دپريشانيوعلاج

 تآلیف۰ شیخ الاسلام حضرت مولانا  مفتی تقی عثمانی رح
ژباړه / محمدعلی عمری ۰۰۰۰۰ عن عبدالله بن ابی  اوفی رضی الله  تعالی عنه قال قال رسول الله صلی الله علیه وسلم من کانت له الی الله حاجةاوالی احد من بنی آدم فلیتوضآ ولیحسن الوضوء ثم لیصل رکعتین ثم لیثن علی الله تبارک وتعالی ولیصل علی النبی صلی الله علیه وسلم ثم لیقل ۰ لاَ اِلَهَ اِلا اللهُ الحلیمُ الکریمُ سُبحَانَ اللهِ رَبُ العَرشِ العظیمِ اَلحمدُللهِ ربِ العلمین اَسآلُکَ مَوجِبَاتِ رَحمَتِکَ وَعَزَاءِمِ مَغفِرَتِکَ وَالغَنِیَمةَ مِن کُلٌ بِروٌ السٌلَامَةِ مِن کُلٌ اِثمِ لَاتَدَع لَنَا ذَنبًا اِلٌا غَفَرتَهُ وَلاَهَمٌا اِلٌا فَرَجتَهُ وَلَا حَاجَةً هِیَ لَکَ رَضِیَ اِلٌا قَضَیتَهَا یَااَرحَمَ الراٌحِمِینَ  ( ترمذی ۰ کتاب الصلواة۰ باب ماجاء فی صلاة الحاجة) داحدیث له حضرت عبدالله بن اوفی رضی الله تعالی عنه څخه روایت شوئ دئ عبدالله بن اوفی رضی الله تعالی عنه دامام الانبیاء رسول الله صلی الله علیه وسلم له  دفقهاوو صحابه  کرامو له ډلې څخه دئ ۰ حضرت عبدالله بن اوفی رضی الله تعالی عنه وایی چي جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل چي دیوچا والله جل جلاله ته یو ضرورت پیښ شي اویایي یو  سړي ته ضرورت پیښ شي نو هغه دې  اودس وکړي دادابو او سنتو مطابق اودس وکړي اوبیا دوه رکعته لمونځ وکړي او له دې دوو رکعتو لمانځه څخه وروسته پر الله جل جلاله  حمد اوثناء ووایي  یعنی الحمدلله او سبحان الله ووایي اوله هغه څخه وروسته پر نبی کریم صلی الله علیه  وسلم باندې درود ووایي او له درود ویلو څخه وروسته دغه لاندې کلمات ووایي
لاَ اِلَهَ اِلا اللهُ الحلیمُ الکریمُ سُبحَانَ اللهِ رَبُ العَرشِ العظیمِ اَلحمدُللهِ ربِ العلمین اَسآلُکَ مَوجِبَاتِ رَحمَتِکَ وَعَزَاءِمِ مَغفِرَتِکَ وَالغَنِیَمةَ مِن کُلٌ بِروٌ السٌلَامَةِ مِن کُلٌ اِثمِ لَاتَدَع لَنَا ذَنبًا اِلٌا غَفَرتَهُ وَلاَهَمٌا اِلٌا فَرَجتَهُ وَلَا حَاجَةً هِیَ لَکَ رَضِیَ اِلٌا قَضَیتَهَا یَااَرحَمَ الراٌحِمِینَ ۰۰۰۰۰ په دې حدیث کښي نبي کریم صلی الله علیه وسلم دهغه لمانځه طریقه بیان کړې ده چي په عام عرف کښي هغه لمانځه ته  صلواة الحاجة ویل کیږي ۰ یعنی  دحاجت لمونځ ۰  چي کله هم یوچا یو ضرورت مخکې شي یا له یوې پریشاني سره مخامخ شي یا غواړي یو کار وکړي  خو هغه کار ستونزمن وي نو جناب رسول الله صلی الله علیه وسلم  مسلمان ته دا تلقین کړئ چي هغه دې دوه رکعته دحاجت لمونځ وکړي او دحاجت له لمانځه وروسته دې دحاجت دعا ووایي اوبیادې خپل مقصد  دالله جل جلاله په حضورکښي په خپله ژبه او الفاظو سره وړاندې کړي دالله تبارک وتعالی   درحمت امید شته که چیرته په هغه کارکښي خیر وو انشاء الله هغه کاربه ضرورکیږي۰ له همدې کبله دنبی صلی الله علیه وسلم سنت داده چي دضرورت په وخت کښي باید  دحاجت لمونځ وکړل شي او  دالله  پاک وطرف رجوع وشي ۰۰۰۰۰ محمدعلی عمری مسلم باغ