بی خونده خبری(۹۵) د عربانو په هیرا منډیی کی!!!(۲)


وسیم سجاد، کابل
 
تره کی خو بی سواده وو؟!!!
زما د انډیوال، انډیوال دوکان په شندغه کی وو. نوم یی هم شندغه پری ایښی وو. ده ویل را ځه چی لومړی هلته ورشو. په دوکان کی شمالي وال او هراتی سره یو ځای شوي وو. ورغلو. چای، مای وشول. هراتي را ته ویل چی دا لاس کی کتاب د چا دی؟ ما ویل دا خو تره کی دی؟ ده ویل چی څوک وو؟ ما ویل چی یاره دا خو افغان کمونیست مشر وو! خو هلک نه پیژنده! بیا یی را ته وویل چی په دی کتاب کی څه دي؟ ما ویل ناول دی! ده ویل چی دا څه وي؟ ما ویل کیسه ده! ده ویل چی د چا ده؟ ما ویل خیالي ده! ده ویل چی هغه څنګه وي؟ په شین غم اوښتی وم!
خو اخر لکه چی پوی شو!!! هههاهاهاها
شمالي وال چی کریمی یی تخلص کاوه وپوښتل چی کتاب د چا دی؟ ما ویل د تره کی! ده ویل چی هغه خو بی سواده وو نو کتاب یی څنګه لیکلی؟!!! بیا می ورته د تره کی صایب د تحصیلاتو او وظایفو خبره وکړله. ما ویل چی په امریکی او هندوستان کی د معارف وو که کلتوري آتشه وو.
خبره خلاصه شوله! خو له دی سره زما انډیوال له جیبه موبایل را وویسته، ما ګومان کاوه چی اوس به د ملی اتل مسعود ویډیو ښیي خو ده د ډاکټر نجیب د ویناوو ویډیو کلیپونه یی را وښودل. یوه ویډیو، بیا بله ویډیو او بیا بله! زما هسی هم له نجیب سره نه لګیږي! ده زمونږ کور بمبار کړی وو! خو دا چی دلته یی هم خواخوږی وو او هغه هم شماليوال نو چوپ شولم!
 شمالیوال کریمی ویل چی سیم کارډ واخلی. ما سره د دوبی کارډ وو خو مخکی وار کی می اخیستی وو خو دوی ویل چی یاره وا یی خله ځکه چی ښه پکیجونه پکی راغلی دي.
په ۳۵ درهمه می اتصالات واخیسته! ۱۵ دقیقی وطن او ۲۵ دقیقی دوبی کی مفتی خبری می کولای شولی!
لومړی خبری می له پلار سره وکړلی! بیا می ماما سره په سعودي عربستان کی اړیکه ونیوله! د پلار له دوستانو سره په تماس کی شولم. هر یو ویل چی در ځو ما ویل نه!
په دوکان کی له شمالیوال کریمی سره خبری ۱۲بجو ته ورسیدی. په خیټی می هم درد وو. چاریکاري ستونه یی هم وکړل. په اخر کی یی را ته وویل چی یاره په چین کی خو یوی کمپنی ته چی ده تری مال غوښتی وو یو ایمیل  وکړه. یو ایمیل نه وو. دوه می ورته وکړل. دوی خپلی کوټی ته لاړل. زه او د لاری ملګری می په دیره دوبی کی افغان کباب ته لاړو.
ډوډی مو وخوړله او بیا نو بری دوبی کی خپل هوټل ته لاړم. نه پوهیږم چی لمونځ می وکړ او کنه!
ګرمه دوبی او مصنوعی ژمي:
دوبی ګرمه ده خو دا مهال هومره نه وه خو بیا هم له کابله ډیره ګرمه وه. خو عربانو خپلو ځانونو ته مصنوعي ژمي جوړ کړیدي. کوټه یخه! موټر یخ! دوکان یخ! سوپر مارکیټ یخ! هر څه یخ، یخ!
زمونږ اطاق په عربین ډریمز کی وو. عربین ډ‌ریمز د پاکستاني دی خو مزدوران یی ټول هندوان وو—اور اوبه سره یو ځای شوي وو. پاکستانیان له کوره د باندی له هندو سره سخت په مینه برخورد کوي.
 آپارتمان مو نیولی وو. آشپز خانه، سالون او بل د خوب خونه! دوه تشنابه! بس ښه ژوند وو!
خونه یخه وه. په بړستنی ننوتلم. سهار د وخته پاڅیدلم. خوب ښه خوند کړی وو. ارام وم. ډوډی لپاره دیری دوبی ته لاړم. یوه بجه وه که دوی راغلم. ایمیل می چک کړ. له مولانا سره می اړیکه ټینګه شوله.
مولانا ته می فون نمبر ورکړ. تماس یی را سره ونیوه او ځینی خبری مو سره تا و بالا کړلی.
شپی مو نور ټیم هم را ورسیده! ۱۰ کسان وو. ټول انجینران وو!
سبا رسمي ورځ پیل شوله. دا هم ختمه شوله. غرمه ډوډی ته ټول یو ځای افغان کباب ته لاړلو. ډوډی وخوړل شوله.
اطلنټس:
د شپی په بحر کی جوړ ښار ګوټی ته لاړو. اطلنټس نومیږي. د کار او کمال ځای دی! د بحر په منځ کی عربانو د خرما ونی په څير ښار ګوټی جوړ کړیدی. د ماهیانو یو زبردست ډنډ هم له ځان سره لري چی د شیشی په واسطه احاطه شویدی.
د شپی ناوخته دلته پاتی شولو. عکسونه، ټوکی، تشناب ته تګ ټول دلته وشول. له ما سره په لاس کی د څښاک بوتل می د تشناب پاکوونکی ته ورکړ. ځکه ډیر ښه برخورد یی درلود. لاسونو مینځلو سره سم یی درته کاغذ را رساوه. زمونږ ټول همکاران په ملی لباس کی وو خو ما پکی یو شارټز اچولي وو.
زمونږ ډله چی ټول انجنران وو په خپلو کی سره بحث ته کیوتل. دلته ددوی اصلیت معلوم شو. په خپلو کمزوریو یی اعتراف وکړ. ویل یی مونږ یو پُل نشو ډیزاینولی او دوی بحر کی دومره لوی کار کړیدی. د سرکونو صفتونه یی وکړل. په یوی بیسوی ځمکی کی د ۴۰ منزله تعمیر د پورته کولو کمالاتو باندی یی اعترافات وکړل. عربین ډریمز ته بیا وګرځیدلو او ویده شولو.
برج الخلیفه:
برج الخلیفه په اړه تاسو کافی  معلومات لری! زما معلومات به دومره خوندور نه وي نو ځکه زه هم ورباندی خبری نه کوم. برج ته د دوبی مال له لاری ننوتو. اول خو ټول په دوبی مال کی سرګردانه وو. که څه هم پلار می را ته پتی راکړی وی خو ما پوره غوږ نه وو ورته ایښی. اوس سرګردانه! دلته له یوه پوښتنه کوه او هلته له بله! ټکټ یی لکه چی ۸۰۰ډالره وو. غونی می ځیږ شو. تری تیر شوو. دوبی مال سره لنډ راووتو. ټولو غوښتل چی عکسونه یی له برج الخلیفه سره برابر راشي. زه د عکسونو ډیر شوقي نه یم خو د ملګرو شوق می ور خراب نه کړ.
په ځمکه څملاستم، سر می جیګ ونیوه ترڅو د خپلو همکارانو عکسونه واخلم. د ټولو عکسونه می ورته په داسی کمال سره واخیستل چی شا ته یی برج ښه پوره او بشپړ ښکاره شو.
شاو خوا ګرځندویانو بیا زما عجیبه انداز کی د څملاستو عکسونه اخیستل او خندل یی! بیا می همکارانو ته چی زیاتره یی سپین ږیري وو ویل یارانو لږ تیت شی! په یو ځای کی سره راننوتلي یاست! ټول شاوخوا لاړل. د شپی بیا نو له میوزیک سره د اوبو ډانس پیل شو.
ډیر خوند یی وکړ. اوبو په ریښتیا ډانس کاوه. ډیر خوند می تری واخیسته!!!
باغ وحش، بیچ او تاریخی شندغه:
سبا په دوبی کی له رسمیاتو وروسته، ما د تګ ټول پلان چمتو کړی وو. لومړی لاړو په جمیره کی باغ وحش ته! ما ویل څه عجایب به په کی وي! وړوکی باغ وحش وو! د کابل دغه یی پری ډیر لوی وو. په دوه درهمه مو ټکټ واخیسته! یو څو مږی، بیزوګان او یو دوه زمري او پړانګان په کی وو! اوږد خر چی شریفانه نوم یی زرافه دی هم په کی وه! شمشتیانو چی د مکروریانو والا یی کِشپ بولي، په کی سخت انډو خر جوړ کړی وو. بلا ډیر په کی وو!
له دی ځایه څخه سیده په مخامخ کوڅی بیچ ته لاړلو. له ما سره ټول ږیرور وو. او بیچ کی نو پوهیږی چی څوک وي!
د دوبی بیچ هسی چی د نورو هیوادونو بیچونه دي ډیر لوکس نه دي! ریګ دي او سمندر غاړه ده! ما خو نه لامبل خو دری انډیوالانو له پرتوګونو سره اوبو ته ځانونه واچول. زه ورته ناست وم! دلته له مونږ سره یو انجینر صاحب وو چی همدا توبی یی ویستلی. چی الله (ج) قیامت شو! توبه...توبه یاره توبه! هلته یی څو لوڅی جونی لیدلی وی چی په ریګو کی پرتی وی! ما ته خو دا شیان عادي وو خو ده لکه د چشمو څخه سترګی ورپسی راویستلی وی او پوره یی لیدلی وی!
د شپی یی ویل چی یاره لوڅی وی خو هیڅ ښکلی نه ښکاریدی—ښکلا ټوله په حجاب کی ده! مونږ د هر چا نظر ته درناوی لرو! ما خوراکي به په کی څه ویل؟
ماښام مهال چی دیری دوبی ته تللو نو خپلو راسره ملګرو ته می وویل راځی چی په شندغی کی جوړ تاریخي کلي ته لاړ شو. و به ګرځو، عسکونه به واخلو او... دوی په یو اواز وویل چی مونږ له تاریخي افغانستان څخه راغلي یو؛ هره کوڅه او خانه مو تاریخی ده نو تری تیریږو.
leekwal@yahoo.com