ایسا غواړی د افغانستان   ملی صنایعو کنفرانس او نندراتون جوړکړی، بلخوا  د زراعتی او خدماتی سکټورونو د جوازونو د فیس په برخه هم  کې کمښت راغلی

ایسا غواړی د افغانستان   ملی صنایعو کنفرانس او نندراتون جوړکړی، بلخوا  د زراعتی او خدماتی سکټورونو د جوازونو د فیس په برخه هم  کې کمښت راغلی
 
یکشنبه، ۱۶ میزان ۱۳۹۱ هـ ش ـ۷ اکتوبر ۲۰۱۲ مـ
ټاکل شوې ده چې  د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ اداری (AISA  ) لخوا په کابل کې  دصنایعو ملی کنفرانس او نندارتون جوړ شی .
دافغانستان د صنعتی کنفرانس  او صنعتی نندارتون   موخه داده  هغه ستونزې او مشکلات چی د افغانستان  صنعت کاران   او پانګه وال یې  په مختلفو برخو کې لری وڅیړل شی  او دحل لارې چاری ورته په ګوته  شی .
همدا راز په دغه صنعتی کنفرانس کې به په  افغانستان کې   دصنعت او پانګه اچونې  په برخه کې  پرتې ننګونې له اړوندو سکټوری وزارتونو سره څیړل کیږی او د حل مناسبه لاره به  ورته په نظر کې ونیول شی .
دغه صنعتی نندارتون او د صنایعو ملی کنفرانس د افغانستان دپانګه اچونې د ملاتړ اداری (AISA  ) لخوا او دجمهوری ریاست د دویم مرستیال ښاغلی محمد کریم خلیلی چې د اقتصادی کمیټی د مشرتابه دنده هم په غاړه لری په ملاتړ  او د صنعت ګرانو د ټولنې په ګډه  همکاری به  په نږدی راتلونکې کې په کابل کې جوړه شې.
د یاده ولو وړ دی چې تر دې مهاله په افغانستان کې د 8,9  بیلونه امریکایی ډالرو په ارزښت په مختلفو برخو کې پانګونه ترسره شوی، چې د یاد شوې پانګه اچونې دریمه برخه یی بهرنی پانګه والو تشکیلوی .
له ۲۰۰۳ کال نه را په دیخوا د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ اداره تراوسه ۲۸ زره دپانګې اچونې رسمی جوازلیکونه ویشلی ، چې د یاد شوې شمیری څخه یی ۴ زره جوازونه بهرنیو پانګه والو ته په بیلا بیلو برخو کې ورکړی .
په همدی توګه د افغانستان د پانګه اچونې د ملاتړ اداری لخوا په هیواد کې د ابتدایی او متوسط  پانګه والو د ملاتړ او هڅونې په موخه  د زراعتی او خدماتی سکټورونو د جوازونو د فیس په برخه هم  کې کمښت  راغلی .