
دآمریکا بهرنۍ پالیسي په سړه جګړه
کښې اودآمریکا دبهرني پالیسئ بنسټیزټکي
دآمریکا بهرنۍ پالیسي دهغئ ځاې داوسیدونکودشخصیت یاکرکټر،نړیوال خنډونه، دهغئ
ځاې دجمهوررئیس اوکانګرس دګډ تأثیرسره فیصله کیږي. دآمریکا بهرنۍ پالیسي د ملي علائقویاغوښتنو(National Interest)اوسلوکي آرمانګرائی (Idealism) مخلوط یا Mixed دی.
دآمریکادبهرني پالیسۍ بنسټیزټکي:
1.
دکمونیزم په خلاف ودریدل اودهغی محدودول(Containment of Communism) :-
ددوهمی نړیوالی جګړئ وروسته دکمونیزم محدودساتل دآمریکا دبهرني پالیسیوبنسټیزټکي
پاتې شوي دي. اوددی مستقیم مطلب دادې چی، دنړۍ په هرګوډکښئ چی دوخت شوروي اتحاددفشارڅخه
کاراخیسته، نوآمریکابه هم دهغئ خلاف څه ناڅه ضرورکاوه.
چارلس لج(Charles
Ledge) داسئ ویلې:« آمریکا
دشوروي اتحاد په هرخوځښت کښئ چه دخپل نفوذ اواثردزیاتولولپاره یې کوي، دهاغئ دمخنیوۍ
یا ناکامولولپاره به پوره هلې ځلې کوي».
ددی پالیسې دپوره کولولپاره دآمریکاپه براعظم کښې دنظامي تړونونوکول، په افریقاکښی
دملګرومللتونوحماېه کول، په سوئیلي اوختیزې آسیا کښې دجګړئ لپاره یی ګام اوچت کړ.
2.
دنظامي تړونونوپالیسۍ(Policy of Military Treaties) :-
دآمریکامتحده آیالاتودکمونیزم دمخنیوئ لپاره دنظامي
تړونونوپالیسي یی خپله کړه. چی له دې ډلې څخه غټ اوځانداره یي د RIO - -
NATO – SEATO اود Baghdad Pact وه.
-
RIO:
داتړون دآمریکا متحده ایالتونود لاتینئ آمریکا له هیوادونوسره په کال ۱۹۴۷میلادي کښې وکړ.
-
NATO:
داتړون په ۱۹۴۹میلادي کال کښې دغربي اروپا دډیروهیوادونوسره
شوې دې.
-
SEATO:
داتړون دسوئیل ختیځۍ اوسوئیل لویدیځۍ آسیا Asia Pacific دکمونیزم څخه دساتلولپاره په
۱۹۵۷م کال کښی وشو.
اودسړی جګړې دختمیدلووروسته هم آمریکا دناتو(NATO) په خورا غټولواوپراخولوکښی بوخت دې. اودنظامي تړونونوکول اوس هم دآمریکا
دبهرني سیاست یوه مهمه برخه جوړوي.
3.
بهرني اقتصادي مرستئ (Foreign Economic Helps):-
دغه دآمریکا دبهرني سیاست یوه ډیره پخوانۍ اوقدیمي
برخه ده اوددی ځیني هدفونه اومقصدونه دي. یعنی ددی پالیسۍ دخپلولواودوام ورکولولاندني
مقاصد دي:
-
داقتصادي مرستوسره دبل ملت په ځان متکي جوړول. داپدې
معنی، کوم هیوادته چی اقتصادی مرستئ کوي، نوغواړي چی هغه هیواددتل لپاره پرآمریکا متکي
پاتې شي اودهرڅه لپاره آمریکا ته سترګئ وغړوي اوداړتیاوودپوره کولولپاره آمریکاته لاس
اوږد کړي.
-
داقتصادي اونظامي مرستوپه ورکولوسره، په بهرنیوهیوادونوکښې
دځان لپاره اجازه اخیستل دي، دبندرونویا نظامي هډوجوړول، اوهمداسۍ نور....
-
داقتصادي اوتخنیکي مرستوورکول چه پخوادکمونیزم دخطردلیری
کولولپاره وه، خواوس دبنسټیزاسلام (ددوي په تعریف) دپراختیا اوپرمختګ څخه دمخنیوئ لپاره
دي.
4.
دبشري حقونوحماېه(Support of Human Right) :-
دسړې جګړئ Post Cold War وروسته انساني حقوق یی آمریکا په خپل بهرني سیاست
اوپالیسیوکښې ورګډ کړاودهاغئ په واسطه په بهرنیوهیوادونوکښی د مداخلئ لپاره یی یوه
لویه وسیله جوړه کړې ده. ددی دامنیت لپاره دیونړیوال پولیس دنقش لوبولوکوښښ کوي. لیکن
په حقیقت کښی داصرف دهغه هیوادونولپاره دي چی هغه ددوی ملګري ندي، اودا په هماغه هیوادونوکښی
دمداخلې یوه طریقه ده.
داسرائیل هیوادغوندی یوهیواد چه دآمریکا ملګرۍ دی،
نوهلته همدا آمریکا دانساني حقوقودپوښتنۍ څخه مخ اړولئ دی.
5.
دډیموکراسۍ
دتأسیس په نامه په نورو هیوادونوکښې مداخله:(Interference in other Countries in the
Name of Establishment of Democracy)
آمریکادډیموکراسۍ دتأسیس اوپراخولو په
نامه دنړۍ په اکثره هیوادونوکښی دخپلی خوښې یا آمریکا پلوه حکومت تأسیسوي.
په ۱۹۸۳م کال، په ګرینادا کښی اوپه ۱۹۸۹م کال، په پانامه هیوادکښی، آمریکا داموضوع یی مخته
راوړې، مداخله یی وکړه اوهلته یی
آمریکا پلوه حکومت تأسیس کړ.
6.
په پاسیفیک آسیا کښی دآمریکا خاصه دلچسپي (Special Interest of America
in Asia Pacific):-
دسړی جګړئ دپای ته رسیدووروسته دآسیا پاسیفیک په ساحه
کښی دآمریکا ددلچسپۍ دلیل داروپا په بازارکښی دآمریکائی کالیویا توکوله کچئ لویدل وه.
یعنی نورداروپا بازار دآمریکا لپاره دګټی وړنه وه پاتی اودآمریکا اواروپا ترمینځ یوډول
رقابت هم مینځ ته راغلئ وه، په همدی دلیل آمریکا ته پاسیفیک آسیا(Asia Pacific) په زړه پورې دی.
دپسیفیک آسیا (AP)
ساحه یا زون یولوی اوپراخه ساحه ده چی دسرمایه ګذاری لپاره کافي مناسبه ده.
دپسیفیک آسیا هرهیواددآمریکا څخه دوارداتو پرځای صادرات
زیات کوي.
ددی ټولودلائیلوسره سره په ۲۱مئ پیړۍ کښی دآمریکا دلچسپي پدی ساحه کښی لږڅه زیات شوی دی.
7.
تروریزم(Terrorism):
د۲۰۰۱لومړي کال دسپتمبرپه
۱۱ نیټی وروسته تروریزم دآمریکا دبهرني پالیسئ یومهم ټکۍ ګڼل شوی دی. دهاغی وروسته،
آمریکا تروریزم نړیوال مشکل شمیرلې اوپه نړۍ کښی دهاغی خلاف هرچیرته دمداخلی اوګام
اخیستلو لپاره تیاروي
دآمریکا مشهوردیپلومات جورج کانون(Gorge Canon) ویلي وه:« دآمریکا بهرنۍ سیاست یا پالیسي دساعت دبنډول په څیرمداخله
کول اوبیادهیڅ شي نه کولوخواته».
یعنی کله له یوی خوا مداخله کوي اوکله هم له بلی خوا
وائي هیڅ نه کوم اوداسۍ چی کله به مداخله کوي اوځان به په مسئله کښی داخلوي اوبیا هغه
نیمګړۍ پریږدي اوبیا ځان ورڅخه کاږي.
آمریکاداقتصادي اونظامي مرستواوپه ورکولوسره غیرمستقیم
خپل امپریالیزم یی پراخ کړی، هغئ هاغه هیوادونوته مرسته کړی چی هلته دآمریکا خپله دلچسپي
وي. اوولی آمریکا هیڅکله دداسۍ یو هیوادسره مرسته ندی کړی چی ددی علاقه ورسره نه وي.
دسړی جګړی وروسته زمانه کښی دآمریکا دلچسپي په ډیره تیزی سره په جنوبي – غربي اومرکزي
آسیا کښی زیاتیږي.
په لنډډول دآمریکا بهرني پالیسي یونوی ډول امپریالیزم
دی، چی په هغه کښی داقتصادی اونظامي تړونونوپنوم دخپل حاکمیت دټینګولوکوښښ کوي.
دافغانستان دجګړی وروسته دآمریکا حاکمیت یا برلاسي
په مرکزي آسیا کښی قوي شوی وه اودعراق جګړی په غربي آسیا کښی دخپل حاکمیت اوقوت دساتلواوزیاتولویوکوښښ
دی.
تیل دآمریکا دسیاست یوه مهمه برخه ده، لیکن دآمریکا
سیاست دتیل څخه مخته تللوسره په نړیوال سیاست باندی دخپل حاکمیت اوبرلاسي دتأسیسولوپه
هڅه کښې دې.
لیکونکئ : فیروزحبیب صافی