د ایسا ادارې حقیقی  ستونزه او د پردې ترشا  مافیایی دسیسې

په رسنیو کې مو ولیدل او واوریدل  چې د ایسا اداری څو تنه مامورین په دغه اداره کې د فساد د شتون او د نوی ریس له راتګ سره د مخالف  له امله استعفا ورکړل.
 او ددغی اداری د نوی ریس له  راتګ سره یی خپل مخالفت وښودل او  په نوموړی باندی یی د فساد  تورونه د یو مطبوعاتی کنفرانس د لاری پورې  کړل .
حقیقت او د پردی ترشا مافیایی لاسونه :
کله چی د ایسا اداری ریس ښاغلی دلاوری دافغانستان بانګ د مشر په توګه لاړه  د ایسا اداره  د  نسیم اکبر لخوا اداره کیده او نوموړی سرپرست وټاکل شو .
د نیسم اکبر په اړه :
دایسا اداری یو تن  مامور چی نه غواړی نوم یی واخستل شی وایی :
نیسم اکبر د پنجشیر ولایت اوسیدونکی دی  او په مسلکی لحاظ کریمنولوژی یی لوستلی،کله چی امرالله صالح د ملی امنیت ریس وو نوموړی له عسکری مسلک
څخه د امرالله صالح په  زور  ایسا اداری ته راغی او تر ده وروسته څو تنه هلکان چی اوس یی استعفاوې  ورکړی دوی هم د یو نامعلومې پروسی له ترسره کیدو پرته ایسا اداری ته راغلل.
 دنسیم اکبر لخوا  دوې لپاره  لوړ معاشونو   چی  د یو کس لپاره له1500   ډالرو تر 4000 زرو ډالرو پوری کیده  وټاکل شول ، او ځینو یی بیا له پخوا لوړ معاشونه درلودل.
نیسم اکبر د ایسا اداری د ریاست لپاره جمهوری ریاست ته پشنهاد شو ، په همدی وخت کې له خپلو ملګرو سره د لوړ معاشونو او لوړو څوکیو ژمنه وکړه ،  مګر د مسلکی زده کړې او تجربی د نشتوالی له امله رد شو، کله چی نوموړی رد شو ځان ته  یی د(حرکت ) په نوم شخصی شرکت  جوړ کړ.
شاووخوا دوه میاشتی مخکی کله چی نوی ریس وفی الله افتخار د جمهوری ریاست لخوا ایسا اداری لپاره مشر وټاکل شو ، له همدی نیټی دده پرضد ددغو کسانو او په ایسا کې د  مافیایی ډلې لخوا  دسیسې شروع شوې .
ددغې ډلی مشری د روح الله احمدزی په غاړه ده  (روح الله احمدزی پخوا په ژورنالستیکو چارو بوخت و  او په مسلکی لحاظ  د غاښونو ډاکتر دی ).
دایسا اداری یو مامور ماته وویل : کله چی نوی ریس راغی دغه مافیایی ډله د ویری احساس وکړل، ځکه پخوا په دغه اداره کې همدغو څو تنو کسانو لوړ امتیازات ترلاسه کول او په بهرنیو سفرونو کې به تل همدغه مشخص کسان تلل راتلل .
د دوی د رسمی سفرونو مصارف ان تر 30000 $ زرو  ډالرو رسیدل ، کله به چی دوبی ته ولاړل نو په قیمتی هوټلونو کی به اوسیدل او تر راتګ وروسته به یی ایسا  اداری ته هیڅ راز حساب کتاب او ګزارشونه  نه ورکول .
داسې هم ویل کیږی چی له همدغو کسانو څخه یو تن په ایسا اداره کې د فساد دوسیه لری او ټاکل شوې ده چی دده دوسیه د ایسا اداری لخوا څارنوالی ته واستول شی .
دنوی ریس له ټاکل کیدو وروسته په یو رسمي  مجلس کې دهمدغو کسانو د پلان سره سم دبریالی په نوم کس لخوا  نوې ریس ته سپکی سپوری وویل شو  او د وفی الله افتخار چې نوې ریس ټاکل شوی  دیو شمیر کارمندانو په مخ کې توهین یی وکړ .
پر نوې ریس دوی لخوا دفساد دشتون خبره کیږی او وایی چی نوی ریس له ننګرهار څخه ددغی اداری یو رسمی مامور په مرکز کې ددغی اداری دمرستیال په توګه په دنده ګمارلی .
او  نوی ریس دخپل کارځای لپاره نوی چوکی او وسایل اخستې. ددغی اداری یو مامور وایی چی  د لوړ رتبه مامورینو د واکونو له مخی یو ریس دا حق لری چی یو مامور له یو ځای بل ځای ته بدل کړی او خپلې اداری ته نوی وسایل راوپیری دا دده قانونی حق دی او یو مامور دا حق نلری چی په عام مجلس کې ریس ته توهین او سپکی سپوری ووایی .
ددغی ډلی مشری روح الله احمدزی کوی خو اصلی کس د پردی ترشا نیسم اکبر دی او روح الله احمدزی د نیسم په امر او اشارو چلیږی .
کومو کسانو چې له دندو  لری شوی په خپلو خبرو کې یی ویل :ایسا اداره باید خپل مخکنې حالت ته راشی یعنی دوه میاشت مخکی چی کله نیسم اکبر ریس و، ددوی موخه همدغه پنجشیری کس دی .
د ایسا اداری اوسنی ریس وفی الله افتخار  وایی چی پر ما ددې ډلی لخوا د فساد تور پوری شوی زه حاضر یم چی څارنوالی ته ځواب ووایم . خو که چیرته دا ثابت نشو زه دا حق لرم چی دغه کسان د توطیی او دسیی په تور اوهغه اسناد چې ددې ډلی د فساد په اړه دی  رسنیو  او لوی څارنوالی ته وسپارم .
دولس مشر حامد کرزی لخوا مسولینو ته دنده سپارل شوی چې ددی مسلی څیړنه وکړی ، بلخوا په کابل کې یو شمیر رسنی دی موضوع ته دومره لیوالتیا لری چی هره شپه د خبرونو په سر او پای کې د لری شویو کسانو په پلوی خبرونه خپاره کوی .
زمونږ طمعه داده چی حقیقت باید معلوم  او ملت ته روښانه شی چی په رښتیا هم اصلی مسله چیرته دی ، نوی ریس له خپلی دندی ناوړه ګټه پورته کړی او که دده پرضد د یو شمیر کسانو لخوا چی د پردې تر شا لاس لری  د شخصی منافعو لپاره یوه توطیه او دسیسه  دی .
که چیرته حقیقت روښانه شی او نوی ریس په فساد کې ککړ وی باید څآرنوالی ته وپیژندل  شی او که که چیرته  ددغی ډلې ادعا ناسم وی نو باید دغه کسان ایسا  اداری نوم  او حیثیت  ته د سپکاوی او زیان له امله محاکمه شی .