
وسیم سجاد،
کابل
مولانا سره
می یوه ورځ ولیدل! مولانا سره یی له دفتره تر عبدالحق څلور لاری په پښو راغلم!
مولانا را ته وویل چی شور نخود نه خورو! ما ویل بسم الله! نیک کار او ځنډ!
مولانا را
باندی نخود وخوړل خو ما سره په جیب کی روپی نه وی! نه پوهیږم، د ټکسي روپی می له
مولانا واخیستی که څنګه! خو روان شوم! هو ریښتیا یوه روپی هم نه وه را سره! ورور
ته می زنګ وواهه چی پیسی را وباسه چی ټکسي ته یی ورکړم!
مولانا سره
هم د وطن غم ډیر وي! پریږده مړه! وطن په ما او تا نه جوړیږي! چیرته ځان پیسه دار
کړه او له وطنه ځان وباسه! دغه ملک چی په ۵۰۰۰ کلونو کی چا جوړ نه کړ! پوهانو په کی ککری وخوړلی زه او ته په کی څه یو!!!
هسی باد وهلی یی!!!
مولانا را ته
په لاره کی کیسی کولی او ویل یی چی کله ستراتیژیک تړون چی طلوع خیل یی قرارداد راه
بُردي بولي لاسلیکاوه نو ولسمشر فضیلت ماب ظل الکرزی و شیرزی ښاغلی His Excellency اوباما صاحب محترم شپی
راغلی وو. کرزي ته یی ویلي وو چی راوځه!
ارګ کی به
نور څوک نه وي!!! زه او ته او ... به یی
سره لاسلیکوو او بس! په دی ورځ ارګ وختي مرخص شوی وو! بانه لکه د ولسمشر مریضی وه
چی نه غواړي نن فیسبوکي مامورین وزته مزاحم شي!
دا چی په
دفترونو کی تر ناوخته پاتی کیږي دوی فیسبوک ګوري، یا یی چیرته د شپی چا سره وعدی
وی نو وایی چی څه به کور ته ځو! دلته به چټ مټ وکړو؛ کافي به وڅښو بیا به همداسی وټکیږو، وعده به هم
پوره کړو او ملاقات به هم ترسره کړو.
الف تر یا په
دی شپه په ارګ کی تلاشي روانه وه! د ولسمشر خونه، د ملاقات خونه؛ هغه قلم چی تړون
پری لاسلیکیده، د ولسمشر واسکټ، قره قل، چپن، کُرتي، نه پوهیږم لاندی به زیر
پیراهني هم لري او کنه! ټول تلاشي شوي وو! ترڅو په جلالت ماب اوباما باندی د خودکش
هر ډول خطرات کم شي!
پوزه فهیم یی
کور ته لیږلی وو! پکول دی هسی نه کوم ویروس په کی را تیر شي!
دویم مرستیال
ولسمشر او د دایکندي د نړیوال پوهنتون فارغ التحصیل خلیلی صاحب یی هم د ممکنه خطر
د کمولو له وجی کور ته لیږلی وو! لونګی په سر کوي؛ هسی نه هزاره ګي غیرت یی را ویښ
شوی وي! او لوی پادشا یی په بوټ ویشتی وي!!! او یا یی لونګی په غاړه کی ور اچولی
وي چی رفته نه می تاني!!!
نه پوهیږم چی
له حزبی رییس سره به یی څه کړی وي؟!!! له کیسی ډیر وخت تیر دی! اوس نه غواړم چی مولانا ته زنګ ووهم چی خبره بیا تایید کړي
او یا کیسه له سره وکړي!!!
تړون بتعاون
امنیتی ځواکونو او دوستانو و ټیم امضا ګردید!!!
سیاسی پنډتان
هماغه وو چی را میدان ته شول! مبارک، مبارک! مبارک!!! مونږ یوه لویه لاس ته راوړنه
لرو! زه یی ستاسو د تربیون له لاری ټول ملت ته مبارک باد وایم! خلکو هم له کورونو
د خیرمبارک چیغی کړلی!!! د ستراتیژیک تړون لویه ګټه دا بیان شوله چی نور نو مونږ
پاکستان ته ماتی ورکړله! نور نو مونږ ځان ته یو غښتلی میړه پیدا کړ! څوک دی نور
برګ شي چی مونږ پرتوګ پری باسو او کنه!!!
بیا ور پسی
له پارلمان د تایید اخیستلو خبره شوله! د ایران د پیسو لګولو کیسی شولی! خو په خیر
او برکت سره له پارلمان څخه هم پاس شو!
سنا والا خو
بدون له هغی هم داسی څوک نه دي چی رد دی کړای شي!!!
ما لکه چی
مولانا ته وویل چی یاره د ګیدړی او زمري ترمنځ تړون څه ما نا لري؟
افغانستان څه
شی دی چی امریکا دی پری وویاړي؟ اوس هم پاکستان امریکی ته په مراتبو له افغانستان
څخه ډیر اهمیت لري!!!
................
اوس څو
میاشتی تیری شویدي! افغانستان د نړی یو ملک هم پرینښود! له ایټلي، لندن، پاریس،
هندوستان ټولو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک شول!
خبره اوس د
کونړ را رسیدلی! خبره اوس د ګوشتی را رسیدلی! موشک ها ادامه دارد! پنجشبنه د
ولسمشر صاب خبري کانفرانس وو! د خبریالانو د پوښتنو په مقابل کی یی وویل چی امریکا
زمونږ خبره نه مني! مونږ ورته وایو چی راکټونه راځي خو امریکا وايي چی نه داسی کوم
شی نسته!
امریکا ته مو
وویل چی د پاکستان خلاف زمونږ دفاع وکړی خو امریکا وايي چی په دی مسلی کی درسره څه
نشو کولای!!! آآآ اګر اسلحه نه میته دیګر ما از روسیه میخریم!
شه!!! نو چی
خبره داسی ده نو ستراتیژیک تړون سر له نن څخه فسخه در بوله!!!
یو شی چی
حاکمان یی له تاریخ څخه نه زده کوي هغه عبرت اخیستل دي!!!
په اسلام خو
کرزی او ورسره ټیم هسی هم باور نه لري نو ولی ورته ایتونه قطاروم چی له یهودو او
نصارا وو سره دوستي ښه کار نه دی!
خپله د
امریکی یارانی ته دی وګوري! له صدام لالا سره یی څه وکړل؟ له ایراني پادشا رضا شاه
پهلوي سره یی څه وکړل؟ اخر ترڅو پوری به تاسو ځانونه په کوچه حسن چپ وهی؟
خوله مو
وشکیدله وایو چی امریکا ته یی ګټی مهمی دي خو بیا هم سپنتا د امریکی په پیار او
محبت باندی ټینګ ولاړ دی! وایو چی امریکا ته مونږ اهمیت نه لرو، ته یی هم وایی! کی
آیډی یی هم وايي، نړیوال یی هم وایي خو بیا هم باټی وهی!
ګوری زما دغه
لیکنه دی نښه وي! چی خارجیان به وځي! افغانستان به بیا هم طالب(پاکستان او ورسره
تړلي نور بلا بترو)، شمالي ټلوالی او ورسره ملحقاتو ته پاتی کیږي!!! دیموکراتان خو
هغه دي پخیر ورو، ورو روان دي! څوک له ګونده استعفاوی کوي او څوک له دندو!!! سټایل
میره خو سوراغایش میمانه!!! آآآآآ
ګوری ملت په
تاسو پوری خاندي! ملت پوهیږي! نور به زه څه ووایم؟ خبره به په دی خلاصه کړو چی
عاشق کور میباشد! کر میباشد! ګونګه میباشد!!! آآآآآ
leekwal@yahoo.com