د کورنيوچارو، ملي دفاع وزيران او ملي امنيت لوی رئیس بايد څه وکړي؟ درېيمه برخه

 تېره مياشت يو بنياد له لوري په ټول هېوادکې يوه شمېرنه ترسره شوه، په شمېرنه کې له عام ولس او چارواکو څخه پوښتنې شوې دي، د پوښتنو پدې لړ کې چې (ايا له ۲۰۱۴ عيسوي کال وروسته چې کله نړيوال ځواکونه له افغانستان څخه وځي، د افغانستان امنيتي وضعيت به څنګه وي؟) د (وسلوال ځواک ځيني مسوولينو) چې هېڅ يې د مرکو او مصاحبو دنده په غاړه نده، ورسره مرکې کړي، او نااميدي يې ښوولي او ويلي يې دي، چې له ۲۰۱۴کال وروسته چې نړيوال له هېواده وځي، امنيتي وضعيت به خراب شي، د يو شمېر منسوبينو لخوا شوي خبرو سره غبرګ زموږ يو شمېر هېوادوالو هم ورته نظر ورکړی، او د شمېرنې پايله يې پدې ډول له نړۍ او افغان دولت سره شريکه کړې، چې زيات شمېر افغانان پدې نظر دي، چې په افغانستان کې به له ۲۰۱۴ وروسته امنيتي حالت ډاډمن نه وي، کوم بنياد چې دا شمېرنه يا ټول پوښتنه کړې خامخا تر شاه به يې د کوم هېواد استخباراتي کړئ او يا هم نورو هېوادونه ترشاه لاس لري، خو زه د يو افغان په صفت له وسلوال ځواک چې اوس الحمدالله د يو قوت او طاقت بڼه يې غوره کړې هيله کوم، چې خپل هوډ له لاسه ورنکړي.مجتبی پتنګ، بسم الله خان محمدي او اسدالله خالد هغه پيژندل شوي څهرې دي، چې په پوره صداقت به وکولای شي، چې په ايمانداۍ، صداقت او وطندوستۍ د هېواد وسلوال ځواک ښه وروزي، او پوره ډاډ ورکړي، چې د بنيادولخوا شوې ټول پوښتنه د نورو هېوادونو په لاسوهنه ترسره شوې، ترڅو زموږ د هېواد د وسلوال ځواک هوډ کمزوری کړي، دوی بايد خپل ځواک ته تعليم نامې ورکړي، مجازات او مکافات سيستم رواج کړي، د سلاح او مهماتو څخه يې کنټرول وکړای شي، لوژستيک قراردادونه کې يې بايد شفافيت راشي، نظافت بايد مراعت کړي، په هېواد کې ټول ۳۴ قومندانان، ۳۴ د ملي امنيت رئيسان، د قول اردو او کندک قومندانان، حتی د ولسواليو پورې ټول مسوولينو خپلو دندو ته متوجه کړای شي، ټول وهڅول شي، چې بايد خپلې دندې په دقت او ايمانداري پرمخ بوزي.د قاتليونو، غلو، قچاقبرانو، غاصبينو او نورو ورانکاراو په مقابل کې بايد جدي قدمونه واخيستل شي، بغير له کوم تعصب څخه خپلې چارې پرمخ بوزي.د دوی له صفوفو څخه داسې اشخاص وويستل شي، چې په هغه باندې د افغان او نړيوالو ځواکونو رنګه بد کېږي، داسې اشخاص چې هغه په ناوړه تبليغ لاس پوری کړی وي او په ناوړه تبليغ کوښښ کوي، چې زموږ د يو شمېر با احساسه، وطندوسته او په خاورې مين سرتيرو ذهنيتونه خراب کړي، کوښښ دې وشي چې له داسې څخه لارو چارو څخه کار واخيستل شي، چې روانې بدامنۍ له منځه ولاړې شي.يو شمېر منسوبين اوس مهال د پارلمان له يو شمېر غړو څخه د ترفيع غوښتنه کوي، پداسې حال کې چې ترفيع ورکول د پارلمان د غړو دنده نده، که بيا هم کوم منسوبين د ترفيع غوښتنه کوي، بايد ترفيع ورته پداسې حال کې د وزارت مقام لخوا ورکړل شي، چې رغنده کړنې يې کړي وي، د ولس لپاره يې خدمت کړی وي، او داسې څه يې کړي وي چې د ولس ترڅنګ يې د وزارت مقام هيله پوره کړي وسي، خو که منسوبين د يو شخص څخه د ترفيع غوښتنه کوي، ښکار ده، چې د پارلمان غړي به بيا پدې منسوب باندې شرايط کېږدي، بيا به منسوب د دې شرايط ځکه پوره کوي، چې ترفيع کولو کې ورسره مرسته کوي.د وزارت له مقاماتو او د ملي امنيت لوی رئيس څخه د ټولو هېوادوالو غوښتنه ده، چې خپل اړونده مسوولين او منسوبين پداسې روحيه سمبال کړي، چې ولس، دولت، خاورې او وطن ته د خدمت جوګه وي.محب ارمان