
د امریکا جمهور رييس بارک اوباما، حامد کرزي ته ويلي، ستاسو په کورنۍ کې څوک حق نه لري، چې جمهوري ریاست ته ځان نوماند کړي.اوباما کرزي ته ويلي: که چېرې مې ټاکنې وګټلې هغه مهال به بیا خبرې سره کوو.
ولسمشر کرزي په دې وروستیو کې د امریکا ضد دریځ خپل کړی او په دې توګه غواړي ځان محبوب کړي. له بده مرغه، چې افغان حکومت په بشپړه توګه د بهرنیانو پر مرستو چلیږي او تر څو له اقتصادي پلوه موږ په نورو پورې تړلي یو تر هغې پورې د ازاد هېواد اکټ کول هسې ځان غولول دي.