرته ومړ ځانمرګی بریدونه له کومه
ځایه تنظیمیږی او هیواد ته له هغې خوانه څوک وسلوال رالیږی اودچا لخواورته ویل
کیږې ،چې کله افغانستان ته وردننه شوی په مکتبونو ،پلونو ،کلینکونو ،او د باسوا ده
خلکو په وژلو کې ځنډ ونه کړی ترڅو په دغه هیواد کې د سواد او رغونی چاری په ټپه ود
ریږی له دغو ټولو سره سره بیا هم بهرنی ځواکونه زمونږ په هیواد کې په کلیو او ملکی
خلکو ړندی بمباری کوی وایی ،چی په دغو سیمه کې ترهګرپټ وه خو خبره ،چی سپیینه شی
نه ترهګر وی نه ورباندی ډزی شوی وی هغه کلی وال خلک وی ،چی د یوه مړی ډوډی په غم
کې سوچونو اخستی وی، چی د خپلی کورنی لپاره یوه مړی ډوډی له کومه راوړی . دا یوه
لسیزه کیږی ،چې زمونږ په هیواد کې امریکا
او متحدینو یی تش په نامه درغونی کارونه پیل کړی خو یوه داسی پروژه ګټی اخستنی ته
ونه سپارل شوه ،چی ګټه یی عامه خلکو ته ورسیږی او افغانانو ته د کورد ننه کارپیدا
شی یواځی په د ټینګار کوی، چې باید ترهګر وځپو او افغانانو ته په سوله او ارامی که
د ژوند اسانتیاوی برابری کړو، چی دغربیانو دغه خبری هسی یوه ډرامه ده او هیڅ کله
به عملی بڼه ونه مومي . اوس دغه پوښتنه دهر افغان سره پیداشوی، چی څنګه د ترهګرو
ځالی له هیواد نه بهر دی هغلته روزنه ورکول کیږی په سپکو او درنو وسلو سمبالیږی
بیا افغانستان ته راوستل کیږی، چی امریکا او متحدینو یی منلی هم ده، چی ترهګر د هیواد
نه د باندی روزل کیږی بیا افغانستان ته د جګړی لپاره رلیژل کیږی ولی په ضد اقدام
نه کوی ولی یواځی زمونږ په هیواد کې د جکړی په موخه په کلونو کلونو پاتی شوی او له
کومه ځایه ،چی ترهګر راځی ورباندی بریدونه کوی په اړه یی کوټلی ګامونه نه اخلی
نوله دې نه دا جوتیږی، چې امریکا او متحدین یی زمونږ د ګټو لپاره ندی راغلی او نه
زمونږ په هیواد کې د سولی لیواله دي فقط
وفقط د خپلو موخو لپاره راغلی هرکله، چې خپل اهداف لاس ته راوړل له هیواده وزی نه
ترهګرو پسی راغلی اونه د افغانانو د مرستی لپاره او هغه افغانان، چې ځانونه یی د څو
ډالرو په بدل کې پلورلې د هیواد د ګټو په ځای د نورو د ګټو لپاره کار کوی له هغی
نه زما غوښتنه دا ده، چې د خپلو کونډو، یتیمانو، وطن اوخاوري د ساتلو لپاره لاسونه
سره یو کړی او پرینږدي، چې بهرنیان زمونږ نه د خپلو شخصی ګټولپار زمونږ خاوره
وکاروی زمونږ هیوادوال په خپلو کې سره واچوی اوبه خړی کړی ماهیان پکي ونیسي
دیوه هوسا او ښیرازه هیواد په هیله خالداحمدی