بی خونده خبری (93): د ټولنی خدمتګار!!!

وسیم سجاد، کابل
ویښته می سخت ببر شوي وو؛ خلکو ویل لکه چی لاړم! هماغه شی شولم؛ چی په مونږ مینیدی، اوس ګرځه لیونی! لیونتوب کله له مینی وي. زه اصلا مینه پيژنم نه! دغه د مینی فلسفیان چی زیاتره یی زمونږ دغه شاعر برادري دی وایي چی که سړي جانان ولیده، په زړه یی لړزه راغله، خبری تری غلطی شولی، وریږدیده نو پوی دی شي چی په مینی کی ګیر دی! زه خو چی کله هم  جینی وګورم، ښکلی وي، رنګونه یی جوړ وي، قدونه یی سروی وي، همدا حالت را باندی راځي! هیڅکله می ځان میین نه دی بللی.
هډو مینه پیژنم نه! زه په تارونو باور نه لرم! کیدای شي زه به اوس د پړي په مرحلی کی وم! خو بیا هم!!! مینه، دوستي، یارانه دغه شیان هیڅ مفهوم را ته نه لري! هماغه شیطانی هوس دی چی پوره شو مینه هم تللی وي او مین هم ...ل شوی وي.
ها د ویښتو خبره می کوله؛ لاړم چی ویښته جوړ کړم؛ کمپیوټر می دوه پلی بیل شوی وو. دفتر کی می ویل چی بیا و نه وایی! کمپیوټر ته می ماتی ورکړله! ما له خپل کمپیوټر څخه اعظمي استفاده کړی! د ایفیشنسي لپاره چی د مدیریت پوهان کوم تعریفونه وړاندی کوي هغه می هم چلینج کړیدي!
حمام ته لاړم! بس ډیر بیروبار نه وو! ارامي وه! ډم، خلیفه، سلماني،نايي—هره  کلیمه چی درته مناسبه ښکاري در وایی خلی—می په ویښتو اوبه وشیندلی!
اینی کی می د ډم لاسونو ته وکتل! د استاد عاصم خبره را یاده شوله! هغه به چی زمونږ له ټولګیوال عبدالله سره چی اوس په اروپا کی دی ټوکی کولی نو ورته ویل به یی چی هلکه نایي نه وی؟ هغه به په خندا ور څخه پوښتل چی استاده هغه څنګه؟ استاد نورالله به ویل چی د نایانو لاسونه پاسته وي!
څنګ کی می بل هلک لیده، د چاریکارو وو! د څنګ په چوکی ناست کس باندی یی ږیره خریله! نایي نه وو خو هسی شوقي، ذوقي یی دی ته کار ته ملا تړلی وه! اماتور وو!
په چوکی ناست کس ته یو زنګ راغی! ناست کس یی اواز اوچت کړ! هغه د چا خبره بلندګو یی وواهه! بیادر مرا شناختي؟
ناست کس: نی ولا!
ټیلیفون والا: مه خو همو مکتب والا، ایمروز که همرایت ګپ زدم! همو نومره، همو انډیوالت در حوزه، همو لاغري! ټیلیفون پری شو!
ما ویل چی ځه اوس به بیا خپله زنګ ور ووهي! خو ناست کس زنګ ونه واهه!
نایي راته وویل: سر کوز کړه، کوږ کړه! زه ناست له نایی سره خو متوجه بل چیری وم!
ناست کس له هغه بل پرواني سره په ناپړیتو بوخت وو! صبح که آمد، تو زنګ بزن! ای خو ساحه خوده مست! همو جنیاتت هم خلاص، بچه خره! چه حق داره، بی ناموس!!! هاههاهااهاه
همو آرش شان، قیس و... نمی شناسي همو بچه های پنجشیری، هر وخت زنګ میزنه، میګه نام نفره بته، دیګه کار از ما!!!
سړي ته بیا زنګ راغی!
 ټیلیفون والا: ۵ هزار بریش دادم؛ حالی میګه ۱۰ هزار دیګه که ۱۵ پوره شود! یک کار خو کو!
ناست کس: خو مه همرایش ګپ میزنم!
ناست کس اوچت شو! ودرید!
خپل پرواني انډیوال ته یی وویل که او بچه! شما خانداني سقاو هستید! دوی خپلو کی ټوکی سره لرلی! بیا یی وویل : اینه ده موبایلم پیسه امده، کی روان کده، کدام مر...ګاوه شاید باشد! خو چه می کنیم ایتو زیات مردم برای ما پیسه روان میکنه!
پروانی لاړ. حمام کی نایان دری شول! ده هغه دریم نایي ته چی اوس راغلی وو وویل چی دغه ویښتان می خو لږ برابر کړه! کنه ویښتان یی برابر هم وو خو بیا یی هم برابرول—مفت به وو!
نایی چی ریش کلي ورته له غاړی تاو کړله! چی ده زنګ وواهه! احامد جان چطور هستي؟ خوب هستي.... از امو نفر که در حوزه امده بود! ده یادت است! شماره خودته کار داشت! برایش ندادم! ګفتم که مه اندیوالش هستم، خود مه همرایش ګپ میزنم! نفره شناختی؟ همو سه نومره که دارد! همو ۵ قطعه هزاري ره که از پیشش ګرفته بودي!
بیادر مه و خودت خو پولیس هستیم، سر این مردم بازی نه خو که کدام را جوري سرت نه کنه! این مردم اول نرم میباشد، باز که میبینی، از خود بلا جور می کنه و در یک مصیبت می اندازیت! ګذاره کو همرایش! آآآآآآ
سړي ټیلیفون بند کړ!
زه اوس پوی شوم چی سړی خو پولیس دی—د ټولنی خدمتګار!!!
دری نومری ځمکه، هغه بل به هم غیر قانوني نیولی وي؛ کم رشوت ۳۰۰ ډالر که واسطه دی درلودله؛ که واسطه نه وه نو له دی هم زیات!
 
نایي ته یی غږ کړ: ویښته می جوړ کړه چی سبا رسمي ... خانو ته ځم!!! نن ورپسی ورغلی وم! د جلکی پلار راووت! بس فورمه می ورکړله!
سړی ښه پوره پښتون وو! په دری یی ما هیڅ باور نه کاوه چی دی دی پښتون وي! په پښتو ویلو سره هیڅ پښتون نه ښکاریده!!!
نن می هم په دی پورته مکتب کی څه نومیږي، هو،هو! یو هلک او یوه جینی سره ګیر کړل! هلک ۲۵۰۰ افغانی راکړلی! جلکی بخښنه وغوښتله خو ما سپکی سپوری ورته وویلی!
ویښته می ښه جوړ کړه چی سبا جلکی پسی پل اخلم چی کور یی چیرته دی؟
کور ته یی فورمه ور وړم جلکی می پخپله لاس ته راځي! څه وکړو؟ هلک راځي له  کوم ځایه، زمونږ په سیمه کی ښکار خوري!!!
بس جلکی می په دام کی ده!!!
په دی کی نايي ورته وویل چی ما ته خو کار پيدا شو، زر را ځم! دی جوماته پوری!!! نایي ووت! او پولیس په چوکی ناست پاتی شو!!!
ویښته می جوړ شول!!! ویل ږیره څنګه؟ ما ویل: ماشین یی کړه! کلول می نه خوښیږي! سړي ته ځان هسی ... شی ښکاري! نايي ویل چی بیا خو چیرته سفر نه لری؛ ما ورته وویل نه! دوبی نه خو هغه دی پرون راغلی یم!  ځان می کم را نه وسته! ځم ان شاالله! په دی دوو هفتو کی ځم!!!
هو ځم!!!
نن می یو یار پس له دوو میاشتو ولیده! ما ورته ویل چی هلکه سیی موټرواني کوه! یار می جرمنی دی! ځي او راځي خو طبیب او انجینر نه دي! ده ویل ځه بابا، ته پرون له دوبی راغلی یی حالی سر ما اکټا یی دوبی می کنی! ځان عادت کړه کنه له منځه ځی!
له ده می د کار خبری تمه نه لرله خو خبره یی د فکر وړ وه! که ډیر په ملت، ملت پسی ګرځی، نو بیا ګرځه لیونی!!!
leekwal@yahoo.com