
د روهي ويبپاڼی يادونه: د دې کتاب لومړۍ برخه له چاپه پاتې وه؛ دا دی قدرمنو لوستونکو ته وړاندې کيږي.
زما د يادا ښتونو ټولګه
۲۰۰۳ – ۲۰۰۵ کال
شاه محمود مياخيل
ډالۍ
دا کتاب خپل پلار سيد محمود حسرت تهچې شل کاله يي د کورنيو چارو وزارت په مرکز او بيلا بيلو ولايتونو کې دنده اجرا کړې او همدا شان د کورنيو چارو وزارت ټولو منسوبينو ته چې دهېواد په امنيت او اداره کې ستونزې گاللي ، قرباني يي ورکړې او شپه او ورځ يي د ډېرو سختو شرايطو لاندې نه ستړي کيدونکي هلې ځلې کړي او کوي يٍي ډالۍ کوم
کتاب پېژندنه
![]() |
د کــتــــاب نــــــــوم: د کورنيو چارو وزارت لاسته
راوړنې او خنډونه
لــــــــيکـــــــــــــــوال: شاه محمود مياخېل
چــــــــاپــــشمــــــېر: ١٠٠٠ ټوکه
چـــــــــاپــــــــــــکال: ١٣٩٠ل کال
کــــــمـــــــــــــپوز: ساحل
ډيزاين: ضياء
لړ ليک
ګڼه سرليک مخ
١ د سر څو لنډې خبرې ا
٢ سريزه ج
٣ د کورنيو چارو په وزارت کې د کار لامل ١
٤ په کورنيو چارو وزارت کې د ستر ... ٨
٥ بلخ ولايت ته سفر ١٩
٦ سمنګانو ولايت ته سفر ٢٧
٧ جوزجان ولايت ته سفر ٣٤
٨ د مزار نه هرات ته سفر ٤٣
٩ اسلام قلعه، انجيل، زنده جان، غوريان... ٤٦
١٠ د شين ډنډ او ادرسکن ولسواليو نه کتنه ٥٢
١١ د هرات ولايت د مختلفو قومونو او... ٦٢
١٢ د کورنيو چارو وزارت کې د ستر... ٦٦
١٣ د ملګرو ملتونو د يونما دفتر له مشر... ٧٨
١٤ د ايساف مشر جنرال نوربت وين هيسټ ٨٢
١٥ په مزار شريف کې د جنرال عطامحمد ... ١٠٧
١٦ فيصله کميسيون مؤظف در ولايت بلخ... ١٢٦
١٧ پاکستان ته دکورنيوچارو د وزير رسمي سفر ١٢٨
١٨ د کورنيو چارو په وزارت کې د ولسواليو... ١٤٥
١٩ روسيې ته د کورنيو چارو د وزېر ښاغلي... ١٤٥
٢٠ د ملګرو ملتونو د سر منشي ځانګړي... ١٦٩
٢١ د پروان د PRT افتتاح او دقبايلو ... ١٧٦
٢٢ د ترکي انجينر خوشې کيدل ١٧٦
٢٣ دهرات د PRT افتتاح ١٧٩
٢٤ په جلال اباد کې د اساسي قانون د لويې جرګې... ١٨٠
٢٥ د جرمني په سفارت کې د مرستندويه هيوادونو... ١٨٧
٢٦ په ترافيکې پيښه کې زما ورور سيد معصوم... ١٨٨
٢٧ د استاد کريم خليلي تر مشرۍ لاندې د بې... ١٩٠
٢٨ پکتيا ولايت مشرانو سره د کورنيو چارو د وزېر... ٢٠٥
٢٩ د کابل د پوليسو د تعلمي مرکز څخه د پوليسو... ٢٠٩
٣٠ جنوبي ولاياتونو (پکتيا ، پکتيکا خوست او لوګر)... ٢١١
٣١ په قطر کې د افغانستان د پوليسو سره ... ٢٢١
٣٢ کابل ته د جرمني د کورنيو چارو وزېر... ٢٣٠
٣٣ د ناټو د مشرانو سره د کتنې لپاره د افغانستان... ٢٣٢
٣٤ د سرپل په ولايت کې د جنرال دوستم ... ٢٣٤
٣٥ د کورنيو چارو د وزېر علي احمد جلالي... ٢٣٦
٣٦ په انټر کانټېننټال هوټل کې د مخدره... ٢٤٠
٣٧ د دولت رئيس حامد کرزي د ۲۰۰۴زکال... ٢٥٤
٣٨ د کورنيو چارو وزارت د اداري معين په ... ٢٦٠
٣٩ د DynCorp د دفتر سره چادونه ٢٦٤
٤٠ د هرات والي اسمعيل خان تبديليدل ٢٦٦
٤١ د سمنګانو د ولايت د مرسيتال حاجي ... ٢٧٣
٤٢ د فراه PRT افتتاح ٢٧٦
٤٣ د حضرت اکبر وفادار شعر ٢٧٨
٤٤ په افغانستان کې د جمهوري رياست لپاره... ٢٨٠
٤٥ په کابل کې د ملګرو ملتونو د درې .... ٣٠٢
٤٦ دکورنيو چارو په وزارت کې د واقعاتو يا پېښو... ٣٢٢
٤٧ د واليانو، ولسوالانو او امنيه قوماندانانو تقرر... ٣٣٠
٤٨ د امريکا د متحده ايالاتو سره د … ٣٤٠
٤٩ د بغلان، سمنګان او بلخ ولايتونو ته د... ٣٥٦
٥٠ د پنجشېر د والي ضابط بهلول تقرر ٣٦٥
٥١ د قاضي القضات له خوا ټيلفون ٣٦٨
٥٢ د کورنيو چارو د وزارت نه زما استعفا ٣٧٠
٥٣ د ښاغلي شاه محمود مياخيل لنډه پيژندنه ٣٩٧

دسرڅو لنډی خبری
ډېر خوشاله يم چی زما ګران اوپياوړئ همکار ښاغلئ شاه محمود مياخېل دا زحمت په ځان ومانه چی خپلی هغه خاطری چی د کورنيو چارو په وزارت کی ئی دڅومهمو کلونو په دوران کی را غونډی کړی او ليکلی وی په دی کتاب کی هيوادوالوته وړاندی کړی.
د ۱۳۸۲ ـ۱۳۸۴ کلونو په دوران کی چی ښاغلئ مياخېل د کورنيو چارو په وزارت کی زما نژدې همکارودافغانستان دولت په ملک کی دسولی دټينګولو او دولتی موسساتودبيا جوړولواو سمبالولوپه چاروکی له سترو چلنجونوسره مخامخ و. په دی لړ کی دکورنيو چارو دوزارت تر ټولو لوئی ننګوونی دملی پوليسو جوړول، دهغوی روزل او په يوه مسلکی اډانه کی ددغو ځواکونوموسساتی سمبالول و. په دې برسېره هغه مهال دکورنيو چارو وزارت د محلی ادارومسئوليت هم په غاړه درلوداو مياخېل صيب داداری معين په حيث ددی برخی مسئول و.


اجرآآت او لاس ته راوړنی ښائی دهمدی شرايطو په نظرکی نيولو سره وارزول شی. ددغو اجراآتو يو شمېر نمونې چی په ګزارشی ډول ليکل شوی د مياخېل صيب په دی کتاب کی وړاندی شويدی اودهغوپه باب قضاوت به لوستونکی پخپله وکړی.
زه له ښاغلی مياخېل صېب سره له ډېره راهيسی پېژنم او هېڅکله می دهغه په صداقت، وطن پالنی، اداری او سياسی تقوا کی شک ندی کړئ. اوس چی زه دده دا کتاب لولم نو وينم چی دخپل ماموريت د وخت ټولی پېښی ئی په امانت دارۍ سره د لوستونکو په مخ کی ايښی دی. زه دده ددغه زيار او حوصله مندۍ مننه کوم او دا کتاب دهېواد دتاريخ دڅو حساسو کلونو دپېښو د روښانولو دپاره ډېر مهم او غنيمت بولم. لوی خدای (ج) دی نور هم توفيق ورکړی.
کابل، د۱۳۹۰ کال د ثور مياشت
پروفېسرعلی احمد جلالی


بسم الله الرحمن الرحيم
سريزه:
د ډېرو کلونو راپدېخوا د ورځنۍ پيښو او دخپلو تاثراتو ياداشتونه ليکم چې دا کار زياتې ښيګڼې لري. له يوې خوا د دې ياداشتونو نه د کاري ژمنو او د نظرياتو په عملي کولو او تعقيب کې ګټه اخستل کيږي نو له بل پلوه که څوک غواړي چې دخپلو ياداشتونو مجموعه ټولنې ته د يو مستند سند په توګه وړاندې او خپل تاريخي مسوليت ادا کړي نو دا ياداشتونه د ليکلو پر وخت ورسره زياته مرسته کوي.
دپيښو ثبتول په تاريخي لحاظ خورا اهميت لري ځکه نن که موږ په تېرو لسيزو او يا صديو خبرې او د پيښو قضاوت کوو نو زموږ استناد يوازې په هغه اسنادو ولاړ دی چې ثبت شوي او دخلکو په لاس کې دي شايد چې په تېرو وختونو کې ډېرې داسې مسلې پيښې شوي وي چې هغه ثبت شوي نه دي او نن ترې موږ اګاهي يا خبرتيا نه لرو.


البته کتاب ليکل او يا تاريخ ليکل درنده او با مسوليته دنده ده چې تاريخ ليکونکی بايد د پيښو او تصاميمو ټول اړخونه د هغه وخت د شرايطو په رڼا کې وڅيړي او بيا پرې قضاوت وکړي. څرنګه چې زه مؤرخ نه يم او هم د ليکوالۍ په فن پوره بلدتيا نه لرم نو ما يوازې د پيښو ګزارش په پوره امانت دارۍ ليکلی دی.
د دې خبرې يادونه ضروري بولم چې په دغه لنډه موده کې چې ما د کورنيو چارو په وزارت کې کار کړی ډېرې داسې پيښې نورې هم شوي چې يا خو يي ما سره ياداشتونه نه وو او يا د وخت د ضرورت په بنياد مې ټولې پيښې په دې کتاب کې نه دي ځای کړي.


زه د کورنيو چارو وزېرجناب علي احمد جلالي نه په خاصه توګه مننه کوم چې ماته يي د کورنيو چارو په وزارت کې د کار کولو موقع مساعده کړه تر څو خپل وطن او هېوادوالو ته ترخپلې وسې د خدمت جوګه شوم، د جلالي صيب له علميت، تجربو او لارښوونو نه ما خورا زياته ګټه اخستې او دکورنيو چارو په وزارت کې زموږ د موفقيت عمده عامل يوازې د ده دښې رهبرۍ پايله وه.





البته زما د ژوند په ټولو مرحلو کې زما کورنۍ او اولادونو هميشه زما د کارونو ملاتړ کړی او زه يي دې ته هڅولی يم چې خپلو خلکو ته تر خپلې وسې دخدمت جوګه شم که د دوی هڅونه او ملاتړ نه وای نو دا ممکنه نه وه چې خپل کارونه مې په ښه توګه سرته رسولي وای ټول دې ښاداو بريالي وي.
په ګران افغانستان کې د امن، سوکالۍ او پرمختګ په هيله
شاه محمود مياخيل
د قمبر څلور لارې
د فرورۍ ۲۶ نيټه ۲۰۱۱ کال دشنبې ورځ سهار لس بجي
