په هیواد کې استخباراتي جګړه ورځ تربلې زور اخلي

د شیکاګو کنفرانس که له یوې مخې د افغانستان ځخه د ملاتړ په برخه کی د نړیوالو د تعهداتو یوه سمبولیکه  ناسته  وه  بل خوا  دغه  کنفرانس په پایله کی یوه اعلامیه خپره کړه،  چې له مخی یی په افغانستان کی د بهرنیو ځواکونو د حضور په مسله څرخیده،  چې تر دوه زره څوارلسم کال وروسته افغان حکومت ته په کلې توګه د مسولیتونو سپارل وه په د غو ناسته کی  د راتلونکو انتخاباتو ،اداری فساد سره مبارزه، چی په اوسنی حکومت کی یی خبره اوج  ته رسیدلی، چې زیاتره لوړپوړی چارواکی په دغو مریض مبتلا دی او هغه مرستی چی بهرنیان یی د افغان حکومت سره کوی د هغه څارنه دغه مهم ټکی وه چی د دغو کنفرانس  د سر ټکی وه او بله مهمه موضوع  د افغان حکومت سره مرستی وه چی د غه مرستی به تر دوه  زره  پنځویشتم کاله پوری د افغان حکومت د نظامی ځواک سره وی ترڅو افغان دولت وکولی شي چی خپله اردو ،پولیس  په خپلو پښو و دریږی د خپلی خاوری د دفاع لپاره چمتو شی چی د افغان حکومت دغه غوښتنی د ناټو د مشرانو لخوا ومنل شوی
 اوس پوښتنه دا ده چی ایا له د غو مرستو سره سره افغان امنیتی ځواکو نه  به له  دوه  زره څوارلسم کال وروسته د دو جوګه شی چی د خارجیانو په نشتون کی د خپل هیواد د ساتلو لپاره د مخالفینو سره جګړه وکړی له یوې خوا افغان اردو په هغو پرمختللیو وسایلو نده سمبال بل پلو دا دی لس کاله تیریږی، چی افغان امنیتی ځواکونه هوایی ځواک نه لری ددولت مخالفین چی زمونږ ګاونډیان ورسره مالی او پوځې مرستی کوی په ډیرو پرمختللیو وسلو سمبال دی د دولت مخالفینو ته زمونږ ګاونډیانو داسی پرمختللی چاود دونکی توکی ورکړی چی په دو اړه څه موده وړاندی د ناټو مشرانو هم اندیښنه ځرګنده کړی دغه پرمختللی وسلي او چاو ددونکی توکی، چی د دولت مخالفین یی کاروی چی ټول د ایران او پاکستان د استخباراتو لخوا ورکول کیږی چی هره ورځ د هیواد  په ګوډ ګوډ کی تره ګټه اخلي که  د ګاونډیانو مرستی نه وی د دولت د مخالفینو سره څنګه کولی شی چی افغان پوځ او ورسره د نړی ستر قدرتونه هم شتون لری چی هم د مالی او نظامی پلوه ډیر پرمختللی دی جګړه لسو کلونو ته وغځوی دغه جګړه په یواځې ځان نشی کولی چی طالبان یی پرمخ بوځی .   
نړی چی  د ترهګرو د ځپلو په موخه راغلی زمونږ هیواد یی اشغال کړی پدی ښه پوهیږی چی د ترهګرو ځالي چیرته ولی یی په اړه اقدام نه کړی څوورځی وړاندی چی یوکس د ایران  ځخه راغلی وه د خپلو سترګو لیدلی حال یی داسی بیان کړ چی په ایران کی طالبان په ازاد ډول تګ راتګ کوی دایران د حکومت لخوا ورته کمپونه جوړشوی هره ورځ په سلګونو طالبانو ته تمرین ورکول کیږی له هفوی سره نغدی مرستی کیږی دری میاشتی ورته د چاوددونکو توکو د جوړولو ایښودلو او چورکی حملو په اړه درس ورکول کیږی چی وروسته  بیا افغانستان ته راوړل کیږی د دولت او نړیوالو په ضد جګړه کوی ایا نړیواله ټولنه پدی اړه خبر نه لری ولی یی په ضد اقدام نه کوی بل خوا د امریکا  او افغانستان د ولسمشرانو لخوا ستراتیژیک تړون په لاسلیک کیدو سره ایران او پاکستان په ښکاره هله ځله کوی چی دغه سند د ولسی جرګی لخوا رد شی چی  دغه لاسوهنی د یوه دولت په داخلی چارو کی ښکاره لاس وهنه ده ولی نړیواله ټولنه چوپه پاتی ده که غواړی چی اوبه خړی کړی ماهیان پکی ونیسی داهرڅه یواځی په افغانانو ازمویل کیږی امریکا غواړی چی د خپلو موخو لپاره زمونږ په هیوا د کی د نو رو په وړا ندی استخباراتی جګړه پیل کړي غواړی چې د نړی لوی قدرتونه  لکه چین، روسیه او ایران تر خپل ځواک لاندی راولی دغه قدرتونه کوښښ کوی چی امریکا ته په افغانستان کی ماتی ورکړي د دوی دغه اوږد مهاله پلانونه له منځه یوسی خو امریکا د دغو اهدافو لپاره کوښښ کوی چې په نړې کی یواځنی قدرت شی چی د دغه جګړی قربانی یواځی افغانان دی چی هره ورځ زمونږ په وطن کی ویر او ماتم وی په یو او بل نامه افغانان وژل کیږی شکنجه کیږی اوس له ټولو نه مهمه دا ده چی  افغانانو د دغه طلایی چانس نه پوره ګټه واخلی کومی نیمګړتیاوی چی په اوسنی دولت کی شتون لری دهغه لپاره جدی اقدامات وکړی او پری نږدی چی یو ځل بیا هیواد په کورنی جګړه کی ښکیل شی د یوه ښه راتلونکی په هیله  .                                                                                      
خالد احمدی