صلواة تسبیح

پیغمبر ص  ویوه صحابی ته فرمایلی دی چی صلواة تسبیح هره ورځ کوه
که یی هره ورځ نه شې کولای په هفته کی یی یو ځل کوه که یی په هفته کی نه شې کولای په میاشت کی یی یوځل کوه که یی په میاشت کی نه شې کولای په کال کی یی یو ځل کوه او که یی په کال کی نه شې کولای
په ټول عمر کی خو یی یو ځل وکړه ـ  داچی نبی ص دومره زیات ټینګار ورباندې کړئ نو خدای دی موږ ته دا وس او توان راکړی چی دغه صلواة تسبیح هر وخت وکړو

دصلواة تسبیح طریقه دا ده


صلواة تسبیح څلور رکعته دي خو دا نه ده ضروری چی دغه څلورواړه رکعته به په یوه وار کوی یو څوک کولای شی چی دغه صلواة تسبیح په دوه سلامه سره وکړی یعنی داسی کولای شی چی یوار دوه رکعته وکړی سلام په وګرځوی او دوه رکعته بیا وکړی
صلواة تسبیح ته چی صلواة تسبیح ویل کیږی لدې وجی ځخه چی په دغه لمانځه کی تسبیح ویل کیږی
دریمه کلیمه پدې صلواة تسبیح کی ډیره مهمه ده
چی  په ټولو رکعتو کی دغه دریمه کلیمه  دری سوه  ۳۰۰ واره ویل کیږی او په هر رکعت کی پنځه او یا  ۷۵ ځله دغه دریمه کلیمه ویل کیږی

دریمه کلیمه دا ده یعنی دغه کلیمه به پکی وایی

سُبحاَ نَ اللَّهِ وَ الحَمدُ لِللِّهِ وَلاَاِ لهَ اِ لاَّ اللهُ واَ اللَّهُ اَکبَر وَ لاَ حوَلَ وَ لاَ قُوَّةَ اِ لاَّ بِا اللَّهِ العَلِی الَعَظِیم

طریقه یی دا ده چی کله سړئ پر لمانځه باندې ودریږی نو له سبح الله   ـ اعوذ با الله او با السم الله وروسته به پنځلس  ۱۵ واره دغه دریمه کلیمه ووایی بیا به الحمد لله ووایی همدارنګه  بیا به ورپسی قراءت ووایی یعنی یو سورت به دقرآن ووایی او له سورت ځخه وروسته به بیا دغه دریمه کلیمه لس  ۱۰ واره ووایی  لس ۱۰ واره چی یی وویله بیا به رکوع ته لاړ شی له سبحان ربی العظیم روستو به بیا دغه دریمه کلیمه لس ۱۰ واره ووایی او بیا به رکوع ته ولاړ شی له سبحان ربی الاعلی وروسته به بیا لس ۱۰ واره دغه دریمه کلیمه ووایی له رکوع چی را پورته شو بیا به دوهمی سجدی ته ولاړ شی په دوهمه سجده کی به بیا دغه دریمه کلیمه لس  ۱۰ واره ووایی اوس نو که حساب ورته وکړئ دغه تعداد پنځه او یا واره شو دا خو یو رکعت شو په دی نورو رکعتو کی  لومړئ  یواځی با السم الله ویل کیږی او له با سم الله وروسته بیا درغه دریمه کلیمه پنځلس  ۱۵ واره ویل کیږی ځینی خلګ دغه تسبیحات پر ګوتو وایی دغه عمل به نه کوئ کوشش وکړئ چی دغه تسبیحاتو ته په زړه کی حساب وکړئ
البته که یوڅوک ډیر زیات هیریدونکئ وو هغه بیا کولای شی
چی دغه تسبیحاتو ته په ګوتو حساب وکړی

والله اعلم بالصواب
 
 
 
 
 
 
 

په مینه
محمدعلی عمری
جنوبی پښتونخوا مسلم باغ