بی خونده خبری(94): ګوډ بای احدی صاب

وسیم سجاد، کابل
احدي صاب د تیری پنجشنبی (اکتوبر۴مه،۲۰۱۲)په ورځ د افغان ملت ګوند له مشری استعفی وکړله! د احدي صاب تر مشری لاندی افغان ملت ګوند ځانونه سوشل دیموکراتان بولي!!! معنی د شاعر په خیټه کی وي! زه خو نه پوهیږم چی له دی څخه به یی مطلب څه وي خو که د کټ په هر اړخ کی کیني، مقعد شریف منځ ته راځي!!! مطلب دا چی که ځانونه دیموکرات کړي، سوشل کړي؛ نه یی کړي خو بیا یی هم خلک په لنډو کافران بولي!!! د سیکولر لکی خو هسی هم ور پسی تړلی ده! دینی لحاظه یی هم د کار خلک نه بولي ځکه ویل کیږي چی دوی تعصب، تبعیض ته لمن وهي!!!
ځانونه جهادیان هم بولي خو نه پوهیږم چی احدي صاب ولی تراوسه داسی غوړ ګرځي؟!!! دا لیبل به یی ددی لپاره وهلی وي چی چوکی نظر به جهاد است!
خو ځه څه یی کوو! مضر خلک نه دي!!! ګوسفند چا ته زیان نشي اړولی نو چی نه یی شي اړولی ولی ورپسی مږو یی؟
د تیری پنجشنبی په ورځ دوی د لویی جرګی په تالار کی لویه غونډه را غوښتی وه! د مولانا په خولی زه هم دعوت شوی وم! طبیب، انجینر هم دعوت شوي وو!
طبیب ویل چی نه ځم! انجینر ویل چی نه ځم ځکه چی د وخت ضیاع ده! مولیان ځکه سپورټ ته اجازه نه ورکوي چی د وخت د ضیاع خبره په کی مطرح ده!!! نو ما ویل چی زما څه پِزه پری ده چی ورځم!!! نه ورځم! زما یی پری څه؟ څوک می پیژني؟
زه چی خدای(ج) پیدا کړی یم نو د افغان ملت په اړه می کومه د کار خبره نه ده اوریدلی! ټول پیغورونه، توهینونه په دوی پوری نښلول کیږي!!!
د جهاد او مقاومت دری ډلی تر ټولو ډیری بدنامی ډلی دي: اول(حزبیان) دویم(افغان ملتیان)  دریم دغه اوسني ښاغلي(طالبان)!!! که شپه دی هم په دوی کی تیره کړی وي، پاکیدل دی لا یمکن!!!
خو کله می چی هم له حزبیانو سره بحث شوی د افغان ملت له نامی څخه می دفاع کړیده! ما ورته ویلي چی دوی کافران نه دي! که څوک غواړي پښتنو ته کار وکړي، کافر نه دی! که څوک غواړي هزاره ګانو ته کار وکړي، کافر نه دی! نوش جانش!!! کور یی له غنمو ډک!!!
دا می هم ورپسی ویشتی که چیری مونږ افغان ملت نه یو نو څوک یو؟ هندو ملت خو کیدای نه شو!!! حزبیان به لږ ارام شول خو بیا یی هم نه منل!!!
داسی می اوریدلي چی دوی کوم اخبار هم چلوي!!!
په دی لسو کلونو کی چی بیا په ښه او بد پوی شوی یم نو رادیو ګانو می دری نومونه ډیر اوریدلی دي: عثمان تره کی، اشرف غني، احدي!!!
ما به تل ویل که په دوی کی یو یی هم هیواد ته را شي نو افغانستان به ګل ګلزار شي!!! له اشرف غني مصاحبو او ویناوو سره می خو بیخي زیاته مینه وه!
احدي د کرزي ټولو دورو کی په لوړو پوستونو دندی ترسره کړیدي! یوه میاشت یی هم بی تنخوا نه دی تیره کړی! وزیر او یا هم ریس، معاش هم ډالري!!!
په ده باندی انتقاد دی چی ټیم نشي جوړولی!!! داسی د کار مبلغ نه دی! دریم دا چی رسوخ نه لري!!! زمونږ خلک په ۸ عجایبو کی راتللی شي!!!
یو واری په چا پسی منفی بافي پیل کړي، بیا یی نو نه پریږدي!!! درز، غپ!!! که په دغه احدي صاب کی کمال نه وای نو کرزي به ۱۰ کاله له ځان سره ساته؟!!!
دی څو ځلی ولسمشری ته هم کاندید شوی! خو بیا د کرزي صاب په ګټه تیر شوی—مطلب دا چی د معاصر سیاستوال خوبایانو څخه دی هم برخمن دی!!!
بله د کمال کار او دده دور اندیشي وګوره چی پوی شو نور نو په دی هیواد کی نشي چلیدی ګوند یی پریښود!!! تر ۲۰۱۴ پوری خو دی د انګریزانو خبره کانفرم د صنایعو او سوداګری وزیر دي! معاش حواله!!! د ګوند په ټیکټ خو تر دی ځایه وچلیده!!! پاتی شوله نور نو د تورونو، سپکوونو، انتقاداتو خبره نو له ګوند څخه یی استعفی وکړله!
وینا یی خو د لویی جرګی په خیمی کی ما نه ده اوریدلی خو حتما به یی ویلی وي چی نور نو سیاست او چوکی دواړه سره نه پالل کیږي! اوس غواړو چی ځوانانو ته چانس ورکړو!!! نور نو ما جان به فنا دادیم، تا زنده شما باشید!!!
پخیر چی د کرزي دوره په ۲۰۱۴ ز کال کی پای ته رسیږي نو پټان جانی، افغانستان جاڼی!!! ګو‌ډ بای! پاسپورټ شتِه، ویزه هم شتِه!!! نور نو څه په کار دي؟ ټکټ!!! په کوم سوداګر به غږ وکړي نور نو خدای(ج) په امان!
پرویډنس پوهنتون به یی بیا د لکچرر په توګه ومني ځکه چی د Post-Taliban او Post-Apartheid تجربه ورسره شته! خپل خاطرات به ولیکي، په کرزي پسی به څو سپکی سپوری ووایي؛ د افغانستان او نظام په ستونزو به خبری وکړی؛ خپلی تجربی به له نړیوالو سره شریکی کړي! نړیوال خو هم پوره شنه دي!!!
کتاب به یی Best Selling Book of the Year شي؛ دی به بیا په نړیوالو پوهنتونونو کی ویناوال شي!!!
که بیا هم د کوم ریسرچ خبره شوله نو شمالي ټلوالی سره یی هم اوس ګوړه ماته کړی! د مسعود قهرمان څلي باندی یی هم حاضري لګولی وه نو فهیم جان که ژوندی وو نو هغه دی بیا به راځي، دلته به ورسره یک چکر پنجشیر هم وهي! کار به خلاصوي، څو عکسونه به اخلي، دلته به هم وینا اوروي نور نو څه غواړي؟!!! ماده پرستان پیسی غواړي او هغه هم له واوری سړی!!!
leekwal@yahoo.com