
په کورنيو چارو وزارت کې د ستر سلاکار په توګه
د کار د پيل نيټه ۲۰۰۳م کال د جون دمياشتې ۲۱ مه
ستونزې او جنجالونه
د شنبې په ورځ چې دکورنيو چارو وزارت ته ورغلم جلالي صيب له امنيتي معين جنرال هلال الدين هلال او يو شمېر نورو رئيسانو سره معرفي کړم، جلالي صيب راته وويلې چې زه بايد دهغه په ټولو کتنو کې موجود ووسم چې د کورنيو چارو د وزارت له کارونو سره بلد شم او هغه ژمنې چې د اداري چارواکو سره تر سره کيږي تعقيب يې کړم تر څو په سمه توګه عملي شي جلالي صيب دا راته هم وويل چې د سه شنبې په ورځ د مې د مېاشتې په ۲۴ مه نېټه د کورنيو چارو وزارت د يو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ بلخ، سمنګان، جوزجان او هرات ولايتونو ته سفر کوي نو ښه به دا وي چې زه هم ورسره ملګری شم. د کورنيو چارو وزارت چې د حکومت د ټولو نه لوی وزارت وو، يوازې په داخل د وزارت کې يې له اتياو ډېر رياستونه درلودل، ما بايد د ټولو رئيسانو د نومونو پيژندل دهغوی کاري تجربې، تنظمي اړيکي او راتلونکي کاری پلانونو څخه ځان خبر کړی وای چې دا یو لوی او مهم کار و.
په تېرو دېرشو کالونو کې د کورنيو چارو وزارت په يو نظامي وزارت بدل شوی و حال دا چې دغه وزارت د ثور له کودتا دمخه يو ملکي وزارت او د افغانستان د حکومتدارۍ د ثقل مرکز و. هغه مهال دکورنيو چارو وزارت دلومړي او دوېم معينانو په نامه دوه معينيتونه درلودل او يوازې د ژاندارم او پوليسو عمومي قوماندان و چې دپوليسو ټول کارونه يې سمبالول، مګر په وروستيو وختونو کې حتی مالي او اداري رياست او د ثبت احوال نفوس مامورين هم ټول د پوليسو صيب منصبان وو او په ملکي چوکاټ کې د پنځمې رتبې نه ښکته دمامور، کاتب او يا هم د سر کاتب په نامه خو له سره په تشکيل کې کوم بست هم نه و، يو تشکيلاتي تورم ( زياتوالی) په ملکي رتبو او د پوليسو په چوکاټ کې راغلی وو. د۱۳۵۷هـ ش کال دثور له کودتا نه مخکې په کورنيو چارو وزارت کې حتی یو کس جنرال هم نه و او حتی د پولیسو عمومي قوماندان چې د جنرالۍ بست و تل به د ملي دفاع له وزارت څخه يو څوک په دې دنده ګمارل کېده او د پوليسو ډېر کم صيب منصبان به د ډګروالۍ او يا ډګرمنۍ تر رتبې رسيدل خو په دې وخت کې چې زه د وزارت ستر سلاکار په توګه مقرر شوم د جنرالانو شمېر په کورنيو چارو وزارت کې ۳۲۰ کسو ته رسيده چې اکثره يې په مختلفو رژيمونو کې دفرمانونو له لارې دې رتبو ته رسيدلي وو، په وزارت کې دننه موږ نه پوهيدو چې څوک پوليس دی او څوک نه دی، ځکه چې چا به پلنګي دريشي اغوستې وې او دچا به د د ريشۍ سره پکولونه پر سر او دسمالونه به يې پر غاړه کې وو.
د۲۰۰۱ م کال نه وروسته جهادي قوماندانانو هم په مرکز او هم په لرې پرتو سيمو کې لوړې چوکۍ په شين زور نيولې وې او تقريبا ملک الطوايفي وه، ځکه چې په هره سيمه او هر ولايت کې يو زورواکي قدرت درلوده او دمرکزي حکومت اطاعت يې نه کاوه، د مرکز او ولايتونو او همدارنګه د ولايتونو او ولسواليو ترمنځ اړيکي ډېرې ضعيفه وې او ياهم په نشت حساب وې، زورواکو به دګمرکونو عايدات هم مرکز ته نه استول.
دکورنيو چارو وزارت هم کافي بودجه نه درلوده چې يو څو موټرې واخلي، د ملي پوليسو په نامه خو په کورنيو چارو وزارت کې هيڅ موجود نه وو، د پوليسو اکادمي دکالونو راهيسې فلج (غېرفعاله ) وه(۱)
ما د بيلګې په توګه څو نيمګړتياوو ته اشاره وکړه، په داسې حالاتو کې جلالي صيب وزارت ته راغی چې نوموړی له يوې خوا اړ وچې په ټول هېواد کې ورځنی امنيت تامين کړي او له بله پلوه په وزارت کې د زور واکانو قدرت راکم کړي، د ښه حکومت دارۍ سيستم تقويه کړي او تر څنګ يې د ملي پوليسو روزنې ته هم جدي پام وکړي.نوموړي غوښتل چې د وزارت ظرفيت لوړ کړي او د زور واکانو قدرت هم په تدريجي توګه راکم کړي تر څوامنیتي خلا رامنځ ته نه شي، قوانين بايد په وزارت کې پلي او دخپل سريو مخه ونيسي او د هر چا حقوق دقانون په چوکاټ کې خوندي شي.
د طالبانو د سقوط نه دوه کاله وتلي و خو پوليسو او ښه حکومتدارۍ ته چې دېوې ټولنې اصلي او سرنوشت سازه رکن تعينوي هيڅ توجه نه وه شوې که څه هم د جرمني هېواد د پوليسو روزنې او مجهز کولو ذمه واري پرغاړه اخستې وه، په اصطلاح Lead Nation ( مخکښه هېواد) و (۲) خو تر دې دمه دپوليسو په برخه کې مرستې محدودې وې يوازې د پوليسو لپاره يو څو موټرې د کورنيو چارو وزارت په واک کې ورکړل شوې وې او د پوليسو د اکاډمۍ په بيا رغونه ابتدايې کار پيل شوی و.
د امريکا متحده ايالاتو هم پوليسو ته ډېر ه توجه نه درلوده دهغوی لومړيتوب د ملي اردو جوړول و، ځکه دوی غوښتل چې ملي اردو د دې جوګه شي چې دوی سره د القاعدې او طالبانو په ټکولو کې مرسته وکړي امريکا ته مهمه نه وه چې په عام ولس څه تېريږي، زورواکان او ټوپکسالارانو څنګه په ولس ظلم کوي او حتی که به دوه جنګسالارانو خپل ترمنځ جګړه کوله دوی په دې برخه کې هم هيڅ توجه نه کوله او دې جنګ ته به يېGreen on Green جنګ وايه يعنې د حکومت د طرفدارو ترمنځ جګړه کې د دوی کارنه و همداشان دمخدره توکو په محوه کولو او قاچاق په مخنيوي کې هم ISAF برخه نه اخستله او دايې د افغان حکومت کار باله.
د جارج بوش (George Bush ) په دوره کې امريکا او خاصتاً د دغه هېواد دفاع وزېر Donald Rumsfeld په خپل نیلي سپور و او دعراق جګړه يې تازه پيل کړې وه. دامريکايانو توجه د افغانستان له جګړې نه دعراق لوري ته اوښتې وه او ټول پوځي، اقتصادي او ملکي کومکونه هغې خواته متوجه وه.
وروسته چې د عراق جګړه نوره هم توده شوه نو د عراق جبهې د تروريزم پر ضد جګړه کې امريکا لپاره دجګړې محوري بڼه غوره کړه او په دې سره د افغانستان ستونزو ته توجه کمه شوه دا چې په عراق کې
(۱) دامريکا حکومت ګانګرس د فيصلې له امله د امريکا د دفاع وزارت يوازې د ملي اردو سره کومک کولی شو او تقريبا ديوه کال نه زيات وخت يې ونيوه چې جلالي صيب دامريکا حکومت په دې قانع کړ چې دملي پوليسو په جوړولو کې بايد دکورنيو چارو وزارت سره مرسته وکړي چې بالاخره اصلي کومکونه د کورنيو چارو وزارت ته په ۲۰۰۶م کال کې هغه وخت راورسيدل چې جلالي صيب او دهغه ټيم له وزارت څخه تللی او استعفا يې ورکړې وه خو متاسفانه له دغه کمکونونه په سمه توګه ګټه وانخستل شوه ، د دې په عوض چې له کمکونونه سمه استفاده وشي او امنيتي چارې پرې ښې سمبالې شي خو له بده مرغه کله چې دغه کومکونه راورسيدل نه يوازې د پوليسو لپاره سم تهداب کينښودل شو بلکې نور هم خراب شو
(۲) د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر په مياشت کې چې د افغانستان د بيا رغونې لپاره کوم کانفرانس دجاپان په توکيو ښار کې جوړ شو نړيوالو دکانفرانس په پايله کې د افغانستان د بيا رغونې بيلا بيلو سکتورنو ته مخکښه هېوادونه ( Lead Nations ) وټاکل چې د بيلګې په توګه ايټاليا د عدلي او قضايې ريفورم لپاره ، متحده ايالات دملي اردو ، چاپان د DDR يا دبې وسلې کولو او ملکي سازۍ ، دانګلستان حکومت د مخدره موادو سره دمبارزې په برخه کې او دجرمني هېواد د ملي پوليسو دروزنې او تقويت لپاره مخکښه هېوادونه وټاکل شو.
جګړه له کنتروله وتلې وه نو امريکايې او ايتلافي قواؤې له سخت ازمون سره مخامخ شوې وې نو ځکه خو په افغانستان کې د متحده ايالتو سفېر زلمي خليلزاد حالاتو ته په کتو غوښتل چې په دغه هېواد کې د زور واکانو او جګړه مارو ډلو سره معامله وکړي او په دې توګه نړۍ او په ځانګړې توګه د امريکا ولس ته په مصنوعي توګه وښايې چې دوی په افغانستان کې بريالي دي او دا جګړه يې ګټلې ده. دوی غوښتل په دې پروپګنډې سره د جورج بوش دویم ځل انتخابيدو ته لاره هواره کړي.
په لومړي سر کې به چې موږ کله غوښتل يوعادي مامور دکار د ښه والي په موخه له دندې ګوښه کړو، نو جنجال به يې د جمهوري رياست تر ماڼۍ رسيده ځکه د هر پوليس يا ملکي مامور خپل سری کړۍ به تر يو زوراکي ضرور رسيدلې وه چې د دغه زورواکې ډلې مشر به يا په کابينه کې ناست و او يا به يې د جمهوري رياست معاونينو کې له يو سره تړاو درلوده، حتی دغو ډلو مشرانو دومره اغيز په ولسمشر ښاغلي کرزي درلوده چې ډېر کرته به د دوی له خبرې نه شو تېريدلی. نو ځکه به جلالي صيب له نيم څخه زيات وخت په ارګ کې د زورواکانو سره په ناندرو او جګړو تېراوه، دوی به جلالي صيب ته ستونزې جوړولې تر څوخپل کارونه او پرګرامونه په سمه توګه عملي نه کړي.
همدا شان د ملي پوليسو نشتوالی او دمحلي چارواکو د زور او ظلم نه ولسي خلک ورځ په ورځ ماڼې جن کيدل او دبلې خوا د پاکستان حکومت نظامي چارواکو او خاصتاً د پاکستان استخباراتي شبکې(ISI) به په سيمه کې د خپلو ستراتيژکو اهدافو لپاره دطالبانو ګروپونه او ډلې منظم کولې، روزلې او افغانستان ته به يې د امنيت دخرابولو لپاره راليږلې.
څرنګه چې ما مخکې يادونه وکړه چې نړيوالې ټولنې دخپلو اهدافو د سرته رسولو په منظور د افغانستان دښه حکومتدارۍ سره چندان دلچسپي نه درلوده نو همدا رنګه د حکومت دننه د ولسمشر کرزي کمزوری مدېريت د دې لا مل شوی و چې د ده حکومت لوړ پوړي غړي (کابينه) هم په مشخصه اجنډا کار ونه کړي اوهر چا ځانته جلاجلا اجنډا درلوده.
ولسمشر کرزي به هم د خپلې کابينې فعاله غړو رغنده مشورو ته غوږ نه نيوه او یوازې وروستۍ خبره به یې د امريکا دمتحده ايالاتو دسفېر زلمي خليل زاد منله.(۳)
۳.دا مطلب په هغه مقاله کې چې د واشنګټن پوسټ دليکوالې Kathleen Parker له خوا چې د ۲۰۱۰ م کال د اپريل په ديارلسمه نيټه ليکل شوی ښه ښکاري چې زلمي خليل زاد ورسره په مرکه کې ويلي وو چې ده دخپل ماموريت په موده کې په اونۍ کې شپږ ماښامي له کرزي سره يوځای کاوه او هم به يې د کرزي Bad temper او بد کسان (زورواکي) به یې کنترولول همدارنګه د دې خبرې ښه ثبوت دنيويارکر په مجله کې Jon lee Anderson د ۲۰۰۶م کال دجون په شپږمه نيټه په هغه مقاله کې چې سړی په ارګ کې! حامد کرزی د افغانستان د رئيس جمهور په توګه يوه معما.
Hamid Karzai and the dilemma of being Afghanistan’s President: The man in the Palace ښه څرگنديږي نوموړې ليکوالې خپل راپور د هغه مرکو پر بنسټ ليکلي چې له ښاغلي کرزي او د ده دشا او خوا همکارانو سره يې کړي دي. نوموړی په يو ځای کې د کرزي له خولې ليکي : ( موږ امريکايان دلته راوستي او دا مؤفقيت وو او همدا علت و چې ما په ټاکنو کې ډيرې راي اخستي ...) په بل ځای کې د حبيبه ثرابي له قوله ليکي چې ( خليل زاد دویم جمهور رئيس دی ... نوموړې وايې چې مشکل دادی چې خليل زاد په خپله د پالسۍ اعلان کوي او حتی د جمهور رئیس نه هم په جدي توګه خبرې کوي ، نو ځکه خلک شک کوي چې نوموړی د کرزي څخه قوي او ځواکمن دی نوموړی په يو بل ځای کې په کابل کې دامريکا دسفارت د يو مامور له قوله ليکي ، : چې کرزی کله تشناب ته هم ځي نو خليل زاد يې له لاسه نيسي او لار ښونه ورته کوي .ليکوال په يو بل ځای کې ليکي : چې خليل زاد حتی کرزی خپلو وزيرانو ته هم نه پريږدي چې ورنږدې شي . د زیاتو معلوماتو لپاره دا مقاله د نیویارکر مجله په لاندې انترنیتي صفحه کې لوستلي شي. /050606fa_fact_andersonhttp://www.newyorker.com/archive/2005/06/06
(Last acussed: 6 septermber 2010
ډېرو محدودو وزیرانو به د نظام د جوړېدو او دښه حکومت دارۍ پر لور ځينې فعاليتونه کول خو د دوی کارونه به هم د ځينې تنظيمې مشرانو له خوا سبوتاژ کيدل چې ګواکې دایي د مجاهدينو پر وړاندې کومه توطئه ګڼله او یا په بله اصطلاح دوی به ښه حکومتداري د خپل قدرت لپاره ګواښ ګاڼه نو په دې توګه ددغو فعالو وزېرانو کارونه هم د دغه کشمکش تر سيوري لاندې وو. د افغانستان دقوانينو له مخې ولسوال، قاضي، څارنوال او ټول د لومړي او دویم بست مامورين د جمهور رئيس په فرمان ټاکل کيږي، په دې توګه دوزېر صلاحيت هم د اشخاصو په ګمارلو کې خورا محدود اوټول واک دجمهور رئيس سره دی. په د ې وروستيو کلونو کې دا جوته شوه چې جمهور رئيس ښاغلي کرزي چی څوک مقرروی او د يو منتخب جمهور رئيس په عوض ديکتاتورۍ ته مخه کړې ده.
مخکې له دې چې د هرات او ځينو شمالي ولايتونو په سفر لاړ شو دوه درې ورځې مې جلالي صيب سره په کتنو کې برخه واخسته او د سهار نه تر ماښام ناوخته به دومره مصروف وو چې د ډوډۍ خوړولو ته به هم نه وزګاريدو. دسهار له خوا به په لسګونو عام افغانانو او چارواکو د کتنې غوښتنه کوله او تقريبا هر چا به د ځانونو سره عريضې د مخه ليکلې وې او دخپلې خوښې چوکۍ او بستونه به يې غوښتل او دماذيګر نه تر ماښامه به په لسګونو بهرنيانو چې عادي کارونه به يې درلودل لکه ولاياتونو ته د سفر اجازه اخستل او يا هم د ويزو تمديد او يا به کومه بله مسئله وه، دوی به د وزېر صيب ليدو ته انتظار کاوه، ځکه چې د کورنيو چارو په وزارت کې داسې څوک نه ووچې د دوی سره خبرې وکړي څو وزېر صيب په دومره وړو کارونو مصروف نه شي خو له بده مرغه چې دا کارونه هم اوس وزېر صيب ته ورپاتې و، جلالي صيب هم د افغانانو سره د خبرو او کتنو ښه تجربه پيداکړې وه ځکه چې په لومړی وخت کې به جلالي صيب د هرچا خبرو ته تر وروستي بريده غوږ نيوه خووروسته د خبرو په جريان کې به پوه شو چې دغه شخص کومه غوښتنه لري نو ورڅخه به يې دعريضې غوښتنه لومړی کوله تر څو مربوطه شعبې ته يې راجع کړي او زيات وخت يې ونه نيسي. له دې کتنو وروسته به جلالي صيب حتما نږدې هر ماښام ارګ ته تللو څو په ورځنۍ مسائلوله ولسمشر کرزي سره خبرې وکړي، نو په دې اساس دسهار له اوه بجو نه د شپې تر يولسو بجو به ټوله ورځ په کار مشغول وو.
ما جلالي صيب ته وويل که دې خوښه وي ټول هغه خارجيان چې غواړي تاسره وګوري لومړی به زه ورسره ګورم که ما يې کار خلاصولی شو، نو ضرور نه ده چې تاسې وګوري، په دې توګه به تاسې ته د ماسپښين له خوا يو څه وخت سپما شي او تاسې به د وزارت لپاره د ستراتيژۍ د جوړولو او راتلونکي کاري پلانونو لپاره او هم به د هغو لوړپوړيوبهرنيانو، لکه سفېر ان او يانور بهرني امنيتي چاروکي چې غواړي له تاسې سره وګوري د هغوی لپاره به کافي وخت ولرئ. جلالي صيب رأسره داخبره ومنله نو په دې ترتيب جلالي صيب نیمايې ورځ به چې د خارجیانو په لېدو تېریده د هغوی دکتنو څخه خلاص شو.
ديادولو وړ ده چې دغه مهال دکورنيو چارو وزارت نږدې يو لک پوليس او مامورين درلودل، په دغه يولک کسانو کې يوازې ما او جلالي صیب بريښنا ليک (Email Address )درلوده چې د رسمي کارونو لپاره مو ترې کار اخسته نور ما څوک ونه ليده چې د دفتري کارونو لپاره دې ايمېل وکاروي، حتی ډېری رئيسانو مبايل تلفن هم نه درلوده او له کمپيوټر او انټرنيټ سره هم بلد نه واو نه په وزارت کی د انترنټ شبکه وه،او اکثره په دی نه پوهيدل چې انټرنټ څه شی دی او څه ګټه لري؟ یوازې د
کمپیوټر دبرخې رئیس په کمپيوټر ي کارونو يو څه پوهيده خو کافي مسلکي پرسونل يې نه درلوده.
که موږ يويشتمې پيړۍ ته وګورو چې څوک انټرنيټ ونه پيژني او يا بريښنا ليک ونه لري نو د دې معنا دا ده چې دوی دنړۍ نه بې خبره دي او د اوسنۍ نړۍ د اسانتياو سره اشنايې نه لري او نه شي کولای چې خپل کارونه په سمه توګه سرته ورسوي. همدا علت دی چې د افغانستان په حکومتي ادارو کې هغه ځوانان چې په انګليسي او کمپيوټر پوهيدل په لوړو کرسيو او لوړو معاشونو مقرر شول چې دې کار دنوي نسل او پخواني مامورينو تر منځ همکاري پيکه کړې وه او يو بل ته يې په ښه سترګه نه کتل. په دې کې هيڅ شک نه شته چې کمپيوټر او انګليسي په اوسني عصر کې د يوې ادارې د پرمختګ او مدېريت (Modern Management ) لپاره اهميت لري خو له دغه ځوانانو بايد په تدريجي توګه ګټه اخستل شوی وای، له دوی نه بايد په هغو ساحو کې کار اخستل شوی وای چې دوی پرې پوهيدل. ورته ستونزه په اتيایمه لسيزه کې په امريکا کې هم رامنځ ته شوې وه هغه ځوانان چې په کمپيوټر پوهيدل ډېر ژر پيسه دار شول، دوی داسې فکر کاوه چې دوی دهغه چا په پر تله چې په کمپيوټر نه پوهيږي په ټولو اداري او اقتصادي چارو کې ډېر بريالي دي، دغه نسل چې وروسته په ( Dotcom Generation ) مشهور شول وروسته ډېر ژر له سقوط سره مخامخ شول.
دا مهال پنځه طبقې مامورين د افغانستان په دولت کې په کار بوخت دي چې يو له بل سره افهام او تفهيم يې د انديښنې وړ دي.
۱-هغه کسان چې د ظاهر شاه او دواد خان د دورو متخصيېن وو. خو له بده مرغه چې دوی له نوي انکشافاتو سره ځانونه نه دي عيار کړی خو دوی ته ځانونه اوس هم متخصيصين ښکاري خو په اصل کې د اوسني عصر تخصص څخه بې برخې دي.
۲-دثور له کودتا وروسته په مختلفو رژيمونو کې پخواني شوروي اتحاد ته په سلګونه او حتی په زرګونو کسان دزده کړو لپاره ليږل شوي ووخوبيا له بده مرغه د دغه کسانو ډېری يې د زدکړو پر ځای هلته هسې ورځې اړولې وې. ديپلومونه يې راوړي خو په څه نه پوهيدل دوی ډېرو يې د جګړو په ډګر کې د لاسته راوړنو او مؤفقيتونو پر اساس رتبې ترلاسه کړې وې، درې لسيزو جګړو دوی هم د نړۍ د چټک پرمختګ له کاروانه وروسته پاتې کړل او سمدلاسه دوی ته هم ستونزمنه وه چې په اسانۍ سره ځان له اوسني بهېر سره برابر کړي ) (۴ )
۳-د طالبانو او مجاهدينو په رژيمونو کې هم داسې څېرې کمې نه وې چې د تخصص او حتی ځينې د سواد له زده کړو هم محروم پاتی شوي و، د دوی
۴.کله چې ماته د وزارت په دريم پوړ کې دفتر جوړ کړای شو ، د افغانستان يوې لوې نقشې ته پرده پرته وه چې زياته خيرنه (چټله) وه نو ما د دفتر کارکوونکو ته وويلې چې داپرده لرې کړئ ځکه نقشه پخپله ډيره ښايسته ښکاري. کله چې مې پرده لرې کړه ، د کورنيو چارو د وزارت د مطبوعاتو د چارو امر خدای بښلي سمونوال امان الله (( صلح دوست )) راته وويلې چې صيب دا نقشه محرمه ده ، نو ما ورته وويلې چې په دې کې دمحرميت څه دي ؟ ځکه دی بيچاره له دې نه و خبر چې اوس د ګوګل له لارې (Google Earth ) په انترنټي سايټ کې د هر چا کور هم په واضحه توگه معلوميدای شي.
مؤفقيت او رتبې هم دجګړې د ډګر په لاسته راوړنو پورې تړلې وې، دوی لپاره هم د اوسني بهېر سره يوځای کيدل ستونزمن وو.
۴-هغه افغانان چې په غربي نړۍ کې يې څو لسيزې تېرې کړې وې او يايې زده کړې هلته ترسره کړې وې ، دوی چې افغانستان ته راغلل نو غوښتل يې هغه څه چې يې په بهر کې ليدلي و په افغانستان کې يې تطبيق کړي ، بې له دې چې دخپل ټولنې عينې واقعيتونه او شرايط په نظر کې ونيسي.
۵-هغه طبقه افغانان وچې هغوی د خپلې ټولنې په عيني اوذهني واقعيتونو اوشرايطو باندې پوهيدل او هم يې دافغانستان په چارو کې تجربه درلوده دغه ډلې په تېرو درې لسيزو کې دنړيوال انکشاف او پرمختگ سره ځانونه عيار کړي و ، دوی چې کله هيواد ته رأستانه شول ، واقعا چې د دې قشر موثريت زيات و خو له بده مرغه چې د ورته کسانو شمېر په اوسني حکومت کې ډېر کم تر سترګو کيده ، جلالي صيب يو له دغو کسانو څخه ووچې هم يې تجربه درلوده او هم له نړيوالو پرمختګونو څخه يو باخبره شخص وو. همدا علت وو چې نوموړی په خپلو کارونو کې د ټولو ستونزو او چلینجونو سره سره بريالی هم وو.