
که هرډول لیکلی
مسوده وی، اوهرڅومره چه په کښی مغزونه اوبه شوي وي اوډیروهوښیاروکسانو په ډیردقت
سره هم جوړکړې وي، اوآینده یی هم ورته په نظرکښې نیولي وي، خوبیاهم د وخت په
تیریدوسره ددی په تطبیقي ساحه کښی کوم اړتیاوی احساسیږی، چی ددی اړتیاوو په نظرکښی
نیولوسره د اصلاحاتو او تغیراتو ضرورت موندل کیږي. همدادلیل دی چی په هراساسي
قانون Constitution اومعاهدوکښی دتجدیدنظر کولوحس مینځ ته راځي. چه
دملګروملتونو چارتر(منشور) هم کوم استثنأ ندې.
داصلاحاتو دپروسې
په طرزدید سره چارتر یو ډیرسخت دستاویزدی، لیکن په سلوک کښې دا دومره دانعطاف وړ
ثابت شوې چه رسمي اصلاحاتو برسیره هم دا دحالاتو په حساب خپل ځان ته تغیر ورکولو
په اړه کامیاب پاتې شوې دی.
درسمي اصلاحاتو پروسه
دملګروملتونو په منشورکښې داصلاحاتو دوه ډوله پروسې یی قبولي کړي، چه دهغئ
ذکر د۱۸چپتر په ۱۰۸-۱۰۹ مادوکښی شوی دی.
د ۱۰۸ ماده په انحصار « اوسني منشورکښی اصلاحات هاغه وخت پرټولو دولتونو
تطبیق کیږي چی کله هم دجنرل اسامبلې لخوا د ۲/۳ اکثریت سره پاس شي. او
دملګروملتونو د۲/۳ غړي هیوادونه چه په هغئ کښی د امنیت شوراSecurity
Council ټول اصلي (۵) غړي پکښی شامل وي. اود خپلو اساسي
قوانینو دپرسیجرمطابق داصلاحاتو حمایت وکړي».
لدی څخه دا جوته ښکاري چه اصلاحات صرف دجنرل اسامبلی له لاري ممکنه ده، هغه
هم پدی شرط چی ۲/۳ اکثریت سره پاس شي او دامنیت شورای پنځه واړه غړي باید موافقه
رایه ورکړي. د۱۰۸ مادې څخه داخبره هم روښانه کیږي چی که ددی پروسې مطابق کوم
اصلاحات چی راځي دا په ټولوهیوادونو باندې دتطبیق وړده، که څه هم، کوم هیواد دی
اصلاحاتو ته مخالفه راېه هم ورکړي وي.
په ۱۰۹ ماده کښې درې (۳) خبرې ویلې شوي دي:
۱ – داوسني چارتر یا
منشور دتجدید نظریا اصلاحاتولپاره یو جنرل کانفرانس غوښتل کیدای شي، ددی لپاره وخت اوځاې دجنرل اسامبلې
په ۳/۲ اکثرېت اود امنېت دشوراې ېواځې د۹غړو هېوادونو دموافقې راېی په ورکولو سره
چه دملګروملتونو دجنرل اسامبلې او شوراې دهر غړي لپاره صرف دېوی راېی ورکولو حق
وي.
۲- دا کانفرانس د۳/۲ اکثریت
سره په منشور کښی کړی تغیر هاغه وخت تطبیق کیږي کله چی د ملګروملتونو د۳/۲ غړي
هیوادونه چه په هاغی کښی ټول پنځه اصلي غړي هم شامل وی، دخپلو اساسي قانون په
نظرکښی نیولو سره پدی اړه راېه ورکوي.
۳- که دجنرل
اسامبلی ترلسمۍ جلسې پوری پدی ډول کوم کانفرانس ونشو، نوپدی ډول دداسۍ یوی اسامبلی
غوښتنه به په جنرل اسامبلی دکارونو په لست کښی ايښی وي. او که دجنرل اسامبلی، جنرل
اکثریت اودامنیت شورای دنهو (۹) غړو په اکثریت سره دکانفرانس دغوښتلو تصمیم پاس
شي، نو دغه کانفرانس غوښتل کیږي.
په عملي طرزدید
سره په ۱۰۸ او۱۰۹ ماده کښی کوم خاص توپیر نشته. په ۱۰۹ ماده کښی یوه ښه خبره داده
چی یو عمومي کانفرانس اتوموسفیرد منشور تجدیدنظر، بیالیدنه Revision او په هاغئ کی دانتقاد اندازه
او تجزیه کولوکښی ډیرد استعمال وړدی.
په ۲۳، ۲۷، ۶۱
کښی اصلاحات دعمومي اسامبلی په ۱۷/دسمبر/۱۹۶۳ کښی پاس کړل او ۳۱/اګست/۱۹۶۵ کښی یی
تطبیق کړ.
په ۲۳ ماده کښی
یی اصلاحات وکړل اود امنیت شورای دغیراصلي غړو شمیریی د ۶ تنو څخه ۱۰ تنو ته یی
لوړه کړه. په ۲۷ ماده کښی اصلاحاتو داسۍ سیسټم یی جوړکړ چی په پروسوي موادو کښی
دامنیت شورای د ۹ تنو غړو دخوښی رایه اخیستله کیږي چی پخوا ۷ تنه وه. او باقي
موادو باندی تصمیم د ۹ غړو په خوښه نیول کیږي، خود ۵ اصلي غړو راېه ضروري وي.
په ۶۱ ماده کښی
داقتصادي-اجتماعي شورای دجوړښت تشریح کړې. ددی غړی چه ۱۸ تنه وه، وروسته داصلاحاتو
څخه ۲۷ تنو ته اوچت کړل شو. خو بیاهم په ۲۰/دسمبر/۱۹۷۱ نیټی کی، په پورتنئ ماده
کښی دعمومي اسامبلی لخوا بیایواصلاح وشوه چی دغړوشمیر یی د۲۷ تنو څخه ۵۴ تنو ته
پورته کړه.
په ملګروملتونوسازمان کښی غیررسمي بدلونونه
دغیررسمي بدلونونو مطلب یا مقصد داسئ دی چه هغوی دچارتریا
منشور اصلي اسناد یی غیرمتغیر پریښودل، خو د ملګروملتونودسیسټم پروظاېفو ېی حتماً
اثر وغورځاوه.
په ملګروملتونو سیسټم کښی غیررسمي تغیرات په لاندنیو طریقو
سره وې:
– دمنشور ځیني مادی په وظاېفو کښی نشي راوستلای، په
منشور کښی ځیني داسې خبری لیکلي دي چه هغه یی دمنشورجوړوونکو د ملګروملتونود مؤثره
کولو لپاره ډیر مهم ګڼل. ددی قواعدو یا په مادوکښی لیکل شوي مواد یی یا غړي
هیوادونو له مخی لیری کړي یا هغه یی په وظاېفو کښی ندي راوړي. مثال: په ۴۳ماده کښی
چه د نظامي قدرت Arm په هکله څه ویل شوي، خو داسې
هیڅ کوم اُردو یا مسلح قوت جوړ نشو، ځکه چی دغړو هیوادونو په وړاندی ډیر زیات
سیاسي اختلافات دي. پدی ډول دچارتر ۴۴، ۴۵، ۴۶، ۴۷، ۴۸ کښی چه دامنیت دشورای
دنظامي قوت سره تړلي دي، داېی هم دملګروملتونو سازمان ونشوکولای چی تعقیب کړي. ددی
دوه نتیجې مخی ته راغلل، چی یویی د سوله ساتي ځواکونه Peace Keeping forcesجوړشول او بل یی غړي هیوادونه یاملتونه د ګډې دفاع Collective Defense خواته لاړل.
– دملګروملتونو دمنشور غیررسمي تفسیریا تشریح د
ملګروملتونو دسازمان په کاري ساحه کښی پراخوالې اولویوالې راوسته او په غیررسمي
ډول دهغې په تغیرولو کښې دملګروملتونودسیسټم اوڅانګو پواسطه چی آزاد Liberal تشریحات Explanation
کولوهم مهم نقش پاتې شوې، اوپه خپل کاري برخه یا عملي ساحه کښی یی داسئ کارونه
وکړل چه خپله په خپله تغیرات راغلل.
د۲۷ مادی په ۳ فقره کښی ویل شوې، چی په Non
Procedural موضوعاتو باندی دامنیت شورای فیصله یا تصمیم د ۹
غړو مثبت رائی اخیستل کیږي، چی داصلي غړو مثبته راېه یا انتخاب پکښې شامل وي. حال
داچی د۲۷مادی په ۳ فقره کښی داندي ویل شوي چی نهائي تصمیم دحاضرو راېه ورکوونکو
غړو مجموعي قبولیت دې (د۹غړوموافقه رایه اخیستل نشته)، لیکن په عملي ساحه کښی ددغه
۹غړو موافقه راېه اخیستل ضروري ګڼل کېږي.
پدې ډول منشورکښی چه
جنرل اسامبلی ته چی کوم نقش ورکړل شوی دهغې څخه زیات په عملي ډول خپل نقش
لوبولې دی. دغه د Uniting
for Peace Resolution په ۱۹۵۰ کال کښی دجنرل اسامبلی
په کارونوکښی یا صلاحیتونو کی یو انقلابي تغیرات راوړل. اوس جنرل اسامبلی ۳/۲
اکثریت سره دسولۍ دراوستو لپاره هرکوم فیصله یا تصمیم نیولای شي. دملګروملتونو
دننه مختلف جنرال سکرټرانو هم چه کوم صلاحېتونه ورته ورکړل شوي وه د هغوې آزاده Liberal
تشریحات کړي چه ډیر مؤثرسېاسي رول یا نقش یی
لوبولاې دی.
– دملګروملتونود مختلفو غړو هېوادونو ترمینځ د معاهدو او
موافقو په مینځته راتلو سره په منشوریی په غیررسمي ډول اصلاح کړی. داموافقې دغړو
هیوادونو حقوق او وظاېف او دملګروملتونو دسیسټم یا څانګو د وظاېفو اوصلاحېتونو په
روښانه کولو کښی مرستندویه ثابت شوی دی.
دمثال په ډول: په ۱۰۴-۱۰۵ مادو کښی دملګروملتونو دقانوني
شخصېت، او دغړو هیوادونو دملګروملتونو دسازمان د افسرانو دخاصو حقوقو په اړه لیکلې
دې. دهمدې مادې په مأخذ سره په ۱۹۴۶کال دفبروري په مېاشت کښی دهمدې پوری مربوط
قطعنامه Resolution یی پاس کړ.
– دمرستندوېه مؤسسو اونماېندګېو تأسیس هم د ملګروملتونو
دسازمان په سیسټم کښی دتغیراتو دراوړلو په هکله مهم پاتې شوی دی.
په ۲۲ماده کښی جنرل اسامبلی اوپه ۲۹ماده کښې امنیت شورای
ته ددی څانګو دتأسیس په هکله اجازه یا حق ورکړل شوې دی.
جنرل اسامبلې اوامنیت شورای مختلف کمېټې اوکمېشن یی
جوړکړې هم دی، لکه : دقانون نړېوال هېئت International Law Commission ، دبی وسلې کولو هېئت Disarmament Commission او دبشري حقونو هېئت Human Rights .Commission
پدې ډول غېررسمي تغیراتو سره دملګروملتونودسازمان دمنشور
انکشاف اوپراختېا صورت نیولای دی. دملګروملتونودسیسټم دمتغیرحالت په حساب سره ځان
ته تغیرورکړې اوځان یی دوخت له غوښتنو سره دبرابرولو کوښښ یی کړې.
دملګروملتونودسازمان دغړوشمیر په دوامداره ډول زیاتېدو،
په جوړښت کښی تغیرات اوپراختېا او دنړېوال شراېطو کښی دتغیراتو په نظرکښی نیولو
سره دمنشور داصلاحاتو او بېاکتنه، نن هم یوه مهمه مسئله جوړه شوې ده. په چارتریا
منشور کښی داصلاحاتو راوستو پروسه لږڅه پېچلۍ ده، لیکن په سازمان کښی د اصلاح Reform ضرورت دی. اوپدی اړه وخت په وخت کمېټو، دپلټنئ ډلې اومتخصصینو
داصلاحاتو لپاره خپلې مشورې ورکړي.
دملګروملتونودسازمان په منشورکښې اصلاح اوبېاکتنه
دملګروملتونودسازمان یو قوي، پاېدار او مؤثرجوړولو لپاره
غړي هېوادونه، مؤسسی اونهادونه، پوهان اومتخصصین په کافي مقدار اصلاحات یی مخته
کړي. چه دسړې جګړۍ وروسته په Post-Cold war زمانه کښی پدی هکله تیزي سره زېاتوالې راغئ او
دی ته دپورته ذکرشوي نهادونو اوخلکو یا شخصېتونو پام زېاته شوه. د Post-Cold war په زمانه کی په بېن المللی سیسټم کښی پېچلتېا
راغلې او دنړېوالو یا سرتاسري رقابت صعود کړې او پدې وجهه دملګروملتونود منشور
اصلاح ډیر اړين شوی دی.
همداسئ یوه لوري ته سمتي یا منطقوي اتحادونه اود دولتونو
تجزېه، لکه: دشوروي اتحاد، ېوګوسلاوېا، چکوسلواکېا اوداسۍ نور...اوله بل لوري داقتصادي
اتکأ پرنورو دولتونو، اقتصادي نړېوالتوب Globalization او دمعلوماتي تکنالوژئ IT
انقلاب د دولت سیسټم یی کمزورې کړې. سربیره پردې په اوسنئ زمانه کښی دامنیت معنې
ساحوي یا منطقوي نه بلکه اوس یی معنې اقتصادي امنېت، ټولنیزامنېت، کلتوري امنېت،
اومحیطي امنیت دې.
که په لنډه ډول وویل شي نو دانساني امنېت دنړېوال سیسټم
په وړاندې ترټولو لوې رقیب دې. دملګروملتونو دننه له کومه وخته چی هاغه جوړ شوې له
هغئ وخته د اصلاح لپاره ډېر قطعنامې مخې ته راغلي یا وړاندې شوي. دملګروملتونو
پخوانۍ سکرترجنرال کوفي عنان په سازمان کښې د تغیراتو لپاره کافي کوښښونه وکړل. په
۱۹۹۷ کښی نومړي دTow Track پنوم ېو اصلاحي پروګرام یی مخې ته راوړې وه.
«اصلاح یو متداومه پروسه ده نه ېوه ناڅاپي واقعه»
کوفي عنان
دملګروملتونو دمنشور بېاکتنې مطلب د ملګروملتونود سازمان
دجوړښت سره تړلي بدلونونو څخه دې. پدې هکله زما په هاند، دلاندني کارونو ضرورت دې:
-
دامنېت دشوراې بېاجوړول یا بازسازي
-
داقتصادي-اجتماعي هېئت دځواک ډېرول
-
دسکرټرجنرال دپُست ځواک اودصلاحېت ډېرول
-
دسوله ساتي ځواکونو په کړنو اوفعالېتونو کښی بدلونونه راوستل
-
په مالي اوبودجوي جوړښت کښی بدلون
پدې اړه هېڅ ګمان نشته چی د ملګروملتونودسازمان د لاپسې
مناسب او غښتلي کولو لپاره په منشور کښی دبدلونونو راوستل ضروري دی. لیکن دجنرل
اسامبلی غړي هېوادونه، په هر ېوه مهمې موضوع باندې ددوې نه موافقت له کبله، ددې
ډول مناسبو بدلونونو راوستلو پروسه پرمخ نه ځي.
لیکوونکئ: فیروزحبیب صافئ