
په ایشیا فونډیشن کی نه پوهیږم له یوه ناکام او که بریالي ډیمو وروسته په ټکسي کی د خپل یو بل همکار سره کیناستم او د دفتر په لور می حرکت پیل کړ. په قوای مرکز کی وو چی زنګ راغی. های! ار یو ریډی ټو ګو ټو دوبی؟ ما ورته وویل چی یاره څه وخت؟
ویل بس په دی راتلونکی اونی کی؟ ما ویل کیو نهی!!!
که څه هم دفتري کارونه می هم ډیر وو خو ښه والی دا دی چی زه خپل دفتري کار وړاندی وروسته کولی شم! د مزی بله خبره دا وه چی دوبی تګ، راتګ، ځای ځایګی ټول مفت وو! نو مفت شراب خو قاضی هم نه دي پریښودلي!
یو لنډ تګ می تر تړون ښاره!!! پوری وو. هلته لاړم؛ چټ پټ می کارونه خلاص کړل او ۱۲:۰۰بجی د غرمی می په کابل هوايي ډګر کی حاضري ولګوله.
تلاشي خلاصه شوله؛ فلای دوبی کی می سیټ بوک شوی وو. هر څه خلاص شول. بیکونه د الوتکی ډالی ته ولیږل شول! ما سره لپ ټاپ بیک او کتابونه پاتی شول! په کتابونو کی را سره د ترکي—د ختیځ د نابغه—سنګسار هم وو.
د خروج لپاره په لاین کی ولاړ وم. له ما څخه مخکی یو دری نفره وو چی سعودي ته تلل او که دوبی ته! په دوی کی یو سپین ږیری وو. تازه کوم اپریشن یی کړی وو خو کور کی لکه پورونو او یا هم بلی بیچاره ګی لاندی کړی وو نو ځکه بیا روان وو.
په غرفی کی ناست بریتو چی خروج یی لګاوه ورته وویل: تاریخت ختم شده، حالی آمدي! بابا چی د دریدلو نه وو ورته وویل چی یاره دوی میاشتی نوره هم په کی پاتی دي!
بحث کی بریتور صاحب منصب یو بل سپین ږیری صاحب منصب ته چی ددغو ټولو پوک ښکاریده ور ناری کړی چی دا وګوره څه شی دي!
هغه چی پاسپورټ لاندی کړ، باندی کړ؛ چشمی یی ورته په پوزه
کیښودلی، سترګی یی د چشمو له میلو څخه راوباسلی خو بیا هم پری پوی نه شو! په بلی غرفی کی یی بل صاحب منصب ته پاسپورټ ویوړ! ترڅو چی زما لمبر را رسیده ایله په بیله ټول صاحب منصبان په دی سره راضي شول چی د سړي په ویزی کی یوه میاشت نوره وخت هم شته!
دا به یی مصلحت کړی وي! چی هسی دا نورو خلکو ته هم ټيټ را نشو او دغه سړي ته مو هم سترګی جږی وي نو په یوی میاشتی به سره سلا وکړو!
دلته می یو ځل ټولو دیموکراتانو ته د زړه له کومی کنځا وکړلی!
انتظار خونی ته ننوتم؛ کیا رش هی؟!!! د یوی سلیم(دی کلیمی ته به سړی په پښتو کی څه وایي، که ډنګر وایی نو هغه خو ښه صفت نه دی. دغه سلیم داسی وي چی غوښه نه لري خو بیا هم ښکلی ښکاري) ښځی ته مخامخ په څوکۍ کیناستم .! ښځی په ځان وس کړی وو خو ما محور اخبار را وخیست او په لوستلو می پیل وکړ!
محورونه را ته مولانا ټولوي! هره ګڼه نه!
یوازی هغه چی د شهرت ننګیال لیکنه په کی راغلی وي! شهرت ننګیال زما فیورټ لیکوال دی! د لوستلو تنده می یوازی په ده ماتیږي او بس!!!
لمونځ می را یاد شو! اودس می وکړ!
د ماسپښین او مازدیګر لمونځونه می دواړه وکړل. بیا می رګ وواهه! دا چی په تشنابونو بد حال وو او نوبت په کی په ساعت کی هم نه را رسیده نو سنت می مات کړ په ولاړی می رګ وواهه!
د کمونیست یو خاصیت دا دی چی په ولاړو رګ وهي! خو نن د هجرت د ماحول یو مهاجر په ولاړو رګ واهه—مجبوریت کی به د خره غوښه هم خوری، څنګه؟
تر الوتکی پوری پوره رش وو. سیټ می ۲۵ لمبر وو! د الوتکی یوه جلکی ښکلی او بله ګرمه وه! شیطان می ورټه او په \"ژورنالیزم زما خاطری\" کتاب می پیل وکړ.
دا کتاب می په الوتکی کی ختم کړ. بیا می تره کی پرانیسته! د تره کی په لوستلو را ته ځان مجرم، کافر او ....ښکاریده. خو بیا می هم پرانیسته! د د دغه کتاب تر اخره لوستل سم میخ په تیږه ننویستل وو. ټول وس او ټول ځواک می سره یو ځای کړ تر دوبی هوایی ډګر می د کتاب مولا ور ماته کړله.
په الوتکه کی بازار:
د فلای دوبی ټکټ ارزان دی خو له خلکو بیا همدا پیسی وباسي! اوبه، چای، برګری او ساسچی په پیسو دي! زمونږ خلک چی کله په الوتکو کی سفر کوي نو خیټه یی په الوتکه کی خوراک ته اماده کړی وي خو متاسفانه چی فلای دوبی د ډیرو اشتهاوی ور خرابی کړی.
دوی ډیر د کنجوس زامن وو! فلم د لیدلو لپاره دی هم باید پیسی ورکړی وای.
ترڅو چی د خوراک ټرالي ترمونږه را رسیده، ساسچی خلاصی شوی وی. پاتی سنکس وو، چای وو؛ سوپ وو! د سوپ، فرینګلز آرډر می جاري کړ.
کتاب می هم لوسته او فرینګلز می هم خرپول.
له ډوډی خرڅولو وروسته یی بیا د عطرو، سپری ګانو ګاډی وګرځوله!
خپلو کلیوالو ته می لیدل چی له الوتکی له بازاره یی ډیر شیان هغه که خوراکي وو او که نور وا نه خیستل.
دویم ټرمینل:
الوتکه کوزه شوله او بدبختانه په دویم ټرمینل یی ور برابر کړلو. موډ یی را ته خراب کړ خو بیا هم زما کارونه زر خلاص شول؛ مشکل می په هغه راسره ملګري همکار کی پیدا شو. د هغه پاسپورټ کی چیرته کوړیته راغلی وه. یو ساعت یی تاو را تاو کړ.
کوم صاحب منصب چی باید ورته کار خلاص کړی وو هغه بیرون چیرته وتلی وو. عرب لوچک خلک دي، دوی هم په کارونو پسی دومره سر نه ګرځوي. څو واری می په کاونټر ناستی توری کوتری ته وویل چی یاره زما له هغه ملګري سره مرسته وکړی او یا ما ور پریږدی ځکه چی په ژبه هم نه پوهیږي! هغی ویل چی نه دومره کار نه دی خلاص به شي! دومره کار نه وو خو ګینټه یی واخیستله!
ماښام لمونځ قضا شو—الله دی مغفرت را ته وکړي! په اخر کی می هغی ماموری ته وویل چی زمونږ دی یو ساعت را ضایع کړ!!!
دلته می یو ځلی بیا د دیموکراتانو سیستم ته مور، پلار، ښځه ور ښاخی کړل. ۱۱کلونو کی دوی په دی ونه توانیدل چی الکټرونیکی پاسپورټ رامنځ ته کړي! زه له خپل پاسپورټه هم ډاریږم. چا لمده ګوته پری کش کړی، نوم یی را ته خوځولی دی! سبا به له دی هم لانجه جوړه وي!!!
نور بیا
leekwal@yahoo.com