
لیکنه : احمدرشید
دپاکستاني طالبانولخوا ،پرڅورلس کلنې
زده کونکې ملاله یوسفزۍ اودهغې دوو ملګروباندې ،ډزې کولو،په پاکستان کې سخته غوسه
راپارولې ده . پداسې حال کې چې نوموړي دراولپنډۍ په پوځي روغتون کې دکوما په حالت
کې پرته وه اود دوشنبې په ورځ ، دسختوامنیتي تدابیرپه نیولو سره ، دمغزو
دعملیاتولپاره ، دالوتکې په وسیله لندن ته ولیږدول شوه، پاکستانیانوپه ورځو ورځو
دهغې دروغتیالپاره دعاګانې کولې اودټولونجونولپاره یې دزده کړو په باب دهغې دنظراولیدلوري
،په ملاتړ کې لاریونونه وکړل. خو اوس دغه وګړي له پوځ نه غواړي چې دجنوبي اوشمالی
وزیرستان په قبایلي سیموکې عملیات وکړي، ترڅوپدې سیمه کې دملافضل الله په ګډون چې
پرملاله باندې دبرید اصلي طراح ګڼل کیږي، دترهګروهرډول راټوکیدونکي ځالې له منځه
یوسي.
دڅوکالوپه
اوږدوکې، په افغانستان کې استوګن دامریکامتحده ایالاتو او ناټوځواکونه غوښتنه کوي
چې پوځ دې عملیات وکړي، لاکن پاکستان دغه غوښته رده کړیده . پرملاله باندې دبرید
نه پس، پرپاکستان بې ساری کورنی فشارراوړل کیږي چې دغه عملیات ترسره کړي.
پاکستانیان غواړي په ډاګه کړي چې ددوی ډیری ددغه ډول اسلامي بنسټ پالوملاتړنه کوي.
که پوځ په اوسنیوشرایطوکې دعملیاتونه انکاروکړي، نوپه ټولنه کې به هغه ملاتړله
لاسه ورکړي چې په لټه کې یې دی. ددوشنبې په ورځ، دکورنیوچارو وزیر رحمان مالک لاپه
وزیرستان کې دعملیات په نه ترسره کیدوټینګارکوه- خو ملکې حکومت لا دکوموعملیاتوپه
اړه خپله وروستۍ خبره نده کړې .
په شمالي وزیرستان کې هرډول پوځي
عملیات کیدای شي ترسره شي ، خو ترپولې ها خوا دامریکادمتحده ایالاتو اوافغانستان
دپوځونو سره په همغږۍ کې . تراوسه دغه یوه ستونزه ګڼل کیږي. دافغانستان رسمي
چارواکو غلي غوندې ماته اعتراف کړیدي چې دافغان
څارګرې ادارې لخوا د فضل الله دکړنوملاتړکیږي.(په رسمي توګه افغانستان ورته ټول
تورونه ردوي.)
دفضل الله دسخت دریځو نه په ملاتړسره ،افغانستان غواړي بدل واخلي –
دتیرودوولسوکالوپه اوږدوکې دپاکستان پوځ همدې ته ورته کارکړیدی – افغان طالبان ته
یې اجازه ورکړیده چې په افغانستان کې دامریکایي اوفغان ځواکونوپه وړاندې بریدونه
ترسره کړي اوبیرته پاکستان ته ستانه شي. خواوس دواړه هیوادونه پدغو له ګواښه ډکې،
بې رحمانه اوخونړۍ جګړې کې سره برابردي- له یوخواهغه چې دپاکستاني پوځ سره دجوتې
جګړې لورته ځي ، چې دفضل الله په کمپونواو کنړپه کلیوکابو هره ورځ ګولۍ ولي،له بلې
خوا افغان عام وګړي چې دکرزي نه د پاکستان په وړاندې دعکس العمل غوښتنه کوي.
په کنړکې یوشمیرافغان ځواکونه شته دي اوامریکاځواکونه نشتون نه لري، ترڅودسولې
ساتنه وکړي. متحده ایالاتو ددې پيښوپه وړاندې ،ځان غلی نیولی، کومې چې کیدای شي
ددواړوګونډیوهیوادنوپه پولوکې د«تودونښتو»اوبیا دبشپړې تودې جګړې د راپورته کیدولامل وګرځي . دغه کولی شي چې په
۲۰۱۴ کال کې، له افغانستان نه د امریکایي ځواکونو دوتلوپر پروسې ناوړه اغیزولري. د
کړۍ دبشپړیده لپاره، دامریکايي پوځ چوپه خوله پاتې کیدل، پخپل وارسره، دپاکستان
څخه ددوی د بې ځوابه غوښتنوپه وړاندې چې په شمالي اوجنوبي وزیرستان کې پرطالبانو بریدونه
وکړي اوپه افغانستان کې دهغوی، په ځانګړې توګه دجلال الدین حقاني د ډلې، مخه
ونیسي،اوافغانستان بې ثباته نکړي ، واوسي.
خوپوځ ترهغې پورې ،ترڅوچې افغانان
دفضل الله ملاتړاولاسنیوی کوي، نشي کولی دطالبانو دله منځه وړلولپاره ګام پورته
کړي. ویره شتون لری چې ، په قبایلي سیموکې
،دپاکستان دهرډول علمیاتوپه پایله کې به پاکستاني سخت دریځي دپولې ها غاړې ، کنړاو
ګونډي نورستان ولایت ته واوړي. امریکایان، دانتخاباتواوځواکونوایستلوپه پلانونوکې
بوخت دي، دکشمکش په حالت کې دي، نه د بریدکولو. خبره افغانانوته پاتې کیږي چې باید
یوڅه وکړي.
که افغانان دفضل الله او دهغه دکسانو دلیرې غورځولو هوډ وکړي ،نوپاکستاني پوځ به
هغه څه وکړي چې تردې دمخه به یې چا پکرهم نه شوای کړی.پاکستان کولی شي له پولې نه
دافغاني طالبانو داوښتو مخه ونیسي،په واک کې دګډون لپاره ، هغوی دکرزي سره خبرواتروته
کینوي- اوبیاورنه غوښته وکړي چې هغوی بیرته خپلوکورنوته ستانه شي. دامریکې
راتلونکی ولسمشرته ښایي چې ددغسې یوه حل ملاتړوکړي ، نه د۲۰۱۲ کال تروروستۍ ورځې
پورې دجګړې اونښتو.