
له ډير وخت راهيسې انتظار باسم څو تا په خپلو ستر ګو ووينم ستا دراتلو علامې ښکاري خو زما دصبر کاسه وار په وار په ډکيدو ده ځکه ستا دراتلو علامې زړې او له ډير وخت راهيسې يې تکراري بڼه موندلې زه ستا وراتلو ته ډيره زياته تلوسه لرم ځکه ته راځې ته به ارومرو راځې که څوک ستا په وفا کې شک ولري هغه ايمان نه لري ځان وژنه خو هم ستره ګناه ده توبه څنګه پر نه څه تر خپل سر تير شم بيا به په کومو ستر ګو خلک زما پر مړي آمين آمين کوي خو ای وفا داره دوسته زما غيږ هر وخت ستا دراتلو انتظار باسي او خپل ايماني او پښتي ضمير مې هيڅ کله ډار نه مني نو ګرانه دوسته ته هغه حقيقی او راتلونکی
دوست يې چې خلک دې په مرګي سره يادوي که دې دراتلو شيبې لنډې وي راشه او په خپل ټول قوت سره مې درخپل کړه